
۶۵ زره ډالره، د هټلر د کتاب قیمت
د امریکا په مشهور ښار لاس اینجلس کې د ایډولف هټلر دوه جلده کمیاب کتاب «مائن کیمفپ» په ۶۴۸۵۰ ډالر خرڅ شو. ددغې کتاب ارزښت د هټلر لاسلیک چې د مقالې په پای کې يې کړی خورا زیات کړی.
دغه کتاب په ۱۹۲۵ او ۱۹۲۶ کلونو کې په کتابي بڼه خپره شوه، ددغې کتاب اصلي بڼه یو نامالوم امریکايي د «نیټ اینډ سینډرز» څخه په بیه اخیستې وه. د هټلر د دوه جلده کتابونو لیلامي له ۲۰۰۰۰ ډالرو څخه پيل شوې وه.
چې په ۶۵زره ډالر پای ته ورسېده. هټلر دا کتاب هغه مهال ولیکلو چې نوموړی په ۱۹۲۳ کال د بغاوت په پایله کې زندان ته ولیږل شو. هټلر د کتاب نوم «زما مبارزه» ده او نوموړي په دې کتاب کې د یهودیانو او سوسیالیزم په خلاف خپلې مبارزې په اړه غږیدلی.
دا دواړه کتابونه هټلر د کرسمس په مناسبت په تحفه کې د نازي ګوند یو تن فعال غړي «جوزف» ته ورکړي وه. هټلر پخوا تر دې چې د جرمن ټولواک مشر شي، دا کتاب يې خپور کړی و. هټلر چې کله په ۱۹۳۳ کې واک تر لاسه کړ، ددغه کتاب په میلیونونو نسخې چاپ او نشر شوې.
د هټلر حکومت ټولو نوې واده شوو کسانو ته دا کتاب د یوې تحفې په حیث ورکولو.