د جانیخیلو ولسوالۍ یو ځل بیا سقوط وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸زمری، ۱۳۹۶): د پکتیا ولایت د جانیخیلو په ولسوالۍ باندې د دولت پنځه ورځنی واک له ګوتو وتلی او یو ځل بیا یې د طالبانو په لاس سقوط کړی.

یاده ولسوالۍ د تېرې جولای میاشت په ۲۵مه طالبانو نیولې او لس ورځې يې تر واک لاندې وساتله او د تېرې جمعې په ورځ یې مرکز د دولتي ځواکونو لاس ته ورغی.

خو په ولسوالۍ کې د دولت د واکمنۍ پنځه ورځې نه پوره کیږي چې نن یې بیا سقوط وکړ او طالبان پرې واکمن شول.

طالبان وايي چې په دواړو ځلونو یې دولتي عسکرو ته درانه ځاني تلفات اړولي او ګڼې وسلې يې ترې ترګوتو کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد شېبه وړاندې په یو مطبوعاتي پیغام کې څرګنده کړه چې دا مهال د ولسوالۍ د مرکز او قومندانۍ په شمول ټولې پوستې د دوی تر واک لاندې دي.

تر اوسه د جانیخیلو ولسوالۍ د دوهم ځلي سقوط په اړه ولایتي او مرکزي چارواکو څه نه دي ویلي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.