دیني، سیرت او تاریخ

د سجدة السهوه د وجوب والي اصول!

مفتي عبدالباقي احسان

په عباداتو کي اصل دادی چي پوره یعني په صفت د کمال به ادا کیږي او په دغه صفت سره د عباداتو ادائیګي واجب ده، که چیري کوم وخت د بشري تقاضا په وجه د انسان څخه په لمانځه کي کوم زیادت او نقصان وسي، د دغه نقصان په وجه د لمانځه په اجر او ثواب کي نقصان راځي، د دغه نقصان د تلافي لپاره شریعت و لمونځ کوونکي ته د سجدة السهو حکم کړی دی، ځکه نو د نقصان په صورت کي سجدة السهوه پر انسان باندي لازمیږي.

په احادیثو کي د سجدة السهوي ثبوت!

د حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم و فرمایل: چي کوم شخص ته چي په لمانځه کي شک ور ولوېږي او ده ته د دې خبري معلومات نه کیږي، چي ما څلور او که درې رکعته لمونځ ادا کړی، دغه سړی دي د صواب په باره کي فکر وکړي پر کوم طرف چي یي غالب ګمان سو، لمونځ دي پر هغه بناء کړي او دوې سجدې دې تر سلام ګرځولو وروسته وکړي.
عن ابْنِ مَسْعُودٍ عن النبي صلى اللَّهُ عليه وسلم أَنَّهُ قال من شَكَّ في صَلَاتِهِ فلم يَدْرِ أَثَلَاثًا صلى أَمْ أَرْبَعًا فَلْيَتَحَرَّ أَقْرَبَ ذلك إلَى الصَّوَابِ وَلْيَبْنِ عليه وَلْيَسْجُدْ سَجْدَتَيْنِ بَعْدَ السَّلَامِ. بدائع الصنائع ج ۱ ص ۲۵۷

د سجدة السهوي د وجوب والي اصول!

د سجدة السهوي د وجوب لپاره په تفصیلي ډول بیان د فقهي په کتابو کښې بیان سوی، خو دلته هغه اصول په اجمالي ډول ذکر کوو، چي د سجدة السهوي د وجوب سبب ګرځي.

۱ – د لمانځه په واجباتو کښې کوم واجب د لمونځ کوونکي څخه په هیره سره پاته سي، مثلا: سورة فاتحه ورڅخه هیره سي.

۲ – یا کوم واجب د خپله ځایه وځنډوي، مثلا: د سجدې څخه را پورته سي، سمدستي د التحیات په ویلو سره شروع و نه کړي، بلکه د یوه رکن په اندازه تر فکر کولو وروسته یي شروع کړي.

۳ – یو واجب دوه واره تکرارا اداء کړي، مثلا: دوه واره سورة فاتحه تلاوت کړي.

۴ – یو واجب د یوه رکن په اندازه و ځنډوي، مثلا: یو سړي سورة فاتحه ختم کړه، د سورت شروع کیدل یي د درې واره سبحان ربی العظیم په اندازه و ځنډول، په دغه صورت کي پر لمونځ کوونکي سجدة السهوه لازمیږي.

۵ – یو واجب د خپل صفت څخه متغیر کړي، مثلا: امام په جهري لمانځه کي آهسته قرائت ووایي، یا په سري لمانځه کي په زوره قرائت ووایي.

۶ – د لمانځه په فرائضو کي کوم فرض د خپل ځای څخه و ځنډوي.

۷ – یا کوم فرض د خپل ځای څخه مخته کړي، مثلا: تر رکوع مخته سجدې ته ولاړ سي.

۸ – یا کوم فرض په هیره سره دوه واره ادا کړي، مثلا: دوه واره رکوع وکړي.

و لا یجب السجود الا بترک واجب، او تأخیره، او تأخیر رکن او تقدیمه او تکراره، او تغییر واجب، بأن یجهر فیما یخافت. الفتاوی الهندیة ج ۱ ص ۱۲۶ .

د سجدة السهوې د کولو طریقه!

سجده سهوه که د نقصان او د زیات په وجه واجب سوی وي، د اداء کولو طریقه یي د احنافو په نزد په دې ډول ده چي: آخره ناسته کي تر التحیات لوستلو وروسته دي راسته اړخ ته سلام وګرځوي، وروسته سجدة سهوه وکړي، تر سجدة سهوه تر کولو وروسته دي التحیات او درود شریف ووایي او سلام دي وګرځوي.

و کیفیته: أن یکبر بعد سلامه الأول و یصیر ساجدا، و یسبح في سجوده، ثم یفعل ثانیا کذالک، ثم یشهدثانیا، ثم یسلم کذا في المحیط، و یأتي بالصلاة علی النبي صلی الله علیه وسلم و الدعاء في قعدة السهو هو الصحیح. الفتاوی الهندیة ج ۱ ص ۱۲۵.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالقادر

الحم لله سبحان الله ! ډیره زیاته مننه کوم له دې غټ او لوی دینی خدمت څخه مو ،یوه پوشتنه لرم الله دی وکړی چی راته ځواب یی کړی . که چیری یو انسان ]څخه یو ه سجده هیره شی (یو ه سجده وکړی ) او په راتلونکی رکعت کی وریاد شی چی ما یوه سجده کړی دی په دی صورت کی څکوه ؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x