دحجیاڼۍ حج بې له محرم څخه روا دی؟

لیکنه: مفتي احسان الله

حج هغه ځانکړی عبادت دی، چې که ښځي یې دشریعت له اصولو سره سم ادا کړي، دجهاد ثواب او یا هم له جهاد نه دزیات ثواب برخمنې کېدای سي.

عائشې رضي الله عنها یو ورځ له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل: چې جهاد موږ ته یو ډیر افضل عمل ښکاري، ایا موږ جهاد ونه کړو؟ رسول الله صلی علیه وسلم ورته وفرمایل: مبرور حج غوره جهاد دی.

دبخاري په بل روایت کې داسي راځي: چې ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: ایا موږ له تاسو سره یو ځای غزا او جهاد ونکړو؟ ده صلی الله علیه وسلم راته وفرمایل: ښه جهاد او ښه حج، حج مبرور دی، عائشه رضي الله عنها وایې: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه چې مې دا خبره اورېدلې ده، له هغه وروسته له حجه نه یم پاتي سوې.

خو په هر عبادت کې دشرعي اصولو پابندي لازمي امر دی، ځکه چې دعبادت اصل مقصد دالله رضا او دثواب حصول دی، او دا هلته لاس ته راځي، چې دالله په ټوله خبر عمل وسي.

او دا هم ښکاره خبره ده،چې لکه په نورو عباداتو کې دنر او ښځي فرق سته، دا رکم دحج په اهم عبادت کې هم فرق لري.

ښځه بې له محرم څخه فرضي یا نفلي حج کولای سي؟

دښځي لپاره په شریعت کې بې له محرمه اوږد سفر جائز نه دی، دا لازمه خبره ده، چې له ښځي سره که ځوانه وي، او که سپین سرې، به یا خپل ميړه، پلار، ورور او یا بل داسي څوک ملګری وي، چې دهغه سره يې نکاح کول حرام وي، نو بیا دسفر اجازت ورته سته.

دحج په مبارک سفر کې شریعت دا اړینه بللې ده، چې له ښځي سره دمحرم وجود لازمي دی، خو که یوه ښځه، بې له محرمه ولاړه سي، حج وکړي، حج به يې ادا سي، البته دالله دحکم نافرمانه او ګنهګاره بلله کیږي.

پر ښځې حج هلته فرض دی، چې دسفر خرڅ او محرم  دواړه ولري، که یو هم نه وي، حج ورباندي فرض نه دی.

یادونه:

که دحج لپاره دښځو یو ګروپ وي، دهغو سره خپل محارم موجود وي، خو یوه یا دوې داسي ښځي هم ورسره وي، چې محرم ونه لري، ددغو ښځو لپاره هم دحج یا عمرې سفر روا نه دی.

خو که پر یو ښځه حج فرض وي، او تر مرګه پوري محرم پیدا نه کړي، دژوند په اخیره کې به وصیت کوي.

یاد ساتئ!

نن سبا دفتنو په زمانه کې پر دغه حکم عمل لا نور مضبوط او لازمیږي.

 

 

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سید زرغون شاه آغا
میلمه
سید زرغون شاه آغا

محترم مفتی صاحب!
اسلام علیکم و رحمته الله و برکاته. اما بعد!
یو محترم مولوی صاحب چی اوس وفات سویدی، الله(ج) دی جنت فردوس په نصیب کی، ده مرحوم فرمایل چی: د ښځی سفر بیله محرم څخه د ښار د یو کنج څخه تر بل کنج پوری هم جواز نلری. مګر اوس ښځی د کندهار څخه تر کوټی پوری یوازی تګ او راتګ کوی، نو حج ته هم تلای سی، ځکه چی د حج لار د کوټی تر لار ډیر په امن کی ده.