افغانستان

زابل کې د دولتي روغتونونو ودانۍ شته، خو درملنه نه

د زابل یوشمیر اوسیدونکي او د ولایتي شورا وکیلان ددې ولایت ولایتي روغتون ناروغانو ته په نه پاملرنه تورنوي، دوی وايي چې په روغتون کې زیاتې ستونزي شتون لري او اړوند چارواکي باید جدي ګامونه پورته کړي. خو دولایتي روغتون چارواکي که څه هم ستونزي مني خو وايي دومره ندي چي دخلکو ژوند يې دګواښ سره مخ کړی ده.

دزابل یوشمیر اوسیدونکي په ولایتي روغتون کې ډاکټران وناروغانو ته په نه پاملرنه تورنوي، دوی وايي کله چي روغتون ته ناروغان دتداوي په موخه یوسي نو ډاکټران په مرکو باندي راولي او دخپلو ناروغانو تداوي ورباندي کوي. دوی همداراز وايي چي ډیری وخت خپل ناروغان دولایتي روغتون دنه پاملرنې له کبله وکندهار او یاهم ګاونډي هیواد ته وړي ځکه چي په ولایتي روغتون کې يې تداوي په سم ډول نه کیږي.
دوی دمرکزي دولت څخه پدې اړوند داصلاحاتو غوښتونکي دي.

دولایتي شورا وکیلان هم دخلګو ستونزه پرځاي بولي او مرکزي دولت ودې ولایت ته په نه پاملرنه تورنوي او غوښتنه کوي چي اړوند ادارې باید ودې ولایت ته پاملرنه وکړي. دوی په ولایتي روغتون کې دمسلکي ډاکټران نشتوالی یوه لویه ستونزه بولي.
خو ددې ولایت دولایتي روغتون سرپرست رېیس ډاکټر محمد هاشم توخي که څه هم دخلګو ستونزي پرځای بولي خو وايي دومره ندي چي دخلګو ژوند يې دګواښ سره مخ کړی ده.
ښاغلی توخي دمسلکي ډاکټران نشوالی یوه لویه ستونزه بولي او مرکزي دولت څخه غوښتنه کوي چي زابل ته پدې برخه کې خپله پاملرنه زیاته کړي.

دا لومړی وار نه دی چې زابلیان دولت څخه د رغتونونو په اړه شکایت کوي، بلکې تردې وړاندې يې هم څو ځل شکایتونه کړي، ولې د دولت لخوا ورسره  همکاري نه ده شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x