دیني، سیرت او تاریخ

د بيان ازادي د اسلام له نظره

عزام حقاني

دا تجربو ثابته کړي ده چې کله په یو کورنۍ کـې د یو او بل په کړو وړو باندې انتقاد او نیوکه کیږي مقابل جانب ته د هغه غلطیاني نیمګړتیاوي ورپه ګوته کیږي نو دا کورنۍ بیا هر ګز له مشکلاتو سره نه مخ کیږي او تل د بریا په لوري ګامونه اوچتوي.

راځم دیته چې مخکې لیکنه باندې د ځینو کسانو لخوا نیوکه شوي وه چې تاسو د بیان ازادي څه پیژنۍ، د دوی د نیوکي په ځواب کي غواړم د بیان ازادي په اړه د اسلام له نظره بحث وکړم.

کله چې الله جل جلاله انسانان داسلام په عظیم نعمت باندې ونازول اوپه محمدرسول الله یی دوحي لړۍ جاري کړه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم دالله جل جلاله لورته بلنه پیل کړه ، اوپه پوره بریالیتوب اوصداقت سره یی خپله ورسپارل شوي وظیفه (نبوت)ترسره کړه ، عربي جزیره یی دجاهلیت اوشرک له تورتم څخه صفا کړله.

امت ته یی یو سپیڅلی اسلامي نظام راووړ چې د هرچا حقوق اومسؤلیتونه بیل بیل پکي واضح شوی وو .

ددي اسلامي نظام یو له مهمواوعمده اساساتوڅخه دبیان اوقلم ازادي ده ، دا ازادي ددي نظام دهروګړي مسلم حق ده ، له خپل دي حق څخه دقانون په رڼاکې استفاده کولی شي ، دبیان اوقلم دازدۍ اصلي هدف اومقصد حاکمان اوامیران خپلونیمګړتیاووته متوجه کول او هم دملت دوګړو دفکري سطحي لوړول اوپه عملي ډول دا روښانه کوي چي داسلام په سیاسي نظام کې دآمیراومأمورترمنځ کومه فاصله نشته.

درایی دازادۍ په برخه کې اسلام درایې موضوع ته کتلي چه یابه دیني موضوع وي یاغیردیني:

که غیر دیني موضوع وه، نوهرفردته یی اجازه ورکړې ترڅوخپله رایه ښکاره کړي اوداسانې لارې په توګه یې وکاروي.

بیلګې یې په لاندې ډول دي:

۱ دبدرپه غزاکې کوم وخت چه رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل لشکر ته دوړاندي تګ امر وکړ تر څوله مشرکانومخکې دبدراوبوته ورسیږي اوهغوته وخت ورنه کړي چه په اوبو باندې ولکه وکړي ، لښکرمخکې ولاړ دماسختن په وخت کې یی بدرله نژدي کوهي سره واړول ، په دي وخت کې (حباب بن منذر) دنظامي چارودیو(متخصص) په حیث رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل ایا الله تعالی درته په دي ځای کې داړولو امر کړیده اوموږبه همدلته په تم کیدلوباندي مامور یو ، اوکه تاخپله دجنګي حکمت اوتدبیر په اساس داځای غوره کړی دی ، دالله رسول په ځواب کې ورته وویل (بل هو الرأی والحرب والمکیدة)

دا زمانظراوجنګي تاکتیک دی، نوده ورته وویل یارسول الله داځای مناسب نه ده لښکرته امر وکړه چې قریشوته ترټولونژدې چینه باندې واړوی هلته به بیاموږ نوري ټولې چینې تړو اوپه خپله چینه به حوض جوړوو اوله قریشوسره به په جګړه لاس پوري کوو نوهغه وخت به له موږسره اوبه وي او دوی به له اوبومحروم وي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل (لقد اشرت با الرأی) تاډیره قوي اوغوره مشوره راکړه ، بیایی په نیمه شپه کې لشکر په هغه چینه باندي واړول کوم چه مشرکانوته ډیره نژدې وه په هغه یی ډنډونه جوړکړل اوهغه نوري چینې یی پټې کړلې .

۲ داسلام څلورواړه راشد خلیفګانو په خپلولومړنیوخطبوکې دا وویل چې اې خلکو موږپرتاسوباندي مشران وټاکل شوو خوترتاسوبهتراوغوره نه یو که مو ښه کول مرسته مو وکړی اوکه کاږه شولونوله څوکیوموپاڅوی .

۳ همدارنګه درسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې دبندیانوپه اړه دعمر اوابوبکر رضي الله عنهما اختلاف چې یوه مشهوره واقعه ده ، همدارنګه دخلافت اوځینونوروچاروپه اړه دستروستروصحابه اختلافات یی ښې بیلګې دي.

په دیني چاروکې هم هرفرد خپل اجتهاد اورایه کارولی شي اوپه نتیجه کې عمل هم ورباندي کولی شي خوپه دي شرط چه په منصوصه قضیه کې به نه وي ، او ددین له اساسي اصولواوصحیح نصوصوڅخه پکې تیری ونه شي ، هغه داسي چه قیاس داسلام له اصولوڅخه یواصل اودشریعت له مصادروڅخه یومصدرده .

د یو سوچه اسلامي نظام په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx