اقتصاد

په اقتصادي پرمختیا کې د سپما ارزښت

استاد رباني (زلمي)

مخکې لدې چې په سپما او د هغې د ارزښت په اړه په اقتصادي پرمختیا کې پوه شو لازمه ده چې په پیل کې اقتصادي پرمختیا وپیژنو:

اقتصادي پرمختیا: اقتصادي پرمختیا یو داسي عمل دی چې د هغې په ترڅ کې د یو هیواد په حقیقي عوایدو کې د یو اوږدې مودې لپاره زیاتوالي رامنځته کیږي.

د اقتصاد دوه نور ماهرین Miere and Baldwin په خپل کتاب کې (Economic Development) کې اقتصادي پرمختیا په لاندې الفاظو سره تعریفوي:

اقتصادي پرمختیا یو داسي عمل دی د کوم په وسیله چې د یو هیواد په حقیقي ملي عوایدو کې د یوي اوږدې مودې لپاره زیاتوالي رامنځته کیږي او که چیري د دې هیواد د اقتصادي پرمختیا کچه د نوموړي هیواد د نفوسو د اندازې څخه زیاته وي نو سړي سر حقیقي عواید به یې هم زیات وي.

د اقتصادي پرمختیا په اړه د Miere and Baldwin وړاندې شوي تعریف د اقتصاد د علم نورو عالمانو ته هم د منلو وړ وګرځید دا ځکه چې پدې تعریف کې اقتصادي پرمختیا یو مستقل عمل ګڼل شویدی د کوم په پایله کې چې ملي عواید په مسلسله توګه زیاتوالي مومي او پدې سره د هیواد سړي سر حقیقي عاید کې هم زیاتوالي رامنځته کیږي.

د اقتصادي پرمختیا په لحاظ کولای شو چې د نړي هیوادونه په دریو کتګوریو باندې وویشو:

پرمختللي هیوادونه (Developed countries): پرمختللي هیوادونه هغه هیوادونه دي په کوم چې د هغي هیوادونو د اوسیدونکو سړي سر عاید لوړ وي او د ژوند ټول معیارونه يي پوره وي.

غیري ترقي پذیره هیوادونه( Un-developed countries): غیري ترقي پذیر هیوادونه بیا هغه هیوادونه دي په کوم کې چې د پرمختیا امکانات شتون نلري او یا هم نوموړي هیوادونه د پرمختیا په لوري کوم ګام نه پورته کوي او یا یي د پورته کولو کومه اراده هم نشته.

پرمختیايي هیوادونه(Underdeveloped countries): پرمختیايي هیوادونه بیا په خپل وار سره هغه هیوادونه دي په کوم کې چې د نوموړي هیواد د اوسیدونکو د ژوند معیار ټیټ وي، د عوایدو کچه یي دومره ټېټه وي چې هغوي پرې نشي کولاي چې د خپل ژوند لومړني ضروریات هم پوره کړي، پدې هیوادونو کې بي روزګاري عامه وي، د طبي سهولیتونو فقدان شتون لري، د طبعي منابعو څخه د ګټې اخېستني د وسائلو قلت شتون لري. مصر، لیبیا، سوډان، ایران، عراق، افغانستان، پاکستان، هندوستان او اندونیزیا د پرمختیايي هیوادونو ښه بیلګي دي.

د پرمختیايي هیوادونو تعریف Rengnar Nurksey په لاندې ټکو کې کوي:

پرمختیايي هیوادونه هغه هیوادونه دي چې د هغوي سره د طبعي وسائلو او د نفوسو د اندازې په نسبت پخپل لاس کې په کمي اندازي سره پانګه لري. د دې تعریف په اساس هغه هیوادونه پرمختیاي هیوادونه ګڼل کیږي چې په هغې کې پانګه نسبت د نوموړي هیواد نفوسو او طبعي وسائلو ته محدوده وي.

همداشان د پرمختیايي هیوادونو په اړه نور تعریفونه هم وړاندې شوي دي چې په هغې وړاندې شوو تعریفونو کې په سړي سرعاید باندې تر ډیره اتکاء شویده.

دا چې د اقتصادي پرمختیا او د اقتصادي پرمختیا د درجه بندي په اساس مو د پرمختیاي هیوادونو په اړه معلومات ترلاسه کړه نو اوس د بحث اصلي موضوع ته راځو او د سپما ارزښت باندي په اقتصادي پرمختیا کې بحث کوو. په لومړي سره کې غواړم چې سپما در وپیژنم:

سپما یا Saving

د عاید هغه برخه ده کوم چی د ورځیني مصارفو څخه اضافه پاتی کیږي. د مثال په توګه که چیري د یو مامور تنخواه ۳۰۰۰ افغانۍ وی او دی د یو میاشت په اوږدو کې ۲۵۰۰ افغانۍ په مصرف رسوی نو هغه ۵۰۰ افغانۍ کومی چی پاتی دی د نوموړي مامور بچت یا سپما دی.

سپما لاندی دوه عناصرو باندی تکیه لری:

الف: د سپما کولو طاقت ب: د سپما کولو عزم یا اراده.

الف: د سپما کولو طاقت: لدې څخه مطلب هغه طاقت دی کوم چی سپما شونی کوی، او د لاندی عواملو پوری اړه لري:

۱ – عاید : د سپما طاقت د عوامو د عوایدو پوری تړلی ده، که چیری د دوی عایدات زیات وی نو پدی صورت کی د هغوی د سپما اندازه هم زیات وی. مګر که د هغوی د عایداتو اندازه کمه وی نو پدی صورت کی یواځی هغوی خپل ضروریات رفعه کوی او د سپما طاقت به ورسره نه وی او دوې به ونه توانیږي چې د راتلونکي وخت د پانګه اچونۍ لپاره له ځانه سره پانګه ولري.

۲ – د ټکسونو نظام: د سپما طاقت د ټکسونو نظام سره هم تړاو لری. که چیری د عاید زیاته برخه د ټکسونو په په ډول دولت ته ورکړل شی نو پدی صورت کی د خلکو د سپما کولو طاقت هم کمیږی مګر که چیری ټکس کم واخیستل شی نو پدی صورت کی د سپما کولو طاقت هم زیاتیږی چې په پایله کې به خلک خپل اضافه پیسي وسپموي او په مساعدو شرائطو کې به یي بیرته په کار واچوي چې دي کار سره به په هیواد کې د روزګار شرائط مساعد شي.

۳ – د عاید او خرچ ترمنځ تناسب: که چیری د یو شخص عواید د مصارفو په نسبت سره زیات وی نو پدی صورت کی د سپما کولو طاقت یی هم زیات وی که برعکس وی نو نه یواځی داچی د سپما طاقت نلری بلکی هغه د خپلو روزمره ضروریاتو د پوره کولو طاقت هم له لاسه ورکوی.

۴ – د طبعی منابعو زیاتوالی: که چیری د یو ملک طبیعی منابع لکه ځنګلات، معدنیات او داسی نور زیات شتون ولری نو ملک ته به زیاته اقتصادی ترقی ترلاسه کړی چی پدی سره به د ملک د وګړو د ژوند سطحه لوړه شی او سړي سرعاید به هم زیاتوالی ومومی او د سپما طاقت یی هم زیاتیږی.

۵ – بانکی نظام : د یو ښه بانکی نظام په شتون کی خلکو ته د سپما کولو زمینه مساعدیږی او له بله پلوه دغه بانکونه خلکو ته صنعتی او زراعتی قرضی هم په لاس ورکوی چی د هغی په نتیجه کی د خلکو عایدات زیاتوالی مومی او د سپما کولو طاقت یی هم زیاتیږی.

ب: د سپما اراده یا عزم: د سپما د ارادی څخه مراد د سپما کولو خواهش او کوښښ دی. د سپما اراده یا عزم لاندی عناصرو سره ارتباط لری:

۱ – ټولنیز وقار: په ټولنه کی د وقار او جاه طلبی په خاطر خلک سپما یا د سپما اراده کوی. دا ځکه چی نوموړی غواړی چی په ټولنه کی هر څوک ورته د عزت او قدر په نظر وګوری او احترام یی وساتی.

۲ – د راتلونکی لپاره :د راتلونکی ناڅاپی آفاتو سره د مقابلی یا مخکیدو لپاره هم ځینی خلک پیسی سپما کوی.

۳ – د اولادونو د روزنی په خاطر: د اولاد سالمه روزنه او د ښه تعلیم خیال هم په انسان کی د سپما کولو اراده پیاوړی کوی.

۴ – د زیاتی ګټی لاسته راوړل: د ګټی د زیاتوالی د غوښتنی په صورت کی هم د سپما اراده په انسان کی زیاتوالی مومی او ډیر کار کوی ترڅو زیات عاید ترلاسه کړی او له ترلاسه شوی عاید څخه لږ سپما کړی او خپل راتلونکی ژوند پری سمبال کړی.

۵ – د سرمایه ګذاری د مساعدو شرایطو په صورت کی: که چیری په یو ملک کی د زراعت، صنعت او تجارت په برخه کی ښکار ترقی رامنځته کیږی نو پدی صورت کی خلک سپما ته توجه اړوی ترڅو زیاته ګټه لاسته راوړی.

۶ – د سپما کولو عادت: ځینی خلک د سپما کولو عادت لری نو دوی لدی عادت څخه مجبور دی چی سپما سرته ورسوی.

۷ – د کاروبار مواقع: کاروباری اشخاص د کاروبار ځینی غیری متوقع مواقعو څخه د ګټی پورته کولو لپاره هم سپما کوی.

۸ – سوله او امن: په یو ملک کی امن او سوکالی هم د سپما په اراده کی اساسی رول لری او خلک په ثابت سیاسی حالاتو کی سپما کوی، او د جنګ په حالاتو کی د خلکو سره یو شان ویره او خوف وی نو پدی اساس هغوی د سپما اراده هم نه کوی.

۹ – د زوړ والی په خاطر: ځینی خلک د دی لپاره هم د سپما کولو اراده کوی چی دوی به په راتلونکی کی زاړه شی او د کار کولو وس به نلری نو دوی به لدی سپما شوو پیسو څخه خپل ضروریات پوره کوی.

۱۰ – د واده د خرچ لپاره: ځینی خلک د خپل اولاد د واده د خرچی لپاره هم د سپما اراده کوی او سپما سرته رسوی ترڅو چی دوی په راتلونکی کی د خپلو زامنو ودونه په ښه شکل سره سرته رسولی وی.

د سپما (سپما) ډولونه

د سپما اقسام په لاندی توګه دی:

کاروباری سپما: کاروباری اداری او د مشترکه سرمایه لرونکو کمپنیو د ګټو هغه برخه کوم چی په برخه والو نه ویشل کیږی د کاروباری سپما په نوم یادیږی.

انفرادی سپما: د انفرادی سپما څخه مطلب هغه سپما ده چی انفرادی اشخاص يي د خپل عاید څخه ساتی، لکه د احمد
تنخواه د میاشتي۳۰۰۰ افغانۍ ده او له هغی څخه ۵۰۰ افغانۍ سپما کوی نو دغه پیسی په انفرادی توګه د احمد سپما شوه.

دولتی سپما: کله چی د دولت کلنی عواید د دولت د کلنی مصارفو څخه زیاتوالی ومومی نو دغه زیاتوالی د دولتی سپما په نوم یادیږی.

لازمی سپما: هغه سپما ده کوم چی د ټولنی د خلکو د خوښي پرته رامنځته کیږي، د مثال په ډول کله چی دولت د انکشافي
کارونو لپاره د پانګی د لاسته راوړلوو لپاره د ټکس اندازه لوړوی نو پدی سره د خلکو د خرید قوت کمیږی او د ټولنی وګړی د پخوا په نسبت کم اشیاء خریداری کوی. لدی ډول ټکس څخه ترلاسه شوی پیسو ته لازمی سپما وایی.

د سپما د تقویت لپاره اقدامات

په سپما کی د زیاتوالی لپاره لاندی کړنی ترسه کیدای شی:

د ټکس په اندازه کی کموالی.

په ملک کی د امن قایمول.

د خلکو په عایداتو کی د زیاتوالی په خاطر د اقداماتو ترسره کول.

په ملک کی د پانګه اچونی لپاره د خلکوهڅول.

د خلکو د ژوند د سطحی پورته کولو لپاره د دولت لخوا صنعتي سکتور ته وسعت ورکول.

د یو ښه او منظم بانکي سیستم رامنځته کول، او داسی نور………….

د دی اقداماتو په ترسره کولو سره به د خلکو اراده او قوت د سپما لپاره زیاته شی او دوی به سپما وکړی او په راتلونکی کی د کاروبار په شروع کولو سره به د ملک اقتصاد ته وده ورکړی.

د سپما ارزښت په اقتصادي پرمختیا کې

د یو هیواد اقتصادی پرمختیا د پانګی اچونی پوری اړه لری او پانګه اچونه بیا تر ډیره حده پوری د پانګي تشکل ته اړتیا لري. د پانګي تشکیل هغه پروسه ده چې په ترڅ کې يي سپما شوي پیسي د انفرادي اشخاصو او کورنیو څخه کاروباري سکتورنو ته په مستقیمه توګه د پانګه اچونۍ په ډول او په غیري مستقیمه توګه د بانکي حساباتو له لاري نورو کمپنیو ته د قرضو په توګه صورت نیسي.

د پانګي د تشکل دوه عمده منابع لري چې په لاندې توګه ورته اشاره کوو:

– لومړي دهيواداخلي منابع ( ملي منابع )

– خارجي منابع

الف: د پانګي د تشکل داخلي منابع دملي پس اندازونو پوري تړل شوي ده ملي پس اندازونه په لاندې دوه ډولونو ویشل شوي چې مخکې مو ورته پوره اشاره کړي وه:

الف : انفرادي پس انداز private saving

– انفرادي پس انداز بیا په لاندې دوه نورو اساساتو باندې متکي ده.

د پس انداز کولو طاقت power to saving

د پس اندز کولو اداره will to saving

ب : دولتي پس انداز public saving

څرنګه چې تاسو ولوستل چې د پانګي د تشکل یوه منبع سپما پوری تړلی ده، نو که چیری په یو مملکت کی د سپما اندازه زیاته وی نو دغه هیواد به له اقتصادی پلوه مستحکم او باثباته وی هغه پدې معني هغه خلکو چې پیسي سپما کړي نو د مساعدو اقتصادي شرائطو په ترلاسه کولو سره به خپله سپما شوي مقدار پانګه به په مستقیمه او غیري مستقیمه توګه په کاروبار کې اچوي چې پدې سره به خلکو ته د روزګار زمینه برابره شي، او د روزګار د زمیني په مساعدولو سره به هغه خلک کوم چې وزګار دي او عواید نلري مناسبي دندې به ترلاسه کړي د دي دندو څخه به دوي عواید ترلاسه کوي چې پدې توګه به د دوي په عوایدو کې هم زیاتوالي رامنځته کیږي د دوي د عوایدو د زیاتیدو په صورت کې به دولت لدوي نه د عوایدو په مقابل کې ټکس ترلاسه کوي.

همداشان د دوي د عوایدو په زیاتیدو سره به د دوي تقاضا هم لوړه شي کله چې د دوي تقاضا لوړه شي نو نوي تولیدي ظرفیتونه به رامنځته شي چې پدې سره به د فقر دایره کمزوري او په سړي سر عوایدو کې به هم د پام وړ زیاتوالي رامنځته شي او د اقتصادي پرمختیا پروسه به ګړندۍ شي.

معکوس حالت یعني که چیري سپما نه وي نو پدې صورت کې به د پانګي تشکل صورت نه نیسي چې پایله یي د پانګي اچونۍ نشتوالي، د تولیدي ظرفیتونو د رامنځته کیدو فقدان، د بي روزګاري باقي پاتي کیدل، د فقر د دائري شتون به لا غښتلي شي او پدې سره به د خلکو د ژوند سطحه هم ټېټه وي چې دا چاره بیا د ټېټ سړي سر عاید څخه استازيتوب کوي، او هیواد به د یو وروسته پاتي اقتصاد استازولي به کوي.

د پورته بحث څخه دې پایلي ته رسیږو چې که یو هیواد غواړی له اقتصادی پلوه پرمختګ وکړي نو پکار ده ورته چې د سپما لپاره خلک وهڅوي او د خلکو د سپما شوو پیسو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

یادونه: سپما په هغه صورت کې اقتصادي پرمختیا ته مفیده وي کله چې خلک د پانګه اچونۍ لپاره یي ترسره کړي، یعني که یو شخص وغواړي چې په راتلونکي کې یو کاروبار پیل کړي او د هغې لپاره یوه اندازه پیسي سپموي نو ښه خبره ده، خو که چیري یو شخص د راتلونکي وخت لپاره پدې نیت پیسي سپموي چې پانګه اچونه نه کوي او یوازي یي ذخیره کوي نو پدې صورت کې دغه سپمول شوي پیسي په حقیقت کې له ګردشه ویستل شوي دي چې په پایله کې دغه له ګردشه ویستل شوي پیسي بیا د انفلاسیون(د پیسو بي ارزښته کیدو) د رامنځته کیدو باعث ګرځي او اکثره دا چاره بیا په اقتصادي پرمختیا کي د تیزوالي په ځاي د سست والی رامنځته کوي او یو هیواد په لنډه او اوږده موده کې د پولي ستونزو سره مخامخ کوي.

په درنښت

رباني زلمی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x