دعا/ محمد عليم بسمل

محمد عليم بسمل

ژوند مې داسې ګلستان کړه، چې ته نه پرې خفه کېږې
په هغه عشق مې ودان کړه، چې ته نه پرې خفه کېږې

جوړ ګرېوان مې نه خوښيږي، لېونتوب درڅخه غواړم
ما دهغه بيابان کړه، چې ته نه پرې خفه کېږې

داسې یار په ما پېرزو کړه، چې په زړه باندې مې ارزي
داسې ښکلی مې جانان کړه، چې ته نه پرې خفه کېږې

زه خپل ځان راټولومه، له دې ټولې دنیاګۍ نه
په دا رنګ يې بیرته وران کړه، چې ته نه پرې خفه کېږې

خدایه! مابسمل پيدا کړه، څلور لارو کې پناه یم
په هغې لار مې روان کړه، چې ته نه پرې خفه کېږې



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.