که حاجي یا حجیاڼۍ ته با وضو اوسېدل ګران وي، طواف به څنګه کوي؟

لیکنه: مفتي احسان الله

حج داسلام له ارکانو څخه یو اهم رکن دی، داسلام نور ارکان لکه لمونځ، روژه او زکات، هر یو ځانګړي شرائط، فرائض، ارکان، واجبات او سنن لري، دا رکم حج هم یو عبادت دی، ارکان، شرائط، واجبات او سنتونه لري.

په عبادت کې واجب هغه څه وي، چې کول يې لازمي وي، خو دعبادت وجود ورباندي موقوف نه وي، لکه په څلور رکعتیز لمانځه کې اوله ناستې، چې واجبه ده، خو که پاته سي، فرض دسړي له زمې بیا هم اوړي، که څه هم ناقص وي.

نو په حج کې طواف کول یو لازمي امر دی، او دطواف لپاره بیا اودس درلودل واجب دی، نو که دطواف په وخت کې دیو چا اودس دڅه عذر له امله بیا بیا ماتیږي، فورا به پر هغه ځای طواف دروي، اودس به کوي، بیا به له هغه ځایه دوباره طواف جاري کوي.

که یو سړی، او یا ښځه په داسي مرض اخته ول، چې دمعذور په حکم کې هم نه ول داخل، او په طواف کې په بیا بیا اودس هم ماتې دی.

مثلا:

که یوه ښځه یا سړی په داسي مریض اخته وي، چې په طواف کې بیا بیا اودس ماتیږي، او بار بار اودس کول هم ورته ممکن نه وي، په حرم کې رش زیات وي او وخت کم وي بیا بیا اوداسه ته تلل ورته ممکن نه وي، یا یوې ښځې سره خپل واړه بچیان وي، په حرم شریف کې درش له امله بیا بیا اودس کول ورته ممکن نه وي، په دغه وخت کې ځینو هم عصره مفتیانو او علماو کرامو دداسي معذور لپاره دجواز حکم ورکړی دی، نو که یو څوک په داسي حال کې طواف بې له اوداسه وکړي، ګناه هم نسته ورباندي او دم هم نه ده ورباندي لازمه.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.