د جاني خیلو ولسوالۍ دریم ځلیز سقوط څه په ډاګه کوي؟

نن ټکی اسیا-سرمقاله

د خبري رسنیو د خبر په حواله د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ یو ځل بیا د طالبانو په لاس سقوط وکړ.

د یادې ولسوالۍ مرکز ایله پنځه ورځې وړاندې دولتي ځواکونو له طالبانو څخه بیرته نیولی او هلته یې یو زیات شمیر تازه دمه پوځیان له ډیرو پوځي مهماتو سره ځاي پرځای کړي وو.

د پکتيا ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم له رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د ملکي تلفاتو د مخنيوي په موخه دولتي ځواکونه هغه مهال د جانې خیلو ولسوالۍ له مرکزه تکتیکي شاتګ ته اړ کړای شول چې طالبانو له څو لوریو ورباندې بریدونه پیل کړل.

د هیواد په نورو لیري پرتو سیموکې به د ولسوالیو د سقوط په اړه د دولتي چارواکو توجیه دا وه چې دوئ د طالبانو د بریدونو په مقابل کې د وسلو، پوځي مهماتو او پرسونلو له کمښت سره مخ وو.

خو د جاني خیلو ولسوالۍ د دریم ځلیز سقوط د توجیه لپاره به نه پوهیږو د دولتي چارواکو دلیل څه وي؟

ځکه د یادې ولسوالۍ مرکز فقط پنځه ورځې وړاندې له طالبانو څخه بیرته ونیول شو او هلته په کافي اندازه امنیتي ځواکونه له بشپړو پوځي مهماتو او وسلو سره ځای پرځای شول.

اوس پوښتنه داده چې له ډیورنډ کرښې سره په پوله داسې یوه مهمه ولسوالۍ د دولتي ځواکونو له ټولو احضاراتو سره سره ولي په دومره آساني سره د طالبانو په لاس سقوط کوي؟

د جاني خیلو ولسوالۍ د خپل ستراتیژیک سوق الجیشي اهمیت له مخې د پکتیا ولایت تر ټولو مهمه ولسوالۍ ده چې بایلل او تر لاسه کول یې په یاد ولایت کې د جګړې پرمعادلې مهم اغیز لري.

د یادې ولسوالۍ دریم ځلیز سقوط دا په ډاګه کوي چې دولتي ځواکونو د خپل کمزوري مدیریت او د هغوئ په منځ کې د شته فساد له وجې د جانب مقابل د بریدیدونو په مقابل کې هرډول دفاعي ځواک له لاسه ورکړی دی.

اوس که یوځل بیا دولتي ځواکونه د یادې ولسوالۍ د بیا نیولو لپاره سوق کیږي ښايي هیڅ کوم دولتي سرتیری په ډاډه زړه د ولسوالۍ د بیا نیونې په عملیاتو کې سهم وانخلي؛ ځکه هغوئ پوهیږي چې که نن همدا ولسوالۍ د لسګونو سرتیرو د سر په بيه ونیول شي هم سبا به بیرته سقوط کوي او دوئ به تري په اصطلاح تکتیکي شاتګ ته اړیستل کیږي.

د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ د دولتي مراکزو د لاس په لاس کیدو لړۍ یواځې په جاني خیلو ولسوالۍ کې نه؛ بلکې د هیواد په اکثرو ولایتونو کې جریان لري.

د هلمند د ناوې ولسولۍ چې څو ورځې وړاندې همداسې د دولتي ځواکونو د یوه متقابل برید په ترڅ کې له طالبانو څخه ونیول شوه اوس بیرته ډیره نیږدې شوې چې بیا د هغوئ په لاس سقوط وکړي.

د دولت او طالبانو ترمنځ د ولسوالیو او نورو پوځي مراکزو لاس په لاس کیