fbpx

له بدو والدینو سره څنګه چلند وکړو ؟

ژباړه : عطا محمد میاخېل    

بد والدین بېلابېل ډولونه لري، که چېرې تاسو هم داسې والدین لرئ، چې په احساسي ډول مو ځوروي، نو لاندې ټکي کولای شي، چې له تاسو سره مرسته وکړي .

پړاوونه : 

۱ ـــ هر وخت له خپلو هغو دوستانو یا د کورنیو له غړو سره، چې د باور وړي دي، د زړه خواله وکړئ . دا شونتیا شتون لري، چې د هغوی هم ستاسو د والدینو چلندونو ته  پام شوی وي .

۲ ـــ خبرو کولو ته دوام ورکړئ، که چېرې یوه کس ستاسو په خبرو باندې باور ونه کړ یا یوه تاسو وویل، چې ستونزه مو دومره هم ستره نه ده، نا هیلي کېږئ مه . کله وخت هغه هلکان، چې نورو ته د خپلو بدو والدینو په اړه وایي، جدي مه نیسئ، ځکه له جسمي پلوه یې زیان نه دی لیدلی، که تاسو هم له دا ډول پېښې سره مخامخ شوي یاست، نو هغه کس ته ووایئ، چې احساسي ځور داسې ټپونه پرځای پرېږدي، چې د رغېدو له پاره یې ډېرې مودې ته اړتیا ده .

۳ ـــ که چېرې هر څه له کنټروله ووتل، نو پولیسو یا داسې یوه کس ته، چې په اړه یې فکر کوئ ورشئ، تر هغه وخته چې خبرو ته مو غوږ نه دی نیولی، غلي مه کېنئ .

۴ ـــ ژورې ملګرتیاوې را منځته کړئ او په ډېرو فعالیتونو کې ګډون وکړئ، دا کار له تاسو سره مرسته کوي، چې وکولای شئ، له خپلو والدینو سره ستونزه، له خپل ذهن څخه بهر کړئ او په غوره توګه هغوی ومنئ .

۵ ـــ هڅه وکړئ، چې له خپلو والدینو سره خبرې وکړئ، بې بنسټه هیلې مه لرئ ـــ نه غواړئ چې ناهیلي مو کړي .

۶ ـــ له خپلو والدینو څخه د لرې کېدو یوه لاره پیدا کړئ، یو له هغو خپلو خپلوانو څخه مو وغواړئ او هغه ته ورشئ یا د یوې لرې سیمې پوهنتون وټاکئ، چې له هغوی څخه لرې شئ .

ټکي :

آرامه اوسئ، وخت په یوازې توګه تېر کړئ، خپل احساسات یاددښت کړئ، څو ژورې ساه ګانې وباسئ او کله چې آرامه شوئ، نو په ډېرې آرامۍ او مهربانۍ له والدینو سره خبرې وکړئ . د بېلګې په توګه : مورې ! بښنه غواړم، کله چې ماته پام نه کوې او خبرو ته مې غوږ نه نیسې، نو غوسه کېږم . داسې فکر کووم، چې ستا له پاره هېڅ ارزښت نه لرم . فکر کووم، که چېرې رښتیني واوسو او خپله آرامتیا وساتو، نو کولای شو، چې خپله ستونزه حل کړو . له نا مناسبو او نا درنښتیزو کلمو څخه ګټه مه اخلئ، که چېرې ګرم هم نه یاستئ، بښنه وغواړئ . هڅه وکړئ، چې ګذشت ولرئ .

ـــ ناهیلي کېږئ مه .

ـــ ځان ته زیان مه رسوئ .

ـــ د ځان وژنې په اړه فکر مه کوئ .

ـــ لږ پیسې پس اندازه کړئ، په ډاډ سره ویلی شم، چې اړتیا ورته پیدا کوئ .

ـــ نالیدلي یې ونیسئ .

ـــ د هغو بدو خبرو په خاطر، چې والدین یې تاسو ته وایي، ځان ګرم مه ګڼئ .

ـــ د شونتیا په صورت کې، له هغو سره له مخامخ کېدو څخه ډډه وکړئ . هڅه وکړئ، چې خپل وخت په جلا کوټه کې یا د دوستانو کره تېر کړئ .

ـــ د چارو د کنټرول له پاره، د اوږد مهالو حل لارو په لټه کې واوسئ . د بېلګې په توګه : له هغه کور او ځای څخه بل ځای ته تګ یا د لرې سیمې پوهنتون ټاکل .

ـــ په خپلو والدینو باندې له چیغو وهلو او هغوی ته له بدو ردو ویلو څخه ډډه وکړئ، که چېرې په هغوی باندې چیغې ووهئ او یا ورته بدې ردې ووایئ، نو دا کار هرڅه خرابولی شي .

خبرداری :

ـــ هېڅکله هېڅ ډول بې احترامي مه کوئ .

ـــ که چېرې نالیدلي یې نیسئ، نو مه پرېږدئ، چې ډېر درسره مخامخ شي، ځکه دا کار یې غوسه کوي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د