د پاکستان او انډیا وروسته، دریم اسیايي هیواد سیرلانکا سیمي فاینل ته ورسید

 

dilshan_after_victory_vs_englandنن ټکی آسیا: سیرلانکا نن خپل حریف انګلستان ته په ماتي ورکولو سره وتوانیدله چې ځان د کرکټ ورلډ کپ د ګټلو لپاره د دریم اسیايي هیواد په توګه سیمي فاینل (نیمه پایل لوبي) ته ورسوي.

د سیرلانکا تر مخه، دوه نور اسیايي هیوادونه پاکستان او هندوستان توانیدلي وه چې سیمي فاینل ته ځان ورسوي.

د نن کوارټر فاینل لوبه چې د سیرلانکا او انګلستان تر منځ تر سره سوله، سیرلانکا په 10 وکټونو سره انګلستان ته شکست ورکړ.. چې دا د انګلستان په تاریخ کې یو شرمنوونکی او د انګلستان د کرکیټ د شایقینو لپاره یو نه منونکی شکست وو..

د تفصیلاتو سره سم نن د انګلستان کپتان انډریو سټراس د لوبي پچه (ټاس) وګټله او اول یې د بېټنګ فیصله وکړه، مګر خپله اول کس وو چې صرف په 5 منډو جوړلو سره د دلشان په ګیند باندي (کلین بولډ) آوټ سو.. په دغه وخت کې انګلستان صرف 29 منډي جوړي کړې وې، او اته اوره لوبه یې کړې وه..

په نهم اور کې دده سره میدان ته راغلی (ایان بیل) د انجیلو ماتیو په ګیند باندي د (تیلان سماراویرا) په لاس چکه ( کېنچ ) اوټ سو.. ایان بیل صرف 25 منډي جوړي کړې وي..

ددوی وروسته راتلونکو لوبغاړو لکه (جوناتن ټراټ)، روي بوپارا، ایان مورګن  او ماټ پریور په ګډه د انګلستان د منډو شمېر تر 230 پوري په خواری ورسوی.. دوی په ترتیب سره 86، 31، 50، او 22 منډي جوړي کړې.

د سیرلانکا له خوا څخه سپین بالر (مرلي درن) دوه وکټه، او هر یو لکه (لاست ملنګا)، انجیلو ماتهیو، اجنتا منډس، او دلشان یو یو لوبغاړي آوټ کړی..

انګلستان په خپلو پنځوسو اورونو کې صرف 230 منډي جوړي کړې، او سیرلانکا ته یې د 231 منډو هدف ورکړ.. چې د سیرلانکا دوو لوبغاړو هر یو لکه (دلشان) او (ترانګا) په یوازي سر دغه هدف تر لاسه کړی.. او لوبه یې په خپل نامه کړه.. دلشان 108 او ترانګا 102 منډي جوړي کړې.. او پاته مرسته ورسره د انګلستان بال غورځوونکو ورسره وکړه.. او 21 زیاتي منډي یې په وایټونو او لګ بایز باندی ور پوره کړې..

سیرلانکا به خپل راتلونکی سیمي فاینل د نیوزیلنډ سره د رواني میلادي میاشتي مارچ په 29مه نېټه په کولمبو کې کوي..



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.