ټولنیزه برخه

خسوف او کسوف، دلمر او سپږمۍ توروالی

لیکنه: مفتي احسان الله

دا خبره واضحه ده، چې سپږمۍ په خپل ذات کې لکه زمکه بې نوره کره ده، رڼايې له لمر نه حاصله وي، نو کله چې زمکه دسپږمۍ او لمر په منځ کې حائله سي، دسپږمۍ رڼايې ورکه سي، دې حالت ته خسوف یا خسوف القمر وايې، او کله چې بیا سپږمۍ دزمکي او لمر په منځ کې راسي، دلمر دیوې برخي رڼا پټه کړي، دې حالت ته کسوف یا کسوف الشمس وايې.

چونکي مدار قمري او مدار ارضي په منطقة البروج یعني پر یوه سطحه برابر نه دي، بلکي هر یو له آبل سره دپنځنمو 5.5 درجو زاویه جوړه وي، نو ځکه په هره میاشت کې کسوف او خسوف هم نه وي، که چرته داسي وای، نو لازما به په هره میاشت کې خسوف او کسوف راتلل.

ډیر وخت داستقبال او اجتماع په حالت کې لمر او سپږمۍ پر یو مستقم خط باندي نه سره برابریږي، البته که پر عُقدتَینو باندي اجتماع او استقبال راسي، نو هلته بیا درې واړه پر یو خط واقع وي، نو دا ویل اسان دي، چې پر عقدتَینو باندي هم کسوف او خسوف ممکن دی.

عقدتَین ساکن پر ځای ولاړ ندي، بلکي پر منطقة البروج يې ځای بدلیږي، په یو کال کې عقدتَین نولس 19 درجې، شل 20 دقېقې او شل 20 ثانیې شا ته خوځیږي.

فایده:

دسپږمۍ مدار منطقة البروج پر دوو نقطو قطع کوي، او له دې سره دپنځنمو 5.5 درجو زاویه جوړه وي، څورلس 14 ورځي دمنطقة البروج دشمال او څورلس 14 ورځي دجنوب خوا ته وي، دتقاطع دغو نقطو ته عقدتَین وايې، پر کومه نقطه چې سپږمۍ دمنطعة البروج دجنوب نه دشمال خوا ته تېريږي، هغې ته رأس او بالمقابل ته يې ذنب وايې.

الحاصل:

دمخکني بیان څخه واضحه سوه، چې خسوف داستقبال دورځو یعني دریارلسم 13، څورلسم 14 او پنځلسم 15 له تاریخو څخه ماسوا غیر ممکن دی.

دخسوف په وخت کې سپږمۍ دزمکي په مخروطي سایه کې داخله سي، که دغه سایه پر ټوله سپږمۍ خپره سي، خسوف کلي او که يې پر یو زۍ ولګيږي، نو خسوف جزئي ورته وايې.

کامل خسوف تقریبا تر دوو ساعتو پوري رسېدلای سوای، او دخسوف له پیله بیا تر انتها پوري څلور ساعته هم اخیستلای سوای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سيد مصطفي

دعاء خسوف القمر

اللهم لاتؤاخذنا بذنوبنا و لا بأخطائنا و لا بتقصيرنا يارب العالمين أستغفرالله من كل ذنب و أتوب إليه.

میاشت ترندي نیولي

الهي ته موږ ته زموږ ګناهونه رامعاف کړی.

Baset khan

داخوسینسي خبره شوه نه دقرآن اوحدیث پربنا نوپه داویړابه زموږباورونه شي ځکه که دده خبروي ضروربایدداواقعه په کال کي یوځل واقع شي مګرداخسوف اوکسوف دوه یادری کاله کی یووارپیښه سی

افغان

بصیر خان وروره ! د خسوف او کسوف هر کال او په هغه معلوم وخت ترسره کیږی دا چه کله کله مونږ منتوچه نه یو نه خبریږو حلا خبره ده . دوهمه خبره د قران او ساینس یادونه تاسی کړی ، قران خپل ځای او ساینس خپل ځای لری ، په قران کی د ځینو ساینسی مسایلو یادونه شوی لکه پخوا فکر کیدلو چه زمکه ساکنه او لمر ګرځی دا اسلام وو چه د شرقینو او غربینو په یادونه یی د زمکی د ګردش او د لمر د سکون یادونه یی کړی ، مګر دا د دی معنی نه لری… نور لوستل »

كاسى

يوخوتاسي فه هرسه خبرياست؟

اجمل

کاسی صاحب السلام علیکم ! کشکی لمړی دی د حسن نیت او نظر د پاره لوستونکو ته ( سنت طریقه ده ) سلام یا ستاسی په خوښه ښه چاری ویلی وی ، سلام نه یواځی دعا بلکه د خلکو تر منځ کرکی او کینی کموی حتی ورک کوی . کشکی د افغان صاحب د تبصری په اړه مو څه عقلی او نقلی استدلال لیکلی وی ، که سم استدلال وی لوستونکو به تری ګټه پورته کړی او له تاسی به یی مننه . زمونږ د مسلمانانو اوبه ځانګړی دول د افغانانو لویه ستونزه د تفاهم نه شتون دی ، غوټه… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x