خبرونهنړۍ

ایران کې يو پوځي خپل څلور پوځيان ملګري په ډزو وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه ، ۱۶زمری، ۱۳۹۶): د ايراني رسنيو د راپور له مخې د دغه هېواد يو تن پوځي خپل څلور پوځيان ملګري وژلي او اته تنه نور يې ټپيان کړي دي.
د دغه هېواد پوځي چارواکو ويلي، چې ياده پېښه د ښوينګ رنج په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د چارواکو په وينا، يو تن پوځي په ناڅاپي ډول د خپل ټوپک شپېلۍ د نورو پوځيانو په طرف اړولې او څلور تنه يې وژلي ۸ تنه نور يې ټپيان کړي دي.
د روغتيا مسئولين وايي، چې د ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه دی.
د ايران پوځي چارواکي وايي، چې له ډزو وروسته نوموړي سرتيري د ځان وژنې هڅه کړې.
په دغه هېواد کې د خپل ملګري له لوري د عسکرو د وژنې دا دوهمه پېښه ده، چې په نږدې وخت کې رامنځته کېږي.
د جولای مياشتې په ۱۸ تاريخ هم د ايران د قزوين ولايت په ايبک پوځي اډه کې يو تن عسکر خپل درې ملګري په ډزو ووژل او شپږ تنه نور يې ټپيان کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x