
اسرائیل هم پر الجزیرې بندیز ولګاوه
نن ټکی اسیا (دوشنبه ، ۱۶زمری، ۱۳۹۶): د اسرائیلي حکومت د اتصالاتو وزارت نن اعلان وکړ چې د «څلورو سني منځلارو» هیوادونو پر نقش قدم یې د الجزیرې تلویزوني چاینل پر خپرونو بندیز ولګاوه.
اسرائیل په داسې حال کې دغه ګام اخلي چې د دې تر مخه سعودي عربستان، متحده عرب امارات، بحرین او مصر له قطر سره هر اړخیزې اړیکې پرې کړي او د الجزیرې تلویزون د بندولو غوښتنه یې کړې ده او هم یې په خپلو هیوادونو کې پرې بندیز لګولی دی.
د اسرائیل د اتصالاتو وزیر ایوب قرا یادو څلورو هیوادونو ته په اشاره وویل چې د منځلارو سني هیوادونو سره ایتلاف جوړول غواړي او له هغوی سره په امن او اقتصادي پرمختګ رامنځته کولو کې همکارۍ ته اماده دي.
نوموړي زیاته یې کړه: «کله چې یادو هیوادونو الجزیره بنده کړه نو مونږ هم خالي لاس نه شو پاتې کېدلای».
هغه د اسرائیلي ژورنالیزم ریاست ته په لیک کې د خپل موقف څخه په دفاع کې ویلي چې د مسجد اقصی په تیرو پيښو کې الجزیرې د اسرائیل «دولت» پر ضد پاروونکي تبلیغات کړي ځکه باید د دغه شبکې له خبریالانو څخه جوازنامې بیرته واخیستل شي او نور د ژورنالیستانو په سترګه ورته ونه کتل شي.
په فلسطین کې د الجزیرې د دفتر مشر ولید العمري رسنیو ته ویلي چې اسرائیل هم څلورو هیوادونو ته ورته تهمتونه پر الجزیرې ولګول او ویې ویل چې الجزیره په سیمه کې تروریزم ته لمن وهي او د اسلامي دولت ډلې، حماس ډلې او ایران د سیاسي موقفونو ملاتړ کوي.
باید وویل شي چې څلور هیوادونه (سعودي، امارات، بحرین او مصر) هم پر الجزیرې او قطر تور پوري کوي چې په فلسطین، لیبیا او مصر کې د حماس او «تروریستي» ډلو ملاتړ کوي. چې الجزیره او قطر یې په کلکه ردوي.