kandahar 1

بیاهم د کندهار له محبسه بندیان وتښتیدل – سرمقاله

د تیرې سه شنبې په ورځ یوځلې بیا له کندهار محبسه د مخالفینو دیوه ځانګړي تکتیک له مخې په لسګونو طالب بندیان په وتلوبریالي شول .

د رسنیو د ورکړل شویو رپوټونو له مخې یاد بندیان د کندهارولایت د ملي امنیت ادارې د یوه جعلي مکتوب په وسیله دمحبس چارواکوته ور پیژندل شوي او هغوی ته يې د خلاصون د ستور ورکړل شوی وه .

طالبانو په خپل رسمي سایټ کې د دغو بندیانو شمیره ۲۳ تنه ښودلې خو نورو رسنیو ۱۲ کسه یاد کړي چې د دولتي چارواکو په حواله دهغو له جملې دوه تنه بیرته اسیر شوي .

دا لومړی ځل نه دی چې د کندهار له محبسه طالب بندیان په تیښته بریالي کیږي ، دوه ځلې تر دې له مخه هم طالبان وتوانیدل چې په سلګونو تنه خپل نیول شوي افراد له یاد محبسه خلاص کړي ، خوداځل د هغوئ د وتلو یاتیښتې نوعیت له مخکنیو هغو سره ډیر فرق لري.

داځل مخالفینووکړای شول له داسې تکتیکه کارواخلي چې هغه د امنیتي ادارو په منځ کې یوپربل باندې د سختې بي باوري او بي اعتمادي لامل ګرځیدای شي.

ځکه نن چې مخالفینو د خپلو نفوذي تکتیکونو په وسیله د دولتي چارواکو ادارې سیسټم په نښه کړ ،سباکولای شي د همدې تکتیک په وسیله دهغوئ له منځه یو دبل پرخلاف دستوري اوامرصادر ولای شي اود دولت په نورو عمده اداري تشکیلاتو کې نفوذ کولای شي.

د دولت په اداري سیسټم کې موجود فساد ټولو دغه ډول واقعاتوته دپیښیدو ښه زمینه مساعده کړې، نن چې مخالفینو وکړای شول د یوه جعلي مکتوب په وسیله خپل په لسګونو مهم افراد له محبسه وباسي سبا نورې مافیايي ډلې هم کولای شي له دغو لارو چارو څخه په استفادې سره هغه خطرناک جنايي بندیان چې د خلګو په قتل او یانورو جنايي جرمونو تورن دي په اساني سره له دولتي محبسونو وباسي .

همدا ډول له دې لارې د دولت نور امنیتي ، مالي او قضايي سیسټمونه په نښه او دځان په ګټه تري استفاده وکړي .

استخبارات او امنیتي ځواکونه د دولت د نورو قواو په منځ کې تر ټولو مهم او حساس ارګانونه دی او د بل هر ارګان په نسبت د امنیت ساتنې او مراقبت په برخه کې دوی ستر مسؤلیت لري ، داچې تر نورو ټولو له مخه لومړی د غه حساس ارګانونه دجانب مقابل لخوا متضرر او په نښه کیږي دا د دې مانا لري چې زمونږ په هیواد کې دملي امنیت او امنیتي ځواکونو په نوم ارګان اصلا شتون نه لري .

که څه هم چې امریکایان او دولتي لوړ پوړي چارواکي اداعاکوي چې ۳۳۷ زره تنوپه موجودیت سره افغان امنیتي ځواکونه د هیواد د امنیت ساتلو توان لري خو د دغه ډول پیښو په رامنځته کیدو سره دغه ټولې خبرې تشې ادعاوې ښکاري اوپه دې اړه حقیقت دادی چې امنیتي ځواکونه د خپل ځان دساتلو توان هم نه لري .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د