افغانستان

د بګرام اډې ښځینه افغانې کارمندانې وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸زمری، ۱۳۹۶): هغه ښځینه افغانانې چې په بګرام کې يې د امریکایانو په پوځي اډه کې وظیفه ترسره کوله، د وسلوال برید لاندې راغلي.

په برید کې د دغې اډې درې کارمندانې وژل شوي او یوه ټپي شوې ده.

پيښه نن له غرمې وروسته نوموړې اډې ته په نږدې سیمه کې رامینځته شوې او بریدګر په تېښته بریالی شوي دي.

د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ ولسوال عبدالشکور قدوسي وايي چې څلور واړو افغانو ښځو د بګرام اډې په امنیتي برخه کې دنده درلوده.

نوموړي زیاته کړې چې یادو ښځو به اډې ته ورتلونکي کسان په دروازه کې تالاشي کول.

تر اوسه د پیښې مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x