طالبان: که امریکا رښتینی حل غواړي؛ نو لاره شته

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸زمری، ۱۳۹۶): «که امریکا رښتینی حل غواړي، نو لاره شته»؛ دا هغه سرلیک دی چې طالبانو په خپلې رسمي ویب پاڼه کې د تازه اونیزې تبصرې لپاره غوره کړی.

تبصره له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په احتمالي پرېکړې راڅرخي او د ټرمپ اداره یې هڅولې چې په هیواد کې د جګړې د پای ته رسولو او د سولې د تامین په لار کې عملي ګام واخلي.

د طالبانو اونیزه تبصره چې د دوی رسمي نظر څرګندوي، لیکي چې که امریکا رښتیا هم له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو اعلان وکړي، طالبان یې هرکلی کوي او تیار دي چې په اړوندو موضوعاتو ورسره خبرې وکړي.

طالبان دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې یو شمېر امریکايي رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې ګویا د ټرمپ اداره په دې هم غور کوي چې له افغانستان څخه خپل پوځونه وباسي.

د مقالې لیکوال نیوکه کړې چې امریکایانو د سلګونو میلیارده ډالرو په مصرف په افغانستان کې د نړۍ په کچه فاسدترین حکومت رامینځته کړ او په هیواد کې ظلم، د مخدره موادو تولید، اختلافات او ناامني ورځنی دود ګرځیدلی.

تبصره زیاتوي چې که امریکا همدومره وخت او پیسې نورې هم مصرف کړي بیا به هم دې نتیجې ته رسیږي چې یوه «بې مفهومه او ملا ماتوونکې» جګړه یې روانه کړې.

طالبانو امریکایان د جګړې سوله ایز حل ته رابللي او په هغوی یې غږ کړی چې دغه جګړه نظامي حل نه لري؛ ځکه چې په وینا یې دا له یوه ګوند سره نه بلکې له «یوه ملت سره جګړه» ده.

طالبانو په عین حال کې نړیوالو ته ډاډ ورکړی چې د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې مداخله د دوی پالیسي او تګلاره نه ده او په خبره یې، سره له دې چې تر نیمايي زیات ولس یې تر واک لاندې دی په تېره یوه نیمه لسیزه کې يې «د یرغلګرو هیوادونو په ګډون د نړی یوه هیواد ته هم د هغوی د هیواد د ننه ستونزې نه دي جوړې کړي».

خو زیاتوي چې د خپل هیواد ازادي او په خپل هیواد کې اسلامي نظام جوړول یې «مشروع حق» دی او د دې حق لپاره خپلو «سوله ایزو سیاسي او جهادي» هلوځلو ته دوام ورکوي.

طالبانو د بلک واټر په نامه د امنیتي کمپنۍ جنګیالي «امریکايي اربکیان» بللي او د هغوی په مټ یې د روانې جګړې ګټل یوه «غیر واقعي تمه» ګڼلې. تبصره کاږي:

«امریکايي جنرالان د امریکې ولس او ولسمشر ته غیر واقعي تمه ورکوي چې که افغانستان ته نور عسکر او یا د بلیک واټر په نوم امریکايي اربکیان ولیږي نو په دې هیواد کې به کامیاب شي. لاکن دغه جګړه ایزه تګلاره ولو که پلې هم شي، یوازې جګړه به اوږده کړي خو ختمه به یې نکړي. افغانان د خپل هیواد د آزادۍ د هلو ځلو په لاره کې نه ستړي دي او نه ناتوانه».

د طالبانو اونیزه تبصره په پای کې یو ځل بیا په امریکایانو غږ کوي چې که رښتیا هم د جګړې پای او د ستونزې حل غواړي نو د خپلو عسکرو د ایستلو او د «اشغال» ختمولو پرېکړه دې وکړي.



یوه تبصره

  1. عبدالواحد اڅګزۍ

    زماپه نظردطالبانوخط امریکاته داسلامی ارادی دکمزورۍ احساس ورکوی اوله اسلامی ارادی ناخبره کفارپدی ندی خبر چه اسلام په هیڅ صورت کی دکفارو په مقابل کی ماته نه منی شهادتونه لوی افتخار اوکامیابی بولی زماپه یاد دی یوه ترکی مسلمان دروس په مقابل جهاد کی ژړل ویل یی زه ولی نسوم شهید،دوی دشیطان په اشاره په خپله اصلحه او قوت مغروره دی دالله دارادی ناخبره دی دوی ظاهری سترګی لری ولی داصلی حقیقته ناخبره دی مغرور اوکبرجن دی جهاد زموږ په نفع دۍ مرګ په هرصورت کی راتلونکۍ دۍ دشهادت اودالله په لارکی ستړیا دمسلمان په ګټه ده ،امریکایان بایدپه دی پوه سی چه هیڅ ستراتیژی دالله دپتنګانوپه مقابل کی نسی کامیابیدای.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.