ورزش

کریکټ: شاهد افریدي د هندوستان امیدونه خاوري کړل

نن ټکی اسیا: د آسیا جام د نړیوالو مسابقو په ترڅ کې تیره ورځ د پاکستان او هندوستان تر منځ پنځوس اوریزه لوبه وشوه، چي د پاکستان په ګټه تمامه شوه.

پاکستان د لوبي پچه وګټله، او لومړی یې خپل مخالف لوبډلي هندوستان ته د توپ وهني دعوت ورکړ، چي ښه فیصله ثابته شوه، ځکه پاکستان ډیر ژر د هندوستان مهم لوبغاړي وسوځول، خو وروسته د هندوستان نوموتی لوبغاړی جډیجا او ریادو د پاکستاني بالرانو په مخ کي د دیوال په شان ودریدل، او سکور ته یې حرکت وکړ، تر څو یې د هندوستان ټولي منډي ۲۴۵ ته ورسولې، او پاکستان ته یې ۲۴۶ منډي هدف وټاکه.

په جواب کي پاکستاني اپنر لوبغاړو هر یوه شهزاد او شرجیل په پيل کي ښه لوبه وکړه، او داسي ښکاریده چي لوبه به ډیر ژر تمامه کړي، خو بیا وروسته یو په بل پسي له میدانه وشړل شول، تر څو چي حفیظ (۷۵) او شعیب مقصود (۳۸) ښه ملګرتیا سره وکړه، او د هدف په لور یې ښه په حوصله قدمونه واخیستل، او داسي معلومیدل چی دواړه به په ګډه د پاکستان کښتی د ګټي تر ساحله ورسوي، خو لوبي یو ځل بیا مخ دهندوستان په اړخ واړاوه، ځکه چي په ۲۰۰ منډو حفیظ او په ۲۰۳ باندي شعیب مقصود له میدانه ووتل، او بیا میدان ته شاهد افریدي راغی، څوک چي هر رنګه لوبه په خپل نامه کولای سي، او هم هر رنګه لوبه د بل په غیږ کي غورځولای سي، ځکه د هغه په اړه هیڅ وړاند وینه کره نه خیږي.
نوموړي په ۱۸ بالونو ۳۴ چټکي منډي جوړي کړې، او په وروستیو دوه بالونو یې پر لپسې شپږيږي په ډیر جارحانه انداز کي ووهلي، او د هندوستان د ګټي ټول امیدونه یې له خاوري سره خاوري کړل.

نوموړي ددې تر مخه بالنګ هم ښه کړی وو، خو د هندوستان یو لوبغاړی یی هم نه وو سوځولی، د پاکستان په بالرانو کي سعید اجمل تر ټولو غوره بال غورځونکی وو، کوم چي په خپلو لسو اورنو کي یوازي ۴۰ منډي خپل مخالف لوبډلي ته ورکړې، او ۳ وکټي یی واخیستې، او همداسي محمد حفیظ چي وروسته د لوبي غوره لوبغاړی هم ونومول شو، هغه ۲ وکټه واخیستل، عمر ګل یو او نوي راغلي لوبغاړي محمد طلحه هم دوه وکټه واخیسته.

د هندوستان له خوا روهیت شرما 56، ریادو 58، جډیجا 52، ریهانې، 23، او وکټ کیپر کارتیک 23 منډي جوړي کړې، او پاته لوبغاړو د پام وړ کارکردګي نه لرله.

د کتونکو په نظر انډیا نور له دې سیالیو وتلې ده، ځکه هغه مخکي هم د سریلانکا په مقابل کي یوه لوبه بایللې، او اوس یوازي یو لوبه د افغانستان سره د رواني میاشتي مارچ پر ۵ لري، که هغه وهم ګټي، نو د نورو لوبو د پایلو حساب او کتاب به کیږي، که څه هم ډیر بعید احتمال بلل کیږي خو بیا هم د هندوستان د کرکیټ مینه وال ورته په تمه دي.

باید وویل شي چي نن به د افغانستان او سیرلانکا تر منځ لوبه تر سره کیږي، سرلانکا دوه لوبي کړي، دواړي یې ګټلي دي، او افغانستان دوه لوبو کي یوه لوبه ګټلې، او یوه یې بایللې ده، د افغانستان په اړه ویل کیږي چي هغوی ددې توان لري چي د نړیوال کرکیټ ټولو لوبه کونکو هیودانو ته ماتي ورکړې، که سبا همداسي وکړي، نو دا به د افغانستان د کرکیټ لپاره یو ډیر لوی ګام وي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x