نړۍ

‎متحده عرب امارات هر کال حزب الله ته ۵ ملیونه ډالره ورکوي

‎نن ټکی اسیا (دوشنبه ، ۱۶زمری، ۱۳۹۶): متحده عرب امارات چې په ظاهره ځان د شیعه ډلو او ایران سرسخته مخالف بولي، په لبنان کې شیعه ډلې حزب الله ته په کال کې ۵ ملیونه ډالره ورکوي تر څو ددوی د سفارت او سفارتي کارکوونکو امنیت خوندي کړي.

‎په ټویټر کې د متحده عرب اماراتو د استخباراتي معلوماتو څرګندونونکي اکاونټ «مجتهد الامارات» په یوه تازه انکشاف کې ویلي چې په لبنان کې د دیپلوماتیکي عملې د خوندیتوب لپاره هر کال امارات ۱۵ ملیونه ډالره حزب الله شیعه ډلې ته ورکوي.

‎نوموړي په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړی، خو له معلوماتو سره سم د لبنان په پلازمینه بیروت کې د سفارتي سیمې امنیت د حزب الله ډلې او حرکة امل په نامه وسلوالو ډلو په لاس کې دی.

‎د کتونکو په نظر کیدای شي متحده عرب امارات د خپلو سفارتي کارمندانو او ځواکونو د خوندیتوب لپاره ورته «فدیه» په نورو هیوادونو لکه افغانستان او عراق کې هم ورکوي، خو لا څرګنده نه ده چې هغه به کوم اړخونه وي او مقدار به یې څومره وي.

‎باید وویل شي چې تېر کال په کندهار کې د متحده عرب اماراتو سفیر او ورسره د یو شمېر موسسو مشران د کندهار ولایت په مقام کې په یوه چاودنه کې ټپیان او ووژل شول، خو تر اوسه یې د عاملینو په اړه د اماراتو له لخوا معلومات نه دي خپاره شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x