افغانستانخبرونه

غور: سيمه ييز قوماندان د يوې کورنۍ څلور غړي وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷زمری، ۱۳۹۶): د غور ولايت په مرکز کې يو تن سيمه ييز قوماندان د يوې کورنۍ څلور غړي په ډزو سره وژلي دي.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند اقبال نظامي پېښه تائيدوي او وايي، چې تېره ورځ د فيروز کوه په سيمه کې نامسوله وسله والو د نوراحمد په نوم يو کس او د هغه درې ماشومان بچي، چې له ده سره يې په کرونده کې کار کولو وژلي دي.

نوموړی وايي، چې دغه بزګر شخصي دښمني نه لرله او د پېښې د لامل په اړه يې نور معلومات نه دي ورکړي.

ځايي سرچينې وايي، چې یاد قوماندان خپلو وسله والو ته د دغه کسانو د وژنې امر کړی او په خبره يې چې نوموړی قوماندان له دولت سره هم اړيکې لري.

د سرچينو په وينا، دغه قوماندان په فیروز کوه سيمه کې ځمکې لري او هره ورځ ورته تګ راتګ کوي خو حکومت يې په وړاندې هيڅ عکس العمل نه دی ښکاره کړی.

ځايي اوسېدونکي وايي، چې دغې قوماندان، نوراحمد او ځامن يې ځکه ووژل چې ځمکه او ميراث يې ده ته پاتې شي.

د راپورونو له مخې په غور ولايت کې لسګونه وسله والې ډلې فعاليت کوي چې د وګړو شمير يې زرګونه کسانو ته رسېږي، چې د ولسي خلکو د وژنو سربيره په غلاو او ځورونو کې هم لاس لري او د دغه ولايت په ځينو سيمو کې له عامو خلکو څخه باج اخلي.

ويل کېږي، حکومتي چارواکي د دغه ناقانونه وسله والو کسانو ملاتړ له ځان سره لري، ځکه يې څوک پر وړاندې غږ نه شي کولی..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x