نظــر

ښاغلي حکمتیار ته دیوه طالب سپینې خبرې – لیکوال: ملا عبد الواحد

ښاغلی حکمتیار صاحب ! ستاسو وروستۍ لیکنه مې ولوسته  هغه  چې ځان دې په کې  طالب کړی وو او دملا ولي الله   له ادرسه دي  ملا محمد عمر ته  لیک استولی وو ، تاسو هڅه کړې چې لوستونکي دوکه کړی  مګر ماشاء الله  ستاسو لیکنیز اسلوب  او لیکدود دومره منفرد دی ، چې کله هم له لوستونکي ځان نه شئ ورک کولای ، هغه دشاعر خبره :

به هر رنګی که خواهي جامه میپوش
من از  طرز خرامت  میشناسم

حکمتیار صاحب ستاسو لیکنه مې ولوسته ، کومه نوې خبره یې  نه درلوده  خو یوه افسوسناکه نتیجه مې ترې واخیسته  چې زه یې  دې لیکنې ته وهڅولم ، ستاسو له  لیکنې مې  یوازې  دا وفهمول چې متاسفانه هغه حکمتیار  چې څلویښت کاله پخوا یې  دافغان ملا  او د حجرې دطالب په وړاندې  دنفرت توغ هسک کړی او د حقد سکروټه یې په سینه کې لګولې وه ، له  بیلا بیلو ترخو حوادثو  ، ټکرونو او تیندکونو یې لا هم کومه زده کړه نه ده کړې ، بلکې لا هم دهماغې کینې اور  په خپله سینه  کې تازه ګرځوي .

حکمتیار صاحب نن غواړم هغه خبرې درته وکړم چې کله مې هم ستا په ادرس دداسې خبرو دکولو تکل نه وو کړی ، مګر ددې لپاره  چې خپله غاړه مې خلاصه کړي وي او ستاسو خپل کردار مې درته هنداره کړی وي ، نن د دې ترخو حقائقو بیان ضرور بولم .

حکمتیار صاحب په ځانګړي ډول ستا لومړنۍ خطاء  داوه  چې له مصر څخه افغانستان ته راغلې داسلامي بیدارۍ مفکوره مو تحریف کړه او خپلې عندیې مو په کې ځای کړې ، ما دمصري اخواني رهبرانو کتابونه مطالعه کړي دي ، په هغو کتابونو کې  کله هم داسې نه دي ویل شوي ، چې تاسو له ځان پرته  بل هر داسلام  دعوه دار دښمن  وبولئ ، ملا ، صوفي او روحاني مشر ته ددین د دښمن په نظر وګورئ  او په وړاندې یې  داسې له کرکې ډک چلند خپل کړئ  لکه کمونیستانو  چې خپل کړی وو .

افغان کمونیستانو که  د دیني عالمانو ، صوفیانو  او ملایانو په وړاندې له شدت څخه کار اخیست ، خو علت یې معلوم وو ، کارل مارکس ورته ویلي وو چې دین د ټولنې افیون دی  او ترهغو پورې  یوه ماډل انساني ټولنه نشئ رامنځته کولای ترڅو مو چې  وروستی ملا  دوروستي فیوډال  په کولمو نه وي زیندۍ کړی ،  د ددیني عالمانو  او صوفیانو په وړاندې  دکمونیستانو حقادانه  دریځ ماته دفهم وړ دی ، مګر باور وکړئ   په دې برخه کې ستاسو په حسادت مې سر نه خلاصیږي  چې علت یې څه دی ؟؟

حکمتیار صاحب  دلته زه  په وروستیوکلونو کې ددیني علماء  په وړاندې ستاسو د دښمنانه چلنداو تبلیغاتو یادونه نه کوم ، بلکې ستاسو دمبارزې لومړیو کلونو ته ځم ، هغه مهال  چې نه تنظیمي ملحوظات وو  او نه دقدرت په سرمنازعات بلکې یوازې  دکمونیزم په وړاندې ددیني بیدارۍ دسپیڅلې مبارزې ورځې  وې .

تاسو دخپل کتاب  اسلامي نهضت په ۱۸۶ یمه صفحه کې لیکلي دي ، چې دمرحوم عبدالرحیم نیازې له وفات وروسته  چې کله  دنوموړي جنازه  له کابل څخه فاریاب ته لیږل کیدله  ، نو دلاریون په شکل ستر مراسم جوړ شوي وو ، دکابل شهیدحضرت صاحب محمد ابراهیم مجددي هم راغی او غوښتل یي له موږ سره په دې لاریون کې ګډون وکړي ، خو ما ملګرو ته وویل  چې اجازه مه ورکوئ  چې له موږ سره  په دې لاریون کې ګډ شي .

دهمدې دوران یوه کیسه مې د مولوي عبدالستار صدیقي په روایت اوریدلې ده ، عبدالستار صدیقي وایي  چې عبدالرحیم نیازی وفات شوی وو  او په کابل کې یې دجوانان مسلمان تنظیم لخوا فاتحه اخیستل کیدله ، زه هم له حضرت ضیاء المشایخ محمدابراهیم مجددي سره فاتحې ته لاړم ، کله چې مسجد ته دننه  شوو ، نو دغه مهال قرأت ویل کیده ، حضرت صاحب مسجد ته په ننوتلو سمدستي کیناست  ، مراقبه شو او دقرانکریم تلاوت ته یې په غور غوږ ونیو ، دحضرت صاحب دا عادت وو چې دتلاوت په  مهال یادعام ذکر په مهال به کله خفیه ذکر ترې په زوره شو او بې اختیاره به یې له  خولې څخه ( الله ) غږ ووت ، دلته هم حضرت صاحب چې  دقاري په خواږه غږ قرأت اورېد ، نو په ټیټ غږ یې  (الله ) وویل ، خو دمجلس له بل سر څخه  یوه ځوان چې ږیره یې خرېیلې وو پرې رابړچ وهل  او په ډیره بې احترامۍ یې پرې چیغه کړل چې  : حضرت ! شرارت نه کو !!! دغه ځوانکی ګلبدین حکمتیار وو .

حکمتیار صاحب اوس نو ته ووایه ، آیا  د کابل دقلعه جواد دحضراتو او نورو علماء کرامو په وړاندې ستا دا ډول  ددښمنۍ  او د سپکاوي نه ډکه رویه  کوم موجه کار وو ، نه پوهیږم تا ته ځان څه ښکارېده  چې  هغه ستر مبارزین دې ترپام ټیټ درتلل ، که دنسب په لحاظ شي نو ته او هغه ګردسره د پرتلې وړ نه یاست دهغه  دنسب شجره  په ۲۷  پوړ کې فاروق اعظم  رضی الله عنه  ته رسیدله ، که دمبارزه او جهاد خبره شي ، نود هغوی دمبارزې تاریخ په نړیواله سطحه شهرت لري ، له عمرفاروق رضی الله عنه راونیسه  تر امام رباني  او حضرت نورالمشائخ رحمهم الله پورې . . . که ته وایي چې  ما شهیدان ورکړي  ، نو تا به یو  یا دوه شهیدان ورکړي وي دهغه دخاندان تر ۲۵۰ ډیر کسان  دشهادت په مقام مشرف شول ، که دعلم په لحاظ وي نو تا به دکابل پول تخنیک ویلی وي ، هغه دعلم او عمل مصادر بلل کیدل چې حتی  دابوالحسن علي ندوی غوندې علماء یې  په کمال او علم اعتراف درلود .

د اخوان دفکر هیڅ سرلاري  دا نه دي ویلي چې تاسو له خپلو علماء کرامو ، صوفیانو  او شیوخو سره  ونښلئ ، درواجي اسلام او انقلابي اسلام په نامه په اسلام کې تقسیمات وکړئ  او بیا ورباندې  خپلې کرکې  ته دلائل وتراشئ ، داچې تاسو له هماغه مهاله پرته له کومو موجهو دلائلو  ددیني عالمانوپه وړاندې  دکرکې دریځ خپل کړی وو ، ستاسو خپل ذاتي اجتهاد  او شخصیتي کمزوري وه چې د منفي پایلو  مسؤل یې هم خپله یاست ، هیچا په تاسو باندې ابتدائي ګوزار نه دی کړی ، مګر داچې  تاسو ټونګ وراچولی وي  او پارولي مو وي ، همدا دکابل حضرات  چې تاسو ورسره نهایت زیاته  دښمني او عقده پالـله  پوهېږې چې ستا په وړاندې یې څومره له حقد څخه پاک دریځ درلود ، انجنیر عبدالله ګل ریان یوځای لیکي :  دثور له کودتا وروسته  چې پیښور ته تلم  نو یوځل  قلعه جواد ته ورغلم ،  حضرت ابراهیم مجددي مې ولید ، د رخصت په وخت یې  دمولوي نصرالله منصور په نامه یو پیغام راکړ،  هغه داچې  مولوي نصرالله منصور ته ووایه ،  چې  له حکمتیار ، رباني او نورو وروڼو سره هیڅ اختلاف ونه کړي ، ګډ کار دې ورسره کوی او دخدام الفرقان نوم دې نور هیر کړي ، ترڅو دمجاهدینو واحد صف ته زیان ونه رسیږي  ، مګر دافسوس ځای دادی  چې دهغو سترو مبارزینو  چې له ټولې کورنۍ سره دکمونیزم په اور کې لولپه شول لا یې هم په وړاندې ستاسو غیر موجهه  کینه نه ده سړه شوې ، لا هم  خپله دقلم مښوکه ورغوځوئ او په هر کتاب کې یې درباري شیخان یادوئ  چې دظاهرشاه نمک یي خوړلی وو .

حکمتیار صاحب که تاریخ راوسپړو اصلا خو دظاهر شاه نمکخور تاسو یاست ،  شیرخان ناشر چې دظاهرشاه وتلی نمک خور وو ، ته یې داحسان پوروړی یې چې دترکستان حاصلخیزې ځمکې یې درکړې چې په دې توګه  تاسو خپله دظاهر شاه بالواسطه نمک خور حسابیږئ .

دا به ډیره بي انصافي که څوک دقلعه جواد  دحضراتو په  جهادي کارنامو سترګې پټوي ، همدوی وو چې دافغانستان دیني تشخص یې په خپلو هڅو وساته ، دامان الله خان په وړاندې یې دجهاد فتوا ورکړه ، د کمونیزم ددفعې لپاره یې دخدام الفرقان تنظیم جوړ کړ چې په افغانستان کې لومړنی اسلامي تنظیم بلل کیږي ، شهید ابراهیم مجددي لا هغه  مهال په کابل کې داسلامي بیدارۍ سیاسي ، دعوتي او تبلیغاتي مبارزه پیل کړې وه  چې تاسو په کندز کې مکتب وایه  ، همدا لامل وو چې داودخان دخپلو لیبرالیستي افکارو په وړاندې  همدغه کورنۍ یوازینی خنډ باله  ،  او دسعدالدین شپون په استناد په یوه مجلس کې یې ویلي وو چې ترڅو قلعه جواد ودان  وي په افغانستان کې نوي  غرب ماډله ریفورمونه نه شي عملي کیدای .

