یوسفي کمیسونه

يوسفپه سورة یوسف کې دیوسف علیه السلام اړوند د دریو کمیسونو یادونه شوې ده:

یو هغه چې وروڼو یې د ده په دروغژنو وینو لړلی و (وجاءوا علي قمیصه بدم کذب) . دې کمیس یوسف علیه السلام ته د هغه دخوب تعبیر په لاس ورکړ او دمصر واکمنې ته یې ورساوه.

دویم هغه کمیس چې له زنا نه دمنډې په حالت کې دشا له لوري ورڅیري شوی وو، (فلما رآي قمیصه قد من دبر قال انه من کیدکن ) دا کمیس یې دپاکي او نجابت سمبول وګرځیدی که څه هم له دې وروسته د بندیخانې میلمه شو.

دریم کمیس یې له سترو بریالیتوبونو وروسته د دردمن او غمژن پلار د ړتدو سترګو له پاره درمل وګرځیدی، (اذهبوا بقمیصي هذا فالقوه علي وجه ابي یآتي بصیرا) .

دپاکو انسانانو له بدنونو سره تړاو لرونکي شیان د کراماتو او معجزو منبع او سرچینه وي، تاسو خو د یوسف علیه السلام کمیسونو ته ځیر شئ څومره درنې خبرې، لویې معجرې او سترکمالات په کې نغښتي دي لومړي کمیس یې وروڼه دروغژن ثابت کړل دویم یې د مصر دواکمن ناپاکه میرمن دروغژنه ثابته کړه او د دریم په برکت یې دپلار لید را وګرځیده دا چې ځیني خلک داخبرې نه خوښوي داد هغوی خپل کار ده .

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د