افغانستان

طالبانو په هلمند کې د عام المنفعه خدماتو ویډیويي راپور نشر کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷زمری، ۱۳۹۶): طالبانو په هلمند ولایت کې د هغو ټولګټو پروژو په اړه ویډيويي راپور نشر کړی، چې د دوی تر واک لاندې سیمو کې عملي کیږي.

راپور د هلمند ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د بیارغونې، ښوونې او روغتیايي چارو ژوندۍ صحنې عکاسي کړي چې د طالبانو په ملاتړ او همکارۍ پرمخ روانې دي.

په ویډیويي راپور کې د چاه انجیر-ګرشک ترمینځ غځیدلی سړک په داسې حال کې لیدل کیږي چې د پخولو چارې يې د طالبانو تر څارنې لاندې ترسره کیږي.

دغه سړک ۱۰ متره عرض لري او اوږدوالی یې ټولټال ۳۱.۶ کیلومترو ته رسیږي او په اوږدو کې یې د پنځو پلونو د رغونې چارې هم روانې دي. طالبانو ویلي چې د پروژې د امنیت لپاره یې ځانګړي امنیتي کسان ګومارلي.

د یاد سړک د رغونې د پروژې مدیر (انجینر نصر الله نصرت) د طالبانو له همکارۍ څخه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ارامۍ په فضا کې خپلې رغنیزې چارې پرمخ وړي.

دغې ویډیو د هلمند ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د یو بل سړک د جوړولو صحنې هم عکاسي کړي او په کې د سیمې اوسیدونکي د طالبانو له واکمنو چارواکو څخه مننه کوي چې د ولسي خلکو په همکارۍ يې په لومړي ځل دغه سیمه له پاخه سړک څخه برخمنه وګرځوله.

د طالبانو دغه راپور د سنګین ولسوالۍ د بریښنا سټیشن د هغې ودانۍ تعمیراتي چارې هم په خپل خبري پوښښ کې رانغښتي، چې د دوی تر واک وړاندې ترې دولت د نظامي مرکز په توګه استفاده کوله.

همدا راز یې د هلمند ولایت د موسی کلا په ولسوالۍ کې د مرکزي روغتون او مکتب ویډیويي صحنې هم خپرې کړي چې د طالبانو تر واک او مراقبت لاندې خپل روغتیايي او ښوونیز خدمات وړاندې کوي.

د ویډیو په یوې برخه کې د یادې ولسوالۍ عام وګړي له دولتي عسکرو شکایت کوي چې د طالب په نامه یې ځورولي، بندیان کړي او وژلي دي خو اوس یې د طالبانو له ورتګ وروسته د آرامۍ ساه اخیستې.

هېره دې نه وي چې د هیواد په جنوب کې هلمند یو له هغو ولایتونو څخه دی چې ډیره خاوره یې د طالبانو تر واک لاندې ده او د وروستیو جګړو له کبله دغه ولایت د سقوط په مورګو ولاړ دی.

طالبان په هلمند ولایت کې له عام المنفعه پروژو سره د خپل ملاتړ بېلګې په داسې حال کې د مستندې ویډيو په شکل خپروي، چې یو شمېر دولتي چارواکي یې د عامه تاسیساتو په زیانمنولو تورنوي، کومه ادعا چې طالبانو په تکراري ډول په کلکه رد کړې او هغه یې د خپل ځان په وړاندې د روانې شپاړس کلنې هراړخیزې جګړې یوه حربه بللی.

یاده ویډیو نن ټکی اسیا ته رارسیدلې، چې د لاندې لینک په مټ یې کتلی شئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x