ماشومان څنګه باشخصیته وروزو ؟

ژباړن : عطا محمد میاخېل

   که له روزنیزو مهارتونو، لکه : بېلګه اوسېدل، معلومات ورکول، هڅونه، خبرې اترې، پر ځای ملاتړ، د چار چوکاټ ټاکنه او هغو ته ژمن اوسېدلو څخه ګټه واخلئ او دا زده کړئ، چې خپله غوسه په سمه بڼه سړه کړئ، نو خپلو غوښتنو او موخو ته رسېږئ .

په ماشوم کې د درنښت، ادب او روحیې د رامنځته کېدو له پاره پنځلس لارې چارې :

۱ ـــ له خپلو ماشومانو او نورو سره په چلند کې، له لطفاً او ډېره زیاته مننه څخه ګټه واخلئ.

۲ ـــ کله چې څوک خبرې کوي، توپیر نه کوي، چې کوچنی وي یا لوی، نو په خبرو کې یې مه ور غورځئ، که چېرې اړ شوئ، چې خبره یې پرې کړئ، هرومرو د بښنه غواړم  کلمه وکاروئ .  

۳ ـــ د سینما په صالون کې، د فلم د خپرېدو پرمهال خبرې مه کوئ .

۴ ـــ د موټر چلونې پرمهال، مقابلو موټرونو ته لاره ورکړئ ( که چېرې نور تاسو ته په همدې ډول درنښت کوي، نو ترې مننه وکړئ ) .

۵ ـــ د پرنجي یا ټوخي کولو پرمهال، خپلې خولې او پوزې ته دستمال ونیسئ .

۶ ـــ خواړه په تړلې خوله وژووئ، په ډکه خوله خبرې مه کوئ، لومړی مو مړۍ تېره کړئ، بیا خبرې وکړئ .

۷ ـــ هېڅکله د ځمکې پرمخ کثافات مه غورځوئ .

۸ ـــ کله چې هوټل یا رستورانت ته ځئ، د خوړو له خوړلو وروسته، خپل مېز ترتیب او تنظیم  کړئ.

۹ ـــ هغې خونې ته تر ننوتلو مخکې، چې دروازه یې پورې ده، دروازه وټکوئ .

۱۰ ـــ نورو ته چې د ناستي له پاره بلنه ورکوئ، نو د مهرباني وکړئ له کلمې څخه ګټه واخلئ .

۱۱ ـــ په ملي بس یا مټرو کې، خپل څوکۍ هغه چاته پرېږدئ، چې درېدل ورته ستونزمن وي .

۱۲ ـــ د نورو د مینې او ډالۍ له کبله، چې تاسو ته یې درکوي، نو له هغوی څخه مننه وکړئ . پرېږدئ، هغه شخص چې له تاسو سره یې مینه کړې پوه شي، چې د مینې او مهربانۍ له کبله یې، له هغه څخه منندوی یاست .

۱۳ ـــ ورو او پرته له شورماشوره کنډ وژووئ او کله مو چې وغوښتل کنډ لرې وغورځوئ، نو هغه په یوه دستمال کې تاوو کړئ او د کثافاتو په سطل کې یې واچوئ .

۱۴ ـــ ډېری کسان د سګرټو له لوګي، عطرو، ځانګړو خوړو، شور ماشور او د موټرو له لوګي سره حساسیت لري، د هغوی حالت په پام کې ونیسئ او مراعات یې کړئ او حتا که دا څیزونه تاسو نه ځوروي .

۱۵ ـــ د خپل ماشوم له پاره بېلګه واوسئ، که چېرې تمه لرئ، چې کوم کار ترسره کړي، نو لومړی یې خپله ترسره کړئ، ترڅو هم مو د خبرې اغېز ډېروي او هم مو له هغه څخه غوښتنه منطقي ښکاره شي . هغه پلار چې خپل ماشوم ته وایي درواغ ویل بد کار دی، خو خپله درواغ وایي، نباید تمه ولري، چې ماشوم یې رښتیا ویونکی شي .



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.