افغانستان

کاپیسا کې لیوني سپي لسګونه کسان داړلي

نن ټکی آسیا: په دې وروستیو کې د کاپیسا ولایت په ځينو سېمو کې لیوني سپي زیات شوي او لسګونه کسان یې داړلي دي.
لیوني سپي د کاپیسا د مرکز سربېره د حصه اول ولسوالۍ کې لږ تر لږه څلوېښت اوسېدونکي داړلي دي.

 د حصه اول ولسوالۍ د ملاخېلو کلي اوسیدونکي وايي، چې ددوی په سېمه کې له تیرې ورځې راهیسې لیونی سپي پیدا شوی او د ملاخېلو،کولالا، لطیف خېل او اشترګران کلیو کې له څلوېښت ډېر کسان داړلي دي ، چې دا مهال په کابل کې د ده باباعلي په نوم روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي او واکسین شوي.
د کاپیسا ولایت د عامې روغتیا رئیس محمد میرزا په ځينو سېمو کې د لیوني سپي پیدا کېدل تائیدوي او په وینا یې چې د داړل شویو کسانو کره شمېر ورته نه دی معلوم؛خو د مرکز او ځينو ولسوالیو کلینکونو کې مو له پرونه راهیسې ډېری ناروغان تر تداوۍ لاندې نیولي.
د یادونې وړ ده، چې د لیوني سپي داړل یوه وژونکې ناروغۍ ده او که یې پر وخت واکسین ونه لګول شي، د داړل شوي ژوند له خطر سره مخ دی. په افغانستان کې په ډېری روغتونونو کې د همدې ناروغۍ ضد واکسینونه موندل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x