خیر ، دثور له کودتا وړاندې  دظاهرشاه او داود په دورو کې به تاسو  دخدام الفرقان له تنظیم او نورو  دیني عالمانو سره له دې امله  دښمني کوله  ، چې سیاسي رقیبان مو وو  ، سره له دې چې منزل مو یو وو ،  مګر کله چې دثور انقلاب وشو  او ټول د پیښور په خوا مهاجر شول ، ستاسو له ټولو پیغورونو ، تبلیغاتو او کینې سره سره دافغانستان  دینې عالمانو تېر هېر کړل ، او ستا او رباني صاحب داخواني نهضت  مشري یې ومنله  ، دخدام الفرقان فعالین  چې  دمبارزې  عمر یې ستاسو له ټول عمر نه زیات وو ، که څه هم  تاسو دهفت ثور مسلمانان بلل او قسماقسم پیغورونو مو ورکول مګر بیا یي هم ستاسو کشرانو مشرتوب ومانه ،  هغه مهال چې  دجلاوطنه مجاهدینو دفاتر دپیښور  په  ګلبهار او نشتراباد کې وو ،  دافغانستان ټولو مقدمین مجاهد علماء کرام چې پخوا یي دخدام الفرقان په تنظیم کې کار کوو ، خپل تشکیلات یې لغو کړل  او ستاسو په  تنظیم کې داخل شول ، هیڅ  عالم ، طالب  او روحاني مشر به څوک په ګوته نه کړي چې نزاع او اختلاف یې کړی وي ، مګر هغه  چې دنزاع اور یې بل  ساته  یوازې تاسو  حکمتیار او برهان الدین رباني وئ  .

دلته   به ستا دهماغو شیبو دیوه انډیوال فضل الهي ( زبیر شفیقي ) له خولې کیسه درته رانقل کړم  چې شاید هماغه شیبې دې سترګو ته ودروي .

زبیر شفیقي وایي ، دثور له کودتا وروسته دنورو مجاهدینو غوندې پیښور ته لاړم ، په ګلبهار کې دمجاهدینو دفترونه وو ، سره له دې چې جهاد لا سم پیل شوی نه وو ، خو دجهادي مشرانو ترمنځ  دمشرۍ په سراختلافات موجود وو ، اصلي لوبغاړي دوه تنه وو چې  دنفاق اور یې لګولی وو ، ګلبدین حکمتیار او برهان الدین رباني  ، دمولوي جمیل الرحمن ، مولوي منصور ، قاضي امین او نورو  مجاهدینو په شمول هیچا  دمشرتوب غوښتنه نه کوله  بلکې دهریوه غوښتنه یې منله ، خو حکمتیار او رباني یوه بل ته نه  تسلیمیدل ،  زبیر شفیقي وایي  دپیښور په هارون منشن سیمه کې دمجاهدینو دفتر وو همدلته به ټوله ورځ  دحکمتیار او  رباني ترمنځ په دې چنې روانې وې   چې کوم یو دې مشر شي ، یوه ورځ  ددواړو دپلویانو په غونډه کې فیصله په دې وشوه چې سخیداد فایز دې  مشر وي ، خو څو ورځې وروسته  حکمتیار  په فایز تور ولګاوو چې درباني خواته مائل دی نوځکه یې له مشرۍ څخه عزل  کړ ، حکمتیار  پیشنهاد وکړ ، چې مولوي محمدنبي محمدي دې له کویټې راوغوښتل شي ، ترڅو دمجاهدینو مشري وکړی ، همدا وړاندیز ټولو ومانه  ، مرحوم محمدي مشر شو  او داسلامي خوځښت نوم  حرکت انقلاب اسلامي وټاکل شو ، خو زبیر شفیقي چې دحزب له منځه خبر دی  وایي ، چې دمحمدي له ټاکلو وروسته هم دحزب دننه  په عامه مجالسو کې ویل کیدل ، چې اصلي مشر او لارښود حکمتیار دی  او محمدي ته باید دمشر په نظر ونه کتل  شي ، چې وروسته دهمدې بدنیتۍ په تعقیب تاسو د خپل ګوند په مجلس کې انتخابات وکړل او ځان مو دحزب اسلامي افغانستان مشر وټاکه .

حکمتیار صاحب که هغه مهال ستا او رباني دقدرت تنده نه وای او ترخپل منځ مو جوړجاړی کړی وای ، او یا مو هم  دمولوي فایز ، مولوي محمدي یا کوم بل مجاهد مشرتوب منلی وای ، نو د وروستیو ټولو خپل منځي اختلافاتو ، کورنیو جګړو او تنظیم بازۍ مخه به نیول شوې وای ، بیا به  نه  دمولوي منصور  او نسیم اخندزاده  ترور کولو ته ضرورت پیښیده او نه له  طالبانو سره  دښمنۍ  او حسادت ته ، بیا به شاید تاسو نه وای اړ شوي ، چې دملامحمدعمر په خلاف تبلیغات وکړئ او دطالبانو په ضد کتابونه او مجلې چاپ کړئ ، مګر دا ټول څه تاسو په خپله  په ځان کړي دي ، دافغانستان  دمجاهدینو  دپاشل کیدو او  نزاع مسؤلیت  کوم  طالب ، ملا او روحاني مشر ته  راجع نه دی ، بلکې  یوازې  تا  او برهان الدین رباني ته راجع دی ، آبله ورځ  مولوي متوکل  دطالبانو دپاڅون  ډیر ښه عامل په ګوته کړ، ده  وویل ، طالبان چې ددیني علم شاګردان دي هغه مهال یې ابتکار په لاس کې واخیست  کله چې استادان ناکام وختل ، رښتیا هم تاسو او برهان الدین ربانی چې ځانونه  مو استادان  او  ترټولو مقدم مجاهدین بلل ، دامتحان په ډګر کې سخت ناکام شوئ ، طالبانو ستاسو امارت منلی وو ، مګر کله چې پوه شول چې دامامت وړ نه یاست ، نوځکه یې اقتداء ماته کړه او په خپله رامخکې شول .

