اقتصاد

اقتصادي دوره او انساني حاجتونه

ژباړه: استاد رباني زلمی

انسانی حاجتونه:- human wants : کله چې انسان دنیا ته راځی نو ورسره سم انسانی غوښتني هم را پیدا کېږی، په لومړی سر کې دغه غوښتني ساده په خپل لومړنی حالت کې وي او د انسانی ژوند د برقراره ساتلو پوری محدود وي مګر د وخت په تیریدو سره دغه غوښتني زیاتوالی مومي او د انسان په چاپیر کې یو اقتصادي دور په حرکت راځی، دغه دور ترهغه دوران کوي ترڅو چې انسان ژوندي وي او د انسان د مرګ سره سم دغه دوران هم ختمیږی.

اقتصادي جریان د انسان د احتیاجاتو څخه شروع کېږی او د دي احتیاجاتو د پوره کولو لپاره انسان کوښښ یا محنت کوي. د کوښښ څخه مراد هغه جسمانی یا ذهنی زیار یا کوښښ دي کوم چې مونږ یی د اخلاقی او قانونی چوکاټ دننه سرته رسوو او د کوښښ یا محنت بدله مونږ د دولت یا سرمایی په شکل کې بیرته ترلاسه کوو، دغه دولت چې مونږ یی د کوښښ په نتیجه کې ترلاسه کوو پیسی، اجناس یا توکې او خدمات وي، او د دولت د استعمال څخه مونږ خپل غوښتني پوره کوو او کله چې یوه غوښتنه پوره شی نو بله غوښتنه را پیدا کېږی او همداسی دوهمه، دریمه او په همدي شکل تر لایتناهی پوری ترڅو چې انسان ژوندي وي دغه سلسله جاری وي.

د انسانی غوښتنو ډولونه: kinds of human wants:

انسانی غوښتني په دوه ډوله دي:

الف: اقتصادي حاجتونه یا غوښتني

ب: غیري اقتصادي غوښتني یا حاجتونه

الف: اقتصادي غوښتني : economic wants :

د انسان هغه ضروریات دي کوم چې د دولت د ورکړي په نتیجه کې پوره کېږی، مثلاً خوراک، لباس او مکان یا داسی نور، کله چې مونږ د لوږی احساس وکړو نو د لوږی د لیری کولو لپاره مونږ ته د دولت ضرورت وي ترڅو د هغې په واسطه خوراکې توکې واخلو او همدارنګه کله چې د لباس ضرورت شی نو هم د دولت ضرورت وي او همداشان که چېری کوم تعمیر غواړو چې اباد یی کړو او یا یی هم واخلو نو د دي لپاره هم پیسو یا دولت ته ضرورت محسوسیږی، او کله چې مونږ سره د خوراک، لباس او تعمیر یا مکان د اخیستلو لپاره پیسی یا دولت نه وي نو بیا زمونږ دغه غوښتني نه پوره کېږی، د همدي خواهشاتو د پوره کولو لپاره انسان کوښښ کوي. د اقتصاد په علم کې زمونږ تعلق د اقتصادي ضروریاتو سره وي، د اقتصاد په علم کې مونږ په دي موضوع بحث نه کو چې د دغو ضروریاتو پوره کول اخلاقی دي او که غیري اخلاقی بلکې هر هغه ضرورت چې د هغې د پوره کولو لپاره پیسی یا دولت په کار واچول شی نو دي ته اقتصادي ضرورت وایی.

ب: غیري اقتصادي غوښتني: Non-Economic wants:

هغه غوښتني کوم چې د هغې د پوره کولو لپاره پیسو یا د دولت مصرف ته ضرورت نه وي نو دي غوښتنو ته غیري اقتصادي غوښتني وایی. یعنی دغه غوښتني د پیسو د ورکړي څخه علاوه پوره کېږی مثلاً هوا، لمر او باران په وسیله د ضروریاتو پوره کیدل او داسی نور……. د غیري اقتصادي غوښتنو د تسکېن لپاره چې کومو شیان ته ضرورت احساسیږی د دې شیانو د لاسته راوړلو لپاره انسان د دولت مصرفولو ته ضروت نه پیدا کوي او نه هم کوم کوښښ کوي بلکې دا ټول په مفت ډول سره تر لاسه کیدونکي وي.

