د نظر حقیقت، شرعي حکم او علاج!

مفتي عبدالباقي احسان

نظر چي په عربي یا شرعي اصطلاح کي ورته ( عین ) ویل کیږي، حق دی او په صحیح احادیثو سره یي اثبات سوی دی.

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « الْعَيْنُ حَقٌّ وَلَوْ كَانَ شَىْءٌ سَابَقَ الْقَدَرَ سَبَقَتْهُ الْعَيْنُ ». رواه المسلم في باب الطب والمرض و الرقی.
ژباړه: ابن عباس رضی الله عنهما روایت کړی چي: نبي کریم صلی الله وسلم و فرمایل چي نظر ( عین ) حق دی،که چیري یو شی تر قضاء مخته کیدلای سوای، نظر به تر مخته سوی وای.

د نظر په حقیقت کي د علماوو څخه مختلف اقوال نقل سوی دي!
ځیني علماء وایي چي: کله عائن ( نظر کونکی ) په خبیث کیفیت سره مکیف ( موصوف ) سي، د ده له سترګو څخه یو زهري قوت وزي او پر نظر سوی شخص ( معین ) باندي لګیږي او دی په متضرر کیږي.

ځیني نور علماء فرمایي چي: د ځینو کسانو د سترګو څخه داسي باریک جوهرې اجسام وزي چي په سترګو نه لیدل کیږي، د نظر سوی شخص و بدن ته د مسامو د لاري داخلیږي او هغه شخص په متضرر کیږي.
علامه ابن القیم الجوزي رح ځیني نور اقوال هم په دغه باره کي را نقل کړی، خو تقریبا ټوله اقوال په مجموع کي په پورتني اقوالو کي په لږ تغیر سره جمع کیږي.
فقالت طائفة: ان العائن اذا تکیفت نفسه بالکیفیة الردیئة، انبعث من عینه قوة سمیة تتصل بالمعین، فیتضرر … و قالت فرقة أخری: لا یستبعد أن ینبعث من عین بعض الناس جواهر لطیفة غیر مرئیة، فتتصل بالمعین، و تتخلل مسام جسمه، فیحصل له الضرر. زاد المعاد ج ۳ ص ۸۳۱ طبع: دار احیاء التراث بیروت.

د دغه خبیثو تأثیراتو مخنیوی!

د دغه خبیثو تاثیراتو مخنیوی د شریعت له نظره په دوه ډوله سره کیږي،
۱ – په روحاني طریقه سره
۲ – په غیر روحاني طریقه سره.

په روحاني طریقه سره!
د نظر کوونکي یا معین دغه خبیث تاثیرات هغه وخت د انسان و بدن ته داخلیږي چي انسان په روحاني زغره باندي نه وي ملبوس، روحاني زغره یعني هغه مسنوني او نبوي دعاګاني چي د نبي کریم صلی لله علیه وسلم څخه د دغه خبیثو تاثیراتو د مخنیوي لپاره را نقل سوی دي.
وهی سهام تخرج من نفس الحاسد و العائن نحو المحسود و المعین، تصیبه تارة و تخطئه تارة ، فان صادفته مکشوفا لا وقایة علیه، أثرت فیه، و لا بد، و ان صادفته حذرا شاکی السلاح لا منفذ فیه للسهام، و لم تؤثر فیه، ربما ردت السهام علی صاحبها. زاد المعاد ج ۳ ص ۸۴۲ طبع: مذکور.

هغه دعاوي او اذکار چي د نظر کوونکي ( عائن ) نظر دفع کوي د ( قل اعوذ برب الفلق) او (قل اعوذ برب الناس)، سورة فاتحة، آیة الکرسي او د مسنونو نبوي دعاګانو ډیر تلاوت دی

والمقصودُ: العلاجُ النبوىُّ لهذه العِلَّة، وهو أنواعٌ…
فمن التعوُّذاتِ والرُّقَى الإكثارُ من قراءة المعوِّذتين، وفاتحةِ الكتابِ، وآيةِ الكُرسى، ومنها التعوذاتُ النبوية.
نحو: “أعوذُ بكلماتِ اللهِ التامَّاتِ مِن شرِّ ما خَلق”.
ونحو: “أعوذُ بكلماتِ اللهِ التامَّةِ، مِن كُلِّ شيطانٍ وهامَّةٍ، ومِن كُلِّ عَيْنٍ لامَّةٍ”.
ونحو: “أعوذُ بكلماتِ اللهِ التَّامَّاتِ التى لا يُجَاوِزُهُنَّ بَرٌ ولا فاجرٌ، مِن شَرِّ ما خلق وذرَأ وبرَأ، ومِن شَرِّ ما ينزلُ من السماء، ومِن شَرِّ ما يَعرُجُ،فيها، ومِن شَرِّ ما ذرأ فى الأرض، ومِن شَرِّ ما يخرُج مِنها، ومِن شَرِّ فِتَنِ الليلِ والنهار، ومِن شَرِّ طَوَارق الليلِ، إلا طارقاً يَطرُق بخير يا رحمن”.
ومنها: “أَعُوذُ بكلماتِ اللهِ التامَّةِ مِن غضبه وعِقَابه، ومِن شرِّ عباده، ومِن هَمَزات الشياطينِ وأن يَحضُرونِ”.
ومنها: “اللهُمَّ إنى أعوذُ بوجْهِكَ الكريم، وكلماتِك التامَّاتِ من شرِّ ما أنت آخِذٌ بناصيته، اللهُمَّ أنتَ تكشِفُ المأثَمَ والمَغْرَمَ، اللهُمَّ إنه لا يُهْزَمُ جُنْدُكَ، ولا يُخلَفُ وعدُك، سبحانَك وبحمدِك”. زاد المعاد ج ۳ ص ۸۴۳ طبع: مذکور.

