افغانستانخبرونه

ننګرهار: اچين کې د محلي پوليسو قوماندان ولسي وګړي وژني

نن ټکی اسیا (سې شنبه، ۱۷زمری، ۱۳۹۶): د ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ خلک او قومي مشران وايي، چې په ياده ولسوالۍ کې د محلي پوليسو قوماندان بلال پاچا د طالب او داعش په نوم ولسي وګړي وژني.

دوی زياتوي، چې نوموړي قومندان د يکشنبې په ورځ هم یو تنکی ځوان (فضل امين) چې هيڅ کومې ډلې سره يې اړيکې نه لرلې، په ډزو ووژلو.

د وژل شوي کس خپلوان وايي، چې د اربکيانو قومندان بلال پاچا شخصي دښمنۍ کوۍ او د خلکو لپاره قتلونه کوي.

د حيات الله په نوم يو کس وايي، چې په وژل شوي کس يې د امارتي تور پورې کړ او ويې وژلو خو په وينا يې چې دغه ځوان نه امارتي و او نه يې له بلې کومې وسله والې ډلې سره اړيکې وې، هغه بل کال يې ورته ورور وژلی و او اوس يې دا ووژلو، ښايي له دې کس به يې ويره لرله.

د دغه ولسوالۍ قومي مشر ملک محمدالله رسنيو ته ويلي، چې وژل شوي کس هيڅ کومې ډلې سره اړيکې نه درلودې او په خبره يې چې بلال پاچا قومي شخړې رامنځته کوي، د موټروانانو نه په زور پيسې اخلي، ولسي وګړي زوروي او د خلکو شخصي ځمکې يې په خپل سر ويشلې دي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازی عصمت شينواری تائيدوي چې بلال پاچا ولسي وګړي وژلي، عام خلک يې زورولي او وايي چې د هغه په اړه يې د ولس شکايتونه دولت ته رسولي، خو تر اوسه يې پر وړاندې هيڅ اقدام نه دی شوی.

د يادې ولسوالۍ اوسېدونکو ګواښ وکړ، که خبره يې وانورېدل شي نو په لاريون به لاس پورې کړي او د ننګرهار-تورخم لويه لاره به د ترافيکو پر مخ وتړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د محلي پوليسو له کړنو او په ولسي وګړو له ظلمونو څخه دغه ډول راپورونه ورکول کېږي، مخکې تر دې هم محلي پوليسو د خلکو په وژنو، غلاوو او د ولسي وګړو په زورونه دريغ نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x