په اروایي روغتیا او احساساتو باندې د مطالعې اغېز

ژباړه : عطا محمد میاخېل  

په روغتیا باندې د مطالعې اغېزه :

ډېر مو اورېدلي دي، چې مطالعه په ذهني وړتیاوو، روحیاتو او احساساتو باندې حیرانوونکې اغېزې لري . آیا سمه ده ؟ موږ دلته د یوې څېړنې څو برخې راوړي، چې ثابتوي مطالعه یو غوره او ګټور فعالیت دی . دې لیکنې ته سر ورښکاره کړئ او دا پیدا کړئ، چې د کتاب لوستل ولې کولای شي، تر ټولو غوره تصمیم وي، چې نیولی مو دی .

مطالعه اروایي فشار را کموي :

کله چې اروایي فشار لرئ، نو د کوم کار ترسره کول غوره ګڼئ ؟ پلی مزل کوئ ؟ موسیقي اورئ ؟ د ساسکس پوهنتون څېړونکو ډاډ څرګند کړی، چې د اروایي فشار پرمهال باید مطالعه وشي، ترسره شوو څېړنو ښودلې، چې مطالعه د پلي مزل، موسیقي او حتا قهوې په پرتله، په اروایي فشار باندې د غلبې له پاره، تر ټولو غوره تګلاره ده . هغه کسان چې تر ازمېښت لاندې راغلي وو، د شپږ دقیقه ایزې مطالعې پرمټ توانېدلي وو، چې خپل اروایي فشار را کم کړي .

مطالعه د بې خوبۍ درملنه کوي :

ثابته شوې، چې مطالعه آرامتیا او خوب ته د چمتو والي له پاره یوه تر ټولو غوره او اغېزمنه لاره ده . د موبایل رڼا او ټلویزیون مغز ته دا پیغام ورکوي، چې اوس د راویښېدلو وخت دی، په داسې حال کې، چې په تته رڼا کې کتاب لوستل توپیري اغېز لري، ځکه مغز دا تشخیصوي، چې اوس د استراحت وخت دی .

مطالعه له موږ څخه یو نرم او مهربان انسان جوړوي :

   کله چې کتاب مطالعه کوئ، په ځانګړې توګه کیسه ایز کتابونه، له احساسي نظره د کیسې ژورو ته ځئ او د کیسې له اتلانو سره احساسي اړیکه ټینګوئ . څېړنو ښودلې، هغه کسان چې له احساسي پلوه، له کیسې سره اړیکه ټینګوي، په رښتینې نړۍ کې مهربان او زړه خوږي انسانان دي .

مطالعه د مغز کړنې پیاوړې کوي :

   څېړنو ښودلې، چې موږ انسانان له مطالعې وروسته هوښیارېږو، د کتاب له پای ته رسېدو څخه څو ورځې وروسته، زموږ په مغز کې مثبت بدلونونه را منځته کېږي . پوهانو موندلې، چې د مغز د کړنو ښه والی، په مغز کې د سختو او شدیدو اړیکو او عصبي بدلونونو له کبله دی، چې په عضلاتي حافظه کې را منځته کېږي .

مطالعه خپګان له منځه وړي :

د وروستیو څېړنو پر بنسټ، مطالعه له خپګان او اروایي فشاره سره د مبارزې له پاره تر ټولو غوره تګلاره ده . په دې څېړنو کې هغه ناروغان، چې له خپله لوستونکي لارښود کتاب څخه د اروایي فشار او خپګان د له منځه وړلو له پاره یې ګټه اخیستله، د هغو کسانو په پرتله یې ډېر ژر وکولای شول، چې خپل اروایي فشار را کم کړي، کوم چې کار پوهانو ته ورتلل .

مطالعه انسان جذابوي :

    په ډاډ سره ویلی شم، چې یو ځیرک او پوه انسان د نورو له پاره ډېر جذابیت لري . هر هغه څوک چې وکولای شي، د موضوع په هر اړخ باندې بحث وکړي، نو د خلکو پام ځانته را اړوي او د نورو د ستاینې وړ ګرځي .

مطالعه له موخې لرلو او په ستونزو باندې له غلبې سره مرسته کوي :

  هر څومره، چې ډېره مطالعه وکړو، نو تر ډېره ځان د کتاب د اتلانو په چوکاټ کې وینو او د هغو د چلند نمونې خپل ژوند ته را لېږدوو، دا په دې مانا ده، چې د یوه ښه کتاب د بېلګو په څارلو سره، خپلې مینې او موخې ته د رسېدو انګېزه پیدا کوئ .

مطالعه انسان ټولنیز کوي : 

کوم کسان چې مطالعه کوي، نو په بېلابېلو ټولنیزو او فرهنګي فعالیتونو کې د ګډون انګېزه پیدا کوي .

مطالعه د حافظې او تفکر وړتیاوې پیاوړې کوي :

هر کله چې مطالعه کوئ، نو په واقعیت کې خپل ذهن ته روزنه ورکوئ، کله چې له نوو کلمو سره مخامخ کېږئ، نو مفهوم یې پیدا کوئ او په خپله لنډ مهالې حافظه کې یې زېرمه کوئ . څېړنو ثابته کړې، چې مطالعه د شخص د درک د قوې زوال او له منځه تګ را کموي. هغه کسان چې خپل ذهن د مطالعې پرمټ را پاروي، نو په غوره توګه کولای شي مغز ژوندی وساتي .