څرنګه چې د اقتصاد په علم کې زمونږ تعلق د اقتصادي غوښتنو او دهغې د پوره کولو سره دی د غیري اقتصادي غوښتنو سره
نه نو له همدي امله مونږ دلته اقتصادي غوښتني په تفصیل سره تر بحث لاندي نیسو.

د اقتصادي غوښتنو ډولونه

Classification of Economic Wants))

هر هغه ضرورت چې انسان یی د دولت یا پیسو د مصرف په نتیجه کې لاسته راوړی د اقتصادي غوښتنو په نوم یاديږی. د اقتصاد ماهرین د انسان اقتصادي غوښتني په لاندي دریو لويو ډولونو باندي ويشلی دي.

۱—ضروریات ۲—د ژوند سهولیتونه ۳— عیش او عشرت

۱—ضروریات Necessities : د انسان هغه غوښتني دي کوم چې پوره کول یی د انسان په ژوند کې اساسی اهمیت لری او د اساسی ضروریاتو په زمره کې شامل دي، او د انسان د ژوند په ټولو چارو کې د لمړنی محرک حیثیت لرونکې دي، او دغه ضروریات لاندي صورتونه لری.

الف: د ژوند ضروریات Necessities of Life : د دي ضروریاتو څخه مطلب ټول هغه غوښتني چې د انسان په ژوند کې د هغې پوره کول یو حتمی امر دی، او د دې غوښتنو د پوره کولو څخه علاوه ژوند کول د ستونزو سره مخ کېږی مثلاً د لوږی څخه د بچ کېدو لپاره خوراک، د وجود د پټ ساتلو لپاره لباس او د اوسیدلو لپاره تعمیر یا د مکان درلودل او داسی نور دا زمونږ د ژوند ضرورتونه دي.

ب: د مثمریت ضرورتونه Necessities of Efficiency : د دي څخه مراد ټول هغه ضروریات دي کوم چې د هغې په پوره کولو سره د انسان استعداد او د کار قوه کې زیاتوالی راځی لکه د ويټامینونو خوراک او یا دهر هغه شی خوراک کوم چې د انسان روحی او جسمی حالت ته ښه والی ورکوي ترڅو چې کارونه په ښه شکل سره سرته ورسوي.

ج : رواجی ضروریات Conventional Necessities : د دي څخه مراد ټول هغه ضرورتونه دي کوم چې د رسم او رواج په بنا پوره کېږی لکه د جهیز سامان او داسی نور

د : عادتی ضروریات (Habits Necessities) : هغه ضروریات کوم چې نه د انسان د کار په استعداد کې د زیاتوالی باعث ګرځی او نه هم د ژوند په ضروریاتو کې شامل دي، بلکې یو شخص یی په غیري ارادي توګه سرته رسوي او په اینده وخت کې ورسره عادي کېږی او د یو څه وخت په تیریدو سره د انسان د راتلونکې ژوند یو ضرورت جوړیږی د مثال په ډول د سګریټ ، شرابو او یا داسی نورو شیانو استعمال چې په لومړی سر کې ورته هیڅ ضرورت نه وي بلکې د وخت په تیریدو سره د ژوند یو ضرورت جوړیږی.

۲— د ژوند سهولیتونه(Comforts of life) :

هغه ضروریاتو دي کوم چې زمونږ ژوند ته اسوده ګی او آرامی بښی، او د دي ضروریات په پوره کولو سره مونږ ته اطمینان او سکون حاصلیږی، د کار په جریان او له هغې څخه وروسته مونږ د زیاتی خستګی احساس نه کوو او د دي په مرستی سره مونږ د زیات او ښه کار کولو قابلیت ترلاسه کوو، مثلاً یو ښه فرنیچر، ښایسته او ښکلی ځایونه، برقی پکې، ایرکنډیشنر، یخچال او داسی نور..

