نړۍ

امريکا په افغانستان کې کارول شوې وسلې پاکستان ته ورکوي

سرچينې وايي چې امريکا په افغانستان کې کارول شوې وسلې پاکستان ته ورکوي.

د پاکستان دفاع وزارت سکرتر متقاعد جنرال اصف ياسين ملک په مشرۍ يو پلاوي د تېرې فبروري ۲۴ تر ۲۸ تاريخه په واشنګټن کې امريکايي چارواکو سره په دې اړه خبرې اترې کړي دي. پاکستاني سرچينې وايي چې، دغه مذاکرات تر ډېر بريده بريالي شوي هم دي.

سرچينې وايي چې، د ۲۰۱۴ کال په اخره کې چې امريکايي عسکر له افغانستانه وځي نو په زرګونو ټنه وسلې او نور پوځي توکي به پاکستان ته ورکوي. چارواکي وايي چې په دې اړه ابتدايي خبرې شوي او راتلونکي وخت به په دې اړه تفصيلي خبرې هم وشي.

سرچينې وايي چې، د دواړو هيوادو تر منځ يو شمېر موضوعاتو خبرې اترې روانې دي چې، دوی دا وسلې به په کومو شرطونو ورکوي، پاکستان کومو وسلو ته اړتيا لري، له افغانستان څخه به يې د راوړلو لارې چارې څنګه وي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x