مطالعه د لغتونو کړۍ پراخوي :  

د مطالعې پرمهال، کله چې له هغو کلمو سره مخامخ کېږئ، چې په عادي توګه ترې کار نه اخلئ، حتا هغه کلمې، چې هېڅ مو نه دي اورېدلي او د دې کلمو په مانا باندې د کتاب له متن څخه پوهېږئ، نو له دې کبله مطالعه نه یوازې ستاسو د لغتونو کړۍ پراخوي، بلکې ستاسو پوهه او ادبیات هم پیاوړي کوي .

مطالعه د لیکلو مهارتونه پیاوړي کوي :

    کله چې مطالعه کوئ، په نا ببره توګه د لیکوال د لیکلو له تګلارې څخه تقلید کوئ، لکه څنګه چې ځوان موسیقي پوه د یوه ځانګړي ژانر تر اغېزې لاندې راځي، نو ستاسو د لیکوالي تګلاره هم د هغو کتابونو تر اغېزې لاندې راځي، کوم چې مطالعه کوئ یې .

کتاب لوستونکي له ښې روغتیا څخه برخمن دي :  

   څېړنو ثابته کړې، هغه کسان چې له مطالعې سره مینه لري، ډېر ورزش کوي، د هغو کسانو په پرتله ډېر لېواله دي، چې خپل د بېکارۍ وخت د نورو تګلارو پرمټ تېروي  . کتاب لوستونکي، خپل ډېری وخت په ورزشي لوبغالو کې تېروي، نو له دې کبله، له ښې روغتیا څخه برخمن دي .

مطالعه له تاسو سره مرسته کوي، روڼ اندي او مینه ناک واوسئ :

   ادبیات او کیسې د نویو افکارو او نظریو له پاره ذهن پرانیزي او فکري هسک لا پسې پراخوي .

مطالعه د بهرنیو ژبو له زده کړې سره مرسته کوي :

هغه کسان چې په مطالعه باندې عادت شوي دي، نوي څیزونه په چټګه او آسانه توګه زده کوي . دا ښکارنده ( پدیده ) د بهرنیو ژبو په زده کړه کې ډېره مشهوره ده .

مطالعه د اورېدو پر وړتیاوو باندې مثبته اغېزه لري :  

   که باور ولرئ او یا یې هم ونه لرئ، مطالعه کولای شي، چې د اورېدو پر وړتیاوو باندې اغېزه وکړي . د مطالعې پر مټ کولای شئ، چې په نویو کلمو او ګرامرونو باندې ژر پوه شئ . که چېرې په لوړ غږ مطالعه وکړئ، نو دا اغېز لا پسې ځواکمنېږي .

مطالعه خلاقیت پیاوړی کوي :

له ساده متنونو سره رنګین انځورونه د ماشومانو پر خلاقیت او هنري مهارتونو باندې مثبته اغېزه کوي، دا اغېزه په ځوانانو کې هم څرګندېږي .

مطالعه د ژر را منځته کېدونکې هېرې مخنیوی کوي :

هغه کسان چې له مطالعې او د متقاطع کلمو د جدول له حل کولو سره مینه لري، نو ډېر کم د آلزایمر ( هېرې ) په ناروغۍ اخته کېږي . مغز هم د بدن د نورو غړو په څېر ورزش ته اړتیا لري، نو د هغه له پاره غوره ورزش مطالعه ده .

په لوړ غږ کتاب لوستل له ماشومانو سره ستاسو اړیکې پیاوړې کوي :   

ارواپوهانو په دې باندې اعتراف کړی دی، که چېرې د خپلو ماشومانو له پاره په لوړ غږ کیسې ولولئ، نو له هغوی سره به ځانګړې اړیکې را منځته کړئ، له دې امله هڅه وکړئ، چې د خپلو ماشومانو له پاره ډېر کتاب ولولئ . د یادونې وړ ده، چې ټلویزیون او بله هره کړنه، نه شي کولای، چې په دې کچه اغېزمنه وي .

مطالعه مرسته کوي، چې له مالي ستونزو سره مقابله وکړئ :

د سواد شمېرنې پر بنسټ ۴۳ سلنه هغه کسان، چې لیکل او لوستل کولای شي، د باسواده انسانانو په پرتله ۴ سلنه په بېوزلۍ کې شپې او ورځې تېروي .

مطالعه په ښوونځي کې د ماشومانو له ښې او غوره زده کړې سره مرسته کوي :  

هغه هلکان چې له ښوونځي مخکې یې مطالعه کوله او په ټوله کې له مطالعې سره مینه لري، نو په ښوونځي کې له ښې زده کړې څخه برخمن دي، هغوی نه یوازې په لوستلو کې، بلکې په رضیاتو او ټولو علومو کې بریالي دي .

مطالعه په مجرمینو باندې مثبته اغېزه ښندي :

مطالعه د زندانیانو په منځ کې د جرم تکرار، چې د سواد زده کړې ډېر پړاوونه یې په بریالیتوب سره پای ته رسولي، دېرش سلنه را کم کړی دی .

مطالعه له تاسو څخه یو غوره وینا کوونکی جوړوي :  

هر څومره چې ډېرې کیسې ولولئ، نو په هماغه کچه به غوره کیسه ویونکي شئ . هغه کسان چې تل مطالعه کوي، ښه پوهېږي، چې د کیسې ویلو پرمهال، له کیسې څخه څنګه غیر ضروري او اضافي معلومات لرې کړي او په اورېدونکو باندې څنګه اغېزه وښندي . دا کسان په ټولنه کې ډېر د پام وړ دي .                          

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د