دغه پورتني اذکار لکه څرنګه چي د نظر کوونکي نظر دفع کوي، همدا ډول د هغه کس څخه د نظر تأثیرات ختموي چي نظر سوی وي، ځکه نو هر مسلمان لره ښایي چي د دغه دعاوو ذکر په خپله هم ډیر وکړي او هم د کور نور غړی ورباندي باعث کړي، بیا به ان شاء الله دغه ذاکرین د نظر او نورو شیطاني تاثیراتو څخه د الله جل جلاله په فضل محفوظ وی.

د نظر د مخنیوی لپاره شرعا غیر روحاني طریقه!

۱ – د ماشوم پر تندي یا زنه باندي د نظر لپاره د تورټکی ور جوړول!

ومن علاج ذلك أيضاً والاحتراز منه سترُ محاسن مَن يُخاف عليه العَيْن بما يردُّها عنه، كما ذكر البغوىُّ فى كتاب “شرح السُّنَّة”: أنَّ عثمان رضى الله عنه رأى صبياً مليحاً، فقال: دَسِّمُوا نُونَتَه، لئلا تُصيبه العَيْن، ثم قال فى تفسيره: ومعنى “دسِّمُوا نونته” أى: سَوِّدُوا نونته، والنونة: النُّقرة التى تكون فى ذقن الصبىِّ الصغير.

ژباړه: د هغه چا د ښایسته ځایونو پټول چي د نظر ویره ورباندي وي هم ( د مرض ) د دفع کولو علاج دی، لکه په شرح السنة د بغوي کښې چي راغلی چي عثمان رضی الله عنه یو ښایسته ماشوم لیدلی ؤ، ده رضی الله عنه وییلي وه چي ( زنه یي ور توره کړی ).

۲ – په کښت یا نوی تعمیر باندي د ښکرو یا داسي کوم بل شی درول چي اول وار د نظر کوونکي نظر ورباندي ولګیږي.
وروی أن امرأة أتت النبي صلی الله علیه وسلم و قالت: انا أهل حرث و انا نخاف العین علیه، فأمرها رسول الله صلی الله علیه وسلم أن تجعل فیه الجماجم… قالوا: تأویل الأحادیث عن أهل السنة أن العین حق فی الجملة کما نطق به الحدیث أی الاصابة بها و لذا شرع وضع الجماجم فی الحرث حتی اذا نظر الناظر الیه و عینه ضارة تقع علی الجماجم أولا لارتفاعها، فنظره بعد ذالک فی الحرث لا یضره، اما لاشتراک النظر، او لأن الشئ انما یعجب في مجاری العرف في اول نظرة. الفتاوی الغیاثیة ص ۱۱۱ طبع: جان محمد کتب خانه کوئټه.
د ژباړي خلاصه: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یوه ښځه راغله او ورته یي وویل چي موږ کښت ګر خلګ یو، پر خپل کښت باندي د نظر څخه ویریږو، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته امر وکړی چي جماجم ( کوپړۍ ) پکښې و ځړوی، ( فقهاوو ) ویلي دی چي ( د نظر په باره کي ) د احادیثو تاویل د اهل السنة والجماعة په دې ډول دی چي: په مجموع کي د احادیثو له رویه نظر حق دی، ځکه نو د جماجمو ( کوپړۍ ) لګول په کښت کي د دې لپاره روا دی چي: نظر کونکی مضر نظر د دوی د لوړ والي له وجه اول وار پر دغه جماجمو ولګیږي، وروسته یي نظر پر کښت باندي نظر تاثیرد دې وجه نه کوي چي د نظر کوونکي د نظر اشتراک راسي، یا په عرف کي اول نظر انسان په تعجب کي اچوي.

د دغه پورتنۍ حوالي په استناد ویلای سو چي دغه زموږ په ماحول کي چي پرنوی تعمیراتو د سرو ټوکرانو څړول، د ښکرانو درول او داسي نورڅه شرعا روا دي، ځکه چي په دغه حدیث کي د کوپړۍ د ځړولو علت د نظر کوونکي (عائن ) اول نظر دفع کول ښوول سوی، نو هر هغه شی چي د عائن نظر دفع کړي، په ځړولو کي به یي ان شاء الله شرعي مشکل نه وي..



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.