
طالبانو د کندهار محبس څخه د ۲۳ زندانيانو د ويستلو خبر ورکړی
نن ټکی اسیا: د کندهار ولايت محلي چارواکو نن يکشنبه رسنيو ته و ويل چې، تېره سه شنبه وسلوالو طالبانو د يو جعلي لست په واسطه د کندهار لوی محبس څخه خپل ۱۲ ملګري ويستلي دي چې، ډېر مهم قومندانان هم پکې وو.
شيبه مخکې د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په يو ليږل شوي خپرپاڼه کې څرګنده کړې چې، د يو ځانګړي تکتيک په واسطه یې خپل ۲۳ ملګري د کندهار له مرکزي زندانه خلاص کړي او د دوی نورو ملګرو ته يې ځانونه رسولي دي.
قاري محمد يوسف احمدي د تکتيک په اړه نور تفصيلات نه دي ورکړي چې، د خپلو ملګرو د خلاصون لپاره يې څرنګه تکتيک يې کارولی او نه يې د ويستل شويو ملګرو نومونه خپاره کړي دي.
بل پلو حکومتي چارواکو د ۱۲ طالب بنديانو د تښتيدو پخلی کوي او وايي چې، د مولوي منيب په ګډون نور مهم قومندانان هم پکې وو.