په دي کې هیڅ شک نشته چې دا ډول شیانو او خدماتو موجوديت د انسان د کار د استعداد د زیاتوالی باعث ګرځی بلکې د کار د استعداد د زیاتوالی د خرچې د کموالی باعث هم ګرځی.

۳ – تجملی ژوند (Luxuries):

د ژوند د تجمل څخه مراد هغه اجناس او خدمات عبارت دي کوم چې زمونږ د عیش او عشرت لپاره استعمالیږی، دغه اشیا زمونږ د غوښتنو د پوره کولو او نه پوره کولو سره کوم تعلق نه ساتی که چېری دغه اشیا مونږ ته په لاس راهم شی بیا هم زمونږ د کار په استعداد کې د زیاتوالی نشي راوستلاي او که چېری نه وي بیا هم د کار په استعداد باندي کوم منفی اثر نه غورځوي، دغه اجناس زمونږ ژوند ته ښکلا بخښی، مګر زمونږ حقیقی ژوند کې کوم حقیقت نه لری خو ظاهراً شان او شوکت او په ټولنی کې د دروغجن وقار د حاصلولو لپاره ضروری بریښی د مثال په ډول موټر، رنګه تلويزیون، ښکلی بنګله، اصلی قالین، قیمتی جامی، قیمتی زیورات، جواهرات او داسی نور د عیاشی وسایل.

بعضی خلک د تعیشات (تجمل) وسایلو ته جواز ورکوي او وایی چې د دي وسایلو استعمال د انسان د اعلی کوښښونو لپاره محرک ثابتیږی، دغه انسان د زیات محنت او کوښښ کوي او د ژوند د تجملاتو پیدايښت د خلکو لپاره د روزګار مواقع رامنځته کوي.

د تعیشاتو په باره کې دغه دلایل که هرڅومره قوي وي مګر پدي کې هیڅ شک نشته چې په انسانی ژوندون کې د تعیشاتو یا د عیش او عشرت د وسایلو استعمال له امله اخلاقی او ټولنیزی تباهی رامنځته کېږی.

د اقتصادي غوښتنو پورتنی تقسیم بندي قطعی ندي بلکې نسبی دي مطلب داچې یو شی د یو انسان لپاره د ژوند ضرورت دي
مګر د بل انسان لپاره بیا د ژوند د سهولیتونو له جملی ځینی دي پداسی حال کې چې بیا دغه شی د دریم شخص لپاره د تجملی وسایلو له جملی ګڼل کېږی، د مثال په ډول د یو مشغول ډاکتر لپاره کوم چې ډیرو لیری ساحو ته د مریضانو د معاینی لپاره ورځی د موټر درلودل نوموړي ته د ژوند ضرورت دي په داسی حال کې چې د یو پروفیسور لپاره بیا سهولیت او د یو مزدور لپاره چې د چکر لپاره ورځی بیا د عیش او عشرت خبره ده یعنی دا چې یو کار په یو وخت کې که چېری یو څوک یی سرته ورسوي نو یو ضرورت، مګر که همدغه کار په یو بل وخت کې سرته ورسوي نو بیا یا سهولیت وي او یا هم تعیشات د مثال په ډول د یو لوي تجار یا کاروباری شخص لپاره څوک چې غواړی خپل کاروبار ډیرو لیری ساحو او ممالکو ته پراخه کړی نو د هغې لپاره اوږده سفرونه د ژوند اساسی ضرورت وي په داسي حال کې چې که چېری همدغه کار د ماښام په وخت کې د سیر او تفریح لپاره استعمال کړی نو بیا دغه کار د دي شخص د ژوند په سهولیتونو یا اسایشاتو کې شمیرل کېږی.
نور بیا…..

ماءخذ: خادم، حسین، ابتدائي معاشیات

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x