
د سجدة تلاوت ضروري مسائل !
مفتي عبدالباقي احسان
د سجدة تلاوت د کولو طریقه!
سجدة د تلاوت نیت نه غواړي، بلکه د ( الله اکبر ) په وییلو سره به سړی سجدې ته ځي، یوه سجده به کوي، د الله اکبر په وییلو سره به سر را پورته کوي. سجده د تلاوت واجب ده، خو تکبیرونه یي سنت دي، که څوک بیله تکبیره سجده د تلاوت وکړي، سجده یي د کراهت سره اداء کیږي. رکن یي صرف یو وار سجده کول دي.
هو أن یسجد سجدة واحدة بین تکبیرتین، تکبیرة للسجود، و تکبیرة للرفع و لا یقرأ التشهد فیها و لا یسلم، و التکبیرتان مسنونتان، فلو سجد دون تکبیر صحت السجدة مع الکراهة، و رکنها واحد، هو وضع الجبهة علی الأرض أو ما یقوم مقامه من الرکوع و السجود. مرشد المصلي ص ۲۰۶ طبع: مطبعة العاني – بغداد
سجدې د تلاوت به هره یوه جدا جدا کوي، که ټولي په وار؟
د تلاوت سجدې به هره یوه جدا جدا تر تلاوت وروسته سمدستي کوي، که یي و ځنډولې او ټولي یي په یو وار وکړې د کراهت سره اداء کیږي.
و هل یکره تأخیرها عن وقت القراءة، ذکر في بعض المواضع، أنه اذا قرأها في الصلاة، فتأخیرها مکروه، و ان قرأها خارج الصلاة لایکره تأخیرها، و ذکر الطحطاوي أن تأخیرها مکروه مطلقا و هو الأصح. بحرالرائق ج ۲ ص ۲۱۱.
و أدائها لیس علی الفور، حتی لو اداها في أی وقت کان یکون مؤدیا لا قاضیا. فتاوی عالمګیري ج ۱ص ۱۳۵.
کوم شخص چي په مجلس کي تلاوت کوي!
هغه شخص چي په مجلس کي په زوره تلاوت کوي، هغه مستحب داده چي د سجدې آیت آهسته ووایی، ځکه چي سجدة د تلاوت پر تلاوت کوونکي او اوریدونکي دواړو باندي لازمیږي؛ کیدلای سي چي په اوریدونکو کي څوک سستي وکړي او په معصیت کي ولویږي، او خلګ باید تر خپله توانه د معصیت څخه وساتل سي.
و لو قرأ آیة السجدة و عنده ناس … ینبغي أڼ یخفض قرائتها، لأنه لو جهر بها لصار موجبا علیهم شیئا، ربما یتکاسلون عن ادائه فیقعون في المعصیة. بحرالرائق ج ۲ ص ۲۲۵.
که سجدة د تلاوت د لمانځه څخه وتلي سړي د امام څخه واوریده!
که امام په لمانځه آیت د سجدې تلاوت کړی، د لمانځه څخه خارج سړي دغه آیت د سجدې واوریدی، پر دغه خارجي سړي باندي سجده د تلاوت لازمیږي.
و لو سمعها من الامام، اجنبي لیس معهم في الصلاة، و لم یدخل معهم في الصلاة لزمه السجود. هندیة ج ۱ ص ۱۳۳
د سجدې و ایت ته په کتلو سره بیله تلاوته باندي سجده نه لازمیږي!
که یو چا د سجدې د تلاوت آیت ولیکی یا یي بیله تلاوته نظر ورته وکړی، پر دغه سړي باندي سجده د تلاوت نه لازمیږي.
و کذا لا تجب بالکتابة او النظر من غیر تلفظ، لأنه لم یقرأ و لم یسمع. حلبي کبیر ص ۵۰۰.
په تلاوت کي د سجدې آیت پریښوول مکروه دی!
که یو شخص په تلاوت کي د سجدې آیت پرېښووی، دغه کړنه یي مکروه ده، ځکه چي قاري په دغه کار سره مشابهت د هغه چا سره کوي چي الله جل جلاله ته د سجدې څخه تښتي.
ویکره أن یقرأ سورة، و یترک آیة السجدة لأنه یشبه الفرار عن السجدة و الاستنکاف عنها. حلبي کبیر ص ۵۰۰.