نړۍ

سعودي وایی په سیمه کې د ټرمپ له سیاسته خوښ یو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷زمری، ۱۳۹۶): په واشنګټن کې د سعودي سفیر امیر خالد بن سلمان بن عبدالعزیز د واشنګټن پوسټ سره په مرکه کې ویلي چې مونږ په منځني ختیځ کې د ټرمپ له سیاست څخه راضي یو او د نوموړي له راتګ وروسته د سعودي او امریکا اړیکې تر پخوا ډیري ټینګي شوی دي. او زیاته یې کړه مونږ ډېر خوښ یو چې د امریکې ولسمشر ټرمپ په سیمه کې د «تروریزم» او ایراني نفوذ پر ضد د مبارزې اراده لري، مونږ یې په ملګرتیا ډېر خوښ یو.

نوموړي همداراز د قطر پر سیاست باندي نیوکه وکړه او وې ویل چې قطر یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په رسمي ډول د تروریزم ملاتړ کوي.

سفیر وویل چې په سوریه کې د القاعده ډلې تنظیمونو سره د قطر مالي ملاتړ څرګند دی او زیاته یې کړه چې په سعودي کې دننه هم دغه هیواد د وسلوالو او سیاسي مخالفینو ملاتړ کړی چې له امله یې دوی باندی بندیزونه ولګول.

امیر خالد بن سلمان همداراز وویل چې اسامه بن لادن سعودی نه وو، بلکې د نوموړي څخه د سعودی تابعیت هغه وخت لا سلب شوی وو کله چې هغه په سوډان کې وو او د امریکې پر ضد یې د جهاد اعلان نه وو کړی.

نوموړی وویل چې اسامه او القاعدې ډلې د کال ۲۰۰۱ په ۱۱م سپتمبر بریدونو کې د سعودي اتباعو څخه ځکه کار واخیست تر څو د امریکې او سعودي اړیکې سره خرابي کړي.

باید وویل شي چې څه موده تر مخه د امریکا کانګریس د «جاسټا» په نامه یو قانون منظور کړ چې له مخې یې د ۱۱م سپتمبر قربانیان کولای شي چې د سعودي څخه بدل وغواړي ځکه چې په بریدګرو کې ددغه هیواد اتباع زیات وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ.المائده-۵۱معنی:اۍ مؤمنانومه جوړوۍ تاسویهوداونصارادوستان ځنی ددوی دوستان دځینودی اوڅوک چه دوستان ونیسی دوی له تاسونه نوبیشکه هغه له دوی نه دی بیشکه الله هدایت نه کوی قوم دظالمانوته.اۍ دایمان خاوندانو دالله کلام په ترجمه وه وایاست په یا د یی زده کۍ دالله وبیریږۍ د دی دنیاپه ښواوښادیومه غولیږۍ لکه دسعودی حکمرانان الله د دوی ترنظرحق باطل اوباطل حق ګرزولۍ دۍ – دامریکاجنایات اوقتل عام په افغانستان،پلستین،مصر،سوریی اوټوله اسلامی نړۍ کی حق ورمعلومیږی ،له پورته آیاته واضح منکردی،اودمکی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x