دافغانستان دمجاهدینو دویشل کیدو اساسي عامل ته او ستا انډیوال رباني صاحب یاست ، ما له یوه کره سړي څخه اوریدلي ، چې هغه مهال ستاسو ترمنځ توافق دومره نږدې شوی وو چې په دې اتفاق شوی وو ، چې دواړه ګوندونه دي سره یو شي ، نوم دې له یوه څخه انتخاب شي او رهبر له بل څخه ، خووروسته چې هر یوه درهبر کیدلو  غوښتنه کوله نوځکه توافق ناکام شو .

حکمتیار صاحب هغه ملا  او طالب  چې تا ورته  دهفت ثور دمسلمان پیغور ورکاوو ، عقب ګرا  او وروسته پاتې دې باله ، خو ده بیا هم  ستا ترقومنده لاندې جهاد منلی وو ، کله  یې هم لتاسره  جفاء  او ناسم چلند نه دی کړی ، همغه طالبان  وروسته  دهغه مولوی محمدي په حرکت کې راټول شول  چې مشر او  نوم یې ستا په خوښه ټاکل شوی وو ، نو طالب او ملا ستاسره ناځواني نه ده کړې ، بلکې تا ورسره ناځواني وکړه چې دحرکت اسلامي ټاکل شوی مشر او صف دې ورپریښود ، او دخپلو څو انډیوالانو  په ګډون دې  دحزب اسلامي په نوم نوی تنظیم جوړ کړ .

ځیني خلک وایي  دافغانستان دمجاهدینو دپاشل کیدو  ګناه به دمفتي محمود او قاضي حسین احمد په غاړه وي ، چې د ملا او مکتبي  دتقابل پاکستانی سیاست یې افغانستان ته هم انتقال کړ ، یوه یي له مولوي محمدي سره  اړیکي تاوده کړل او بل حکمتیار په غیږ کې ونیو او په دې توګه  یې  دلته هم نیابتي جګړه سره پیل کړه ، خو زماپه باور ددې جریان اصلي علت د حکمتیار او رباني  قدرت غوښتنه او تقابل دی ، چې وروسته  خبره دمولوي محمدي مشرتوب  ته  او ورپسې  دحرکت او حزب فکري تقابل ته ورسېده .

کله چې تنظیم بازي پیل شوه ، په داسې حال کې چې ددیني عالمانو او طالبانو په استازیتوب هیچا   دمکتبیانو په خلاف تبلیغات نه دي کړي ، مګر تاسو دخپل حزب په لیسو  او مکاتبو کې په منظم ډول   دملا ، صوفي او طالب په وړاندې تبلیغات شروع کړل ، داچې  دنورو اخواني تنظیمونو په  مکاتبو کې داسې کوم جریان نه دی لیدل شوی ، معلومیږي چې دا داخوان دفکر تقاضا نه بلکې ستاسو خپل عناد وو ، زما په یاد دي چې په  مکاتبو ، سیمینارونو  او پیښور کې د زده کوونکو په غونډو کې به نوي نسل ته  څومره خطرناکه او له  کرکې ډکه روحیه ورکول کیدله ،  دملا ، طالب ، صوفي ، قومي مشر او روحاني شخص په خلاف عیني هماغه تبلیغات چې کمونیستانو کول تاسو هم پيل کړل ، ملایان  دانګریز پیداوار دي ، مدرسې ددې لپاره رامنځته شوي چې مسلمانان  په قرون وسطی کې پاته شي  او پرمختګ ونه کړي ، سیدان  دپیغمبر علیه السلام اولاد نه بلکې دانګریز جاسوسان دي  او داسې نور پوچ تبلیغات ، په افغانستان کې دطالب او مکتبي عناد چې لله الحمد اوس بیرته په ورکېدو دی ، ستاسو دهماغه کردار نتیجه ده ، چې دګڼو معصومو مکتبیانو  اذهان مو دکرکې په زهرو ولړل ، زه ستا دلیسو داسې شاګردان پیژنم ، چې پلار به یې ستر عالم او متقي شخص وو ټولو خلکو به یې احترام کاوو ، مګر خپل زوی به  چې حزبي تبلیغ یي ماغزه مینځلي وو ورته  لوده ویل ، ددې نغد مثال ستا دګوند دیوه  مهم غړي وراره دغزني دمولوي مطیع الله زوی مجید قرار دی ، چې خپل ملا پلار ته ټوله ورځ ښکنځلي کوي او په دې شرمینده کار باندې فخر هم کوي .

نه یوازې تبلیغ  بلکې له هماغې نیټې مو په افغانستان کې ددینې عالمانو ، شیوخو او صوفیانو وژل هم پيل کړل ، دهماغو اولنیو شیبو یوه عجیبه کیسه مې  د جنوب زون  داسحاقزو  له یوه سپین ږیري مشر څخه اوریدلې ده ، دغه مشر چې نه غواړم نوم یې واخلم وایي  حکمتیار ګردي جنګل ته راغلی وو ، داسحاقزو مشران ورته راټول شول ، حکمتیار تقریر وکړ او ټولو ته یې ډیر خوند ورکړ  ،ټولو اتفاق وکړ  چې دحزب په تنظیم کې به کار کوو ، همداسې وشول  او یو تن مو چې نوم یې رانه هیر دی دمشر په حیث تعین کړ ، ډیره موده  مو په دې تنظیم کې کار وکړ ، مګر بل وخت چې مو مشر له پیښور څخه راغی ، مزاج یې ډیر خراب وو او له حکمتیار څخه یي شکایت کاوو .

مشر ویل چې  حکمتیار خپل دفتر ته وروغوښتم او دوه په دوه یې راسره مجلس وکړ، ما ورته وویل چې په جبهه کې  ډیرو وسلو او پیسو ته ضرورت دی که  اکمال مي کړي ، حکمتیار راته وویل چې  وسلې ، موټرې  او څومره پیسې چې غواړې دربه یي کړم خو یوکار به ضرور کوې  ، ما ورته وویل چې کوم کار ؟ ویل  یي چې په هلمند کې به مولوی نسیم او مولوي عطامحمد له منځه وړې ، ځکه چې دغه کسان  سبا موږ ټولو ته سرخوږی جوړوي .

مشر ویل کله مې چې داخبره واوریده نو ځواب مي ورکړ چې ښه ته اوس په ماباندې مجاهدین وژنې ، په داسې حال کې چې شورویان  راته ګرځي ، همداسې ترې راولاړ شوم ، چې له دې وروسته  نوموړی مشر له خپلو ټولو مجاهدینو سره د پیرصاحب تنظیم ته ورغی .

دا یوازې هلمند نه وو بلکې په درست افغانستان کې دې نه یوازې  ددیني عالمانو او مجاهدوطالبانو په وړاندې  دښمني پیل کړه بلکې په ټول مجاهدینو تفوق طلبي ته مو کار ووایه ، له ځینو جزئي پیښوسوا ، شاید څوک ثابته نه کړي  چې له حزب پرته  دنورو تنظیمونو مجاهدین په خپل منځ کې سره جنګیدلي وي ، مګر دحزب او نورو تنظیمونو د جنګ کیسې  په هره سیمه کې شته  ، خصوصا په شمالي ولایاتو کې چې دتخار پیښه یې لویه پیښه وه ، دغه راز په بغلان ، کندز ، بلخ  ، میدان وردګو او ګڼو نورو سیمو کې  لا هم دهماغو دښمنیو  اورونه بڅرکي غورځوي ، په مرکزي بغلان او میدان ښار چې د حزبیانو په نامه اربکیان له طالبانو سره په جګړو بوخت دي او تاسو یې په حزب دطالبانو برید بولئ ، دغه منازعات دطالبانو د پالیسۍ برخه نه ده بلکې دهماغه زاړه اور لمبي دي چې دوه لسیزې وړاندې ستاسو دتفوق طلبي له امله رامنځته شوی وو او په سیمه ایزه سطحه مو اولسونه په بدیو سره اړولي وو  داسې ویل کیږي چې حزب اسلامي له روسانو سره دومره جهاد نه دی کړی اونه یي دومره مرمۍ مصرف کړي لکه دنورو مجاهدینو په وړاندې ، تبلیغات  خو لاپریږده  چې  په هر تنظیمي مشر مو جلا جلا نوم ایښی وو او ډول ډول تبلیغات مو پسې کول ، په داسې حال چې په اخبارونو کې به مو هغه کارنامې ځان ته منسبولې  چې نورو مجاهدینو به ترسره کړې وې .

حکمتیار صاحب ستا دتنظیم هغه رسمي کارت هم دخلکو نه دی هیر چې په شا یې لیکلي وو ( جنګ جنګ  تاپیروزي ) یعنی داچې یا به ځان بریا/ قدرت ته رسوو او یا به جنګ روان وي ، که په مقابل کې هرڅوک وي باک یې نشته ، دکمونیزم له ماتې وروسته  دکابل جګړې هم ستا او رباني صاحب د تفوق طلبۍ په نتیجه کې رامنځته شوې ، تاسو چې دواړو ځانونه  داخوان فکر ته منسوبول  ، خپل مبادي او اهداف مو هیر کړل ، او دخپل قدرت لپاره مو مبارزه شروع کړه ، په داسې حال کې چې داخوان په تاریخ کې یو  ورور  دبل ورور په وړاندې نه وو جنګیدلی ، تاسې په خپله جګړه دغه تاریخ خراب کړ دسیمې دهیوادونو لوبې ته  مو میدان هوار کړ ، پاکستان ستاسو ترشا ودرید  او هندوستان او ایران   درباني لوری ونیو ، دغه مهال مو بل خطرناک اقدام هغه څه وو چې غوښتل مو په پښتون میشته سیمو کې  مخالف دنفوذ خاوندان له منځه یوسئ  ، چې په دې لړ کې دمولوي نصرالله منصور شهادت  یوه بله جفا وه چې دافغانستان دعلماء کرامو په حق کې مو ترسره کړه ، ستاسو دهغه مهال بیباکي دهیچا هیره نه ده ، چې دغزني او پکتیا اولس ته مو په دې ګناه اخطارونه ورکول  چې ولې دحرکت تنظیم ترواکمنۍ لاندې دي  او همیشه  موورته ویل چې  د دوستم په ګلم جمو به داسیمې چور کړو ، تردې چې د غزني دچور لپاره خو مو روضې ته خپل ګلم جم او د هماهنګۍ قواوې هم راوستې  مګر دالله تعالی فضل وو چې دطالبانو تحریک راغی ، او ستاسو د ګلم جمي انتقام مخه یي ونیوله .

د طالبانو تحریک چې په سخته مرحله کې یې افغانستان ته  له  سقوط او تجزیې څخه نجات ورکړ  او اولس ورته  هرکلی وایه  بیاهم لومړی تاسو وئ  چې په وړاندې مو یې  ټوپک واخیست ، په کندهار کې یوازې  ستا قومندانان  اخترجان ، محمدنبي او سرکاتب هغه کسان وو چې دطالبانو سوله ایزې داعیې ته یې په ټوپک ځواب ووایه ، ستا او ستا انډیوالانو نه یوازې  په جګړه اکتفاء وکړه بلکې دروغجن تبلیغات  مو هم پیل کړل ، د ټولو افغانانو ستا هغه  دروغ په یاد دي چې ویل به دي طالبان  انګریزان دي ، خو تاریخ ثابته کړه چې طالبان  انګریزان نه بلکې انګریز ماتوونکي دي .

وروسته دې  چې لیکوالي پيل کړه هم یوازینی کار دې داوو چې څرنګه افغان  ملا  او طالب سپک کړې ، ما ستا  اسلامي نهضت  کتاب او ځیني نورو کتابونه لوستي دي ، چې په هرځای کې دي دغدارۍ ، جاسوسۍ  او نورو عیبونو ټاپې یوازې په ملایانو لګولې دي ، تردې چې هغه جاسوس هم ستا په خبره  دقمردین په نامه یو مولوي وو چې په امام صاحب کې یې ستا جاسوسي حکومت ته کړې وه .

له هغه وروسته په تیرو څو کلونو کې دطالبانو په وړاندې ستا تبلیغاتي مبارزه دټولو افغانانو په وړاندې ده  افغانان  دطالبانو مطبوعات هم ګوري او ستا مطبوعات  هم ګوري ،  ما خو تراوسه  دطالبانو په  انلاین  ، چاپي او تصویري مطبوعاتو کې  دحزب په وړاندې کومه  بده خبره نه ده لیدلې ، مګر ستا سایټ ته که همدا نن سر وښکاره کړو ستاسو له قلم نه څڅیدلي داسې پوچ  او پریوتي تبلیغات به  په کې وګورو  چې  انسان یې په لوستلو شرمیږي  .

ته لګیا یي دا دوولس کاله  طالب ته پیغور ورکوې  چې په حکومت کې مو دشیرمحمد کریمي او نبي جان ملاخېل غوندې خلقیان وو ، مګر طالبانو تراوسه دا ځواب درنکړ چې محترمه  دا چل خو مو له تا څخه زده کړی ، ځکه همدا ته دافغانستان په سطحه لومړنی  مجاهد وې  چې ظالم  او جنایت کار کمونیست  شاه نواز تڼی دې په غیږ کې ونیو  او اتحاد دې ورسره وکړ ، چې وروسته دې له ستر کمونیستي قاتل دوستم سره هم په یوه کاغذ امضاء وکړه ، هیڅوک نه شي ثابتولای چې کمونیستان دې  دطالبانو دتحریک غړي پاته شوي وي ، مګر کله چې طالبانو حکومت ونیو ، دې هیڅ امکان نه درلود ، چې دحکومت ټول مامورین  چې دپرزو حیثیت لري بدل کړي ، نوځکه یي دشیرمحمدکریمي غوندې  هغه پرزې په خپل ځای پریښودې  چې ستاسو له حکومت څخه په میراث ورپاته وې ، مګر وروسته یې دکمونیستانو په خلاف  تاریخي تصفیه وکړه او حکومت یې  دنامطلوبو مامورینو په نوم ترې تصفیه کړ.

تا په نویو لیکنو کې یوځل  بیا هماغه  زړې بابولالې پیل کړي دي ، طالبان انګریزان دي ، طالبان خوارج دي  طالبانو له کمونیستانو سره اتحاد کړی ، حکمتیار صاحب نه پوهیږو عقل دې بایللی که څنګه ؟  آیا اولس به ستا دغه ړانده الزامونه ومني ، اول خو ستا لویه اشتباه داده چې په خپل هر دښمن باندې دطالب ګمان کوې ، په نن تکی اسیا او نورو ازادو پاڼو کې په مستعارو نومونو لیکنې درپسې وشوې  او تا خپل ډډی په طالب تش کړ ، آیا دا انصاف دی ، لږ له هوش نه کار واخله  همدا اوس  په  مختلفو رسنیو کې دطالبانو په خلاف تبلیغات کیږي ، مختلفې لیکنې کيږي او ډول ډول دروغ ویل کیږي ، نو آیا دا به مناسبه وي چې طالبان یې بدل له تاڅخه واخلي ؟  زما په نظر خو معقوله نه ده .

په دې پوه شه  چې طالب ستا دښمن نه دی ، مګر دا ته یې چې له  ۴۵ څلویښتو کلونو راهیسې دې طالب په دښمنۍ نیولی دی ، کله یې عقب ګرا بولې  او کله ورته انګریز او خارجي وایې ، خو ستا له دې ټولو جفاګانو سره  طالب ستا په اوتو بوتو غوږ نه دی ګرولی ، بلکې خپل ستر کافر دښمن ته متوجه دی .

حکمتیار صاحب ما ستا هغه مجله ( ښکنځل نامه ) هم لیدلې ده چې دطالبانو په اړه مو چاپ کړې وه ، چې له هغې څخه ستاسو دحقد او کینې ژورتیا رامعلومه شوه ، مګر دیوه مسلمان په حیث دعوت درکوم ، چې نور دمسلمانانو له تخریب  او عناد څخه لاس واخله  ، دخپل مخالف سپکول کوم سخت کار نه دی ، تاسو شپه ورځ کوښښ کوئ چې دطالبانو په خلاف دکوم  تهمت  ځای پیدا کړئ  او بیا ورباندې لیکنه وکړئ ، مګر طالبانو کله هم ستا په خلاف دا کار نه دی کړی ، تاسو چې له  کمونیستانو ، ګلم جمو ،  شورای نظار او ایراني صفویانو سره  دایتلافونو تاریخ لرئ او په وروستیو کې مو داربکیزم په فتنه کې هم  ترهرچا ډیر رول  اداء کړ ، دومره نواقص درپه کې موجود دي چې که کوم طالب لیکوال څراغ درپسې ولګوي ، شاید څو مجلد کتابونه  درباندې ولیکي ، دطالبانو په لاس کې ستا دهغو جعلي پیسو فلمونه هم  شته  چې دسپینې شګې په ګارو کې دې چاپولې او چاپ ماشین یې طالبانو ته په لاس ورغی ، مګر ستا په اړه هغه ټول اسرار تراوسه پټ پاته دي ، ځکه دابه ناځواني چې دکافر دښمن په وجود کې څوک په رسمي کچه دمسلمان ورور په خلاف قلم اوچتوي  .

ښاغلی حکمتیار! باور وکړه  چې دا لیکنه په کومه تنظیمي  روحیه نه لیکم ، بلکې غرض مې په کې یوازې  داسلامي صف ګټې دي ، زه الحمدلله   الله تعالی داسې خلق کړی یم چې که څه هم په یوه معلوم جهادي صف کې مبارزه کوم مګر دنړۍ هر مسلمان راته دورور په حیث ښکاري ، هغه که دهر تنظیم  ، ډلې او فرقې څخه وي خو چې مؤمن وي او په الله تعالی او محمدصلی الله علیه وسلم باندې عقیده ولري ، په دې لړ کې تاسو ته هم  د اسلامي صف دیوه رهبر په حیث احترام لرم او تل مې درباندې ویاړلي دي ، کلونه وړاندې مې په کراچۍ کې په یوه مدرسه کې درس وایه ، دمدرسې په اطاق کې  راسره دتاجکستان هیواد څو طالب العلمان هم وو ،  دیوه تاجکستاني طالب نوم  ګلبدین وو ، ما ورته وویل  آیا په تاجکستان کې هم دا نوم رواج دی ، ده ویل نه  دانوم په تاجکستان کې نشته  مګر  زما تره  د شوروي په لښکر کې دنده درلوده  او افغانستان ته تللی وو ، هلته دګلبدین په  مشرۍ له مجاهدینو سره قیدي شوی وو  چې بیا هماغو مجاهدینو له دې امله  خوشی کړی وو چې  مسلمان دی  ، کله چې زما تره کور ته راوپس شو په هماغه کال زه دنیا ته راغلم چې تره مې راباندې ګلبدین نوم کیښود ، یو وخت  حج ته تللی وم داسلامي نړۍ خلک مې چې لیدل دملامحمدعمر مجاهد ترڅنګ یې ستا پوښتنه کوله ، چې زما لپاره  دواړه نومونه  دمباهات وړ وو .

زما لوړې خبرې شاید ترخې وي مګر که په غور یې ولولئ شاید  یوڅه ترې ترلاسه کړئ ، په اوس وخت کې افغانستان له ډیر حساس پړاو څخه تیریږي ، لویدیځوال چې په نظامی ډګر کې یې شکست خوړلی غواړي په افغانستان کې له ځانه وروسته  یو  په خپل مزاج برابر نظام پریږدي ،  غربیان به هڅه کوي دې نظام ته  ښه ډیر تبلیغات وکړي او یوه نوع مشروعیت ورته  ورکړي ، دهمدې لپاره  سر له اوسه کوښښ کوي  حامدکرزی دیوه مستقل شخص په شکل وځلوي ، دغه راز یې  ستاسو تنظیم ته هم  خورا غیږه خلاصه کړې  او ګام په ګام درته میدان خالي کوي ، ترڅو مو په بشپړه توګه جذب کړي ، تاسو که څه هم دکابل په زړه کې دفدایي بریدونو مسؤلیت منئ مګر بیا هم ستا مرستیال قطب الدین هلال ته  د کاندیدو حق ورکول کیږي ،  او سیاسی استازی مو کابل ته ازادانه سفرونه کوي ، شاید امریکایان دوروستي  انتخاب په توګه  دا ومني چې  دکرزي  له ټیم ، شمالي ټلوالې او حزب اسلامي څخه عبارت یو مختلط نظام ترشا پریږدي ترڅو یي طالبانو او نورو مسلحو مجاهدینو ته  ورمخامخ کړي ، دهمدې لپاره یې دطالبانو  دتجزیه کولو هڅې هم پیل کړي دي ، او داغاجان معتصم په نامه  یو معزول طالب هره شیبه دپوکاڼې غوندې پړسوي ، چې په دې تبلیغاتو کې  ستاسو شهادت ورځپاڼه هم ورسره ملګرې ده .

له بلې خوا یې په عامه رسنیو کې دطالبانو په خلاف تروروستۍ کچې قوي تبلیغات پیل کړي دي ، ډول ډول نومونه ورباندې ږدي  دغه راز غواړي  داغاجان معتصم په مطرح کولو سره  د ژنیو د ډرامې غوندې  د سولې او سازش یوه ډرامه رامنځته کړي ، ما چې له دې نړیوالو تبلیغاتو سره  ستا تبلیغاتي همنوایي  ولیده  وډار شوم ، ما ویل هسې نه  داځل حکمتیار هم ددښمن صف اشرباڼی وي  او غواړي چې واقعي مجاهدین  له صحنې وباسي .

که چیرې تاسو ددې ډرامې برخه شوئ ، نو سر له اوسه پوه شه ، چې دا خطا به دې جبران ناپذیره وي ، دافغان اولس یوې برخې چې تراوسه په تا اعتماد کړی یوازې له دې امله  چې  دبرحق دین په ننګه  ولاړ یاست ، مګر که دقدرت لپاره  مو له کفارو او دهغوی له اجیرانو سره سازش وکړ ، پوه شه چې اولس به تا هم په هغه تله وتلي  چې پخوایي سیاف ، رباني او مجددي تللي وو ، افغانان او دنړۍ مسلمانان به بیا تاته د یوه مسلمان رهبر په نظر ونه ګوري بلکې  دکفارو اجیر به دې وبولي .

داچې تاسو له یرغلګرو  څخه دمقابلې له سنګره خپل موقف ته تغیر ورکړ او په امریکایي  انتخاباتي ډرامه  کې دشرکت قومنده مو ورکړه  دا کوم معمولي  اقدام او تنزل نه وو ، بلکې دهغه ټولو مجاهدینو په حق کې جفاء  وه چې له امریکایانو سره  جنګیدلی دي ، ستاسو دې تنزل به ضرور دخدایپالو مجاهدینو احساسات زخمی کړي وي ،  او ستاسو ددې دریځ په اړه به یې داسې لیکنې کړی وي  چې ستاسو په مزاج به سمې نه لګیږي ، مګر پښتانه وایي چې  اوښان ساتې دروازې به  جګې ږدې ، تاسې چې په دیموکراسۍ  ورګډیږئ  نو بیا دا ډول اعتراضونو ته هم ټینګ شئ ، او باید له حوصلې او زغم څخه کار واخلئ ، مګر که تاسو دروېزه هم  کوئ  او خر موهم ډیتي وهي ، دا دریځ مو شاید دمنلو وړ نه وي او مجاهدین نور وپاروي .

عجیبه خو داده چې دمجاهدینو په حق کې جفا هم تاسو کړې او غوسه هم تاسو یاست ، باید طالبانو ستاسو په خلاف  په رسمي کچه  تبلیغات پیل کړې وای ، مګر تاسو چې په امریکایي دیموکراسۍ هم ورګډ شوي یاست  خوشکې هم طالبانو ته کوئ ، زما په فکر خو دا دریځ مو خورا خندنی  او غیرموجه دی .

یوه خبره ډیره ضرور ده چې په وروستیو تبلیغاتو کې تایوځل بیا مطلق طالب او ملا ترګوزار لاندې نیولی دی داسې ښکاري لکه تاسو چې کوښښ کوئ چې یوځل بیا دملا او مکتبي زهرجنه  کرکه راژوندی کړئ ،  زما په فکر خو ستا دغه اقدام ترټولو زهرجن دی ، چې دالله تعالی په نزد به یې ګناه ډیره زیاته وي ، کوښښ وکړه چې دطالبانو غوندې ټولو مسلمانانو افغانانوته په یوه نظر وګورې .

تاسو په ډیره  جفاکارانه توګه  هڅه کړې چې دشهید عبدالله ذاکري صاحب دشهادت څخه هم ناسمه استفاده وکړئ  او په طالبانو یې تاوان کړئ ، مګر لله الحمد د ذاکري صاحب زامنو ستا هماغه  افتراء په فیسبوک کې په لومړۍ ورځ رد کړه او دایې ستا دتنظیم پوچ تبلیغ وباله  ، زما په نظر خو په اوس وخت کې داسې فتنې پارول یوازې  ستاسو شخصیت مجروحوي  او نوره هیڅ نتیجه نلري .

په پای کې الله تعالی شاهد نیسم  چې پورته یاد شوي ملاحظات مې یوازې شخصي احساسات دي او دخپل ځان په نمایندګۍ یې درته لیکم ، مطلب مې دادی  چې لږ په خپل ګریوان کې سرټیټ کړې  او نور له هغو تبلیغاتو لاس واخلې  چې ستا لیکنې  د قلمي اربکیانو له لیکنو سره تشبیه کوي ، تاسو باید خپل قلم  داربکیانو دټوپک سټیج ته راټیټ نه کړئ ، ځکه چې دومره  تنزل مو درباندې نه لوریږي .

۲۰۱۴/۳/۲  میلادي

لیکوال: ملا عبد الواحد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x