دحج افراد، تمتع او قران پېژندنه:

مفتي احسان الله

حج افراد:

که له میقات یا تر میقات له مخه حاجي احرام وتړي، او یوازي دحج کولو نیت وکړي، دعمرې نیت وسره ونه کړي، دې ته حج افراد ویلکیږي، او حاجي ته مفرد وایې.

په دغه صورت کې چې حاجي مکې مکرمې ته ورسیږي اول به طواف قدوم وکړي، عمره به نه کوي، بیا به دحج ټول افعال په ترتیب سره تر سره کړي، کله چې دحج له ټولو افعالو فارغ سي، وروسته بیا عمره کولای سوای.

دې ته حج افراد، او حاجي ته مفرد وايې.

حج تمتع:

که حاجي حج او عمره دواړه کوي، خو اول دعمرې لپاره ځانته احرام وتړي، دعمرې طواف وکړي، او په صفا او مروه کې سعيې وکړي، وروسته حلق (سر خرېیل) یا قصر (سر کمول) وکوي، او ځان حلال کړي، یعني له احرام نه راووزي، په دغه حال کې هغه ټول شیان چې په احرام کې ورته کول را نه ول، اوس ورته صحیح دي، یعني کولای سوای چې له هغو ټولو ممنوعه شیانو فایده واخلي، ځکه ورته حج تمتع هم وايې.

له دې وروسته بیا حج احرام وتړي، او دحج ټول افعال په ترتیب سره تر سره کړي، دې حاجي ته متمتع ویلکیږي، او داسي حج ته، حج تمتع وايې.

حج قران:

که دحج او عمرې دواړو احرام په یو وار وتړي، یعني په احرام کې ددواړو نیت وکړي، دې حج ته قران، او حاجي ته قارن ویلکیږي، په یو احرام سره به اول عمره ادا کړي، بیا داحرام په حالت کې تر هغو پوري پاته وي، چې دحج ټول افعال تر سره کړي، وروسته به له احرام نه ځان وباسي.

يادونه:

په حج افراد کې قرباني یعني دم شکر نسته.

په حج تمتع او حج قران کې قرباني یعني دم شکر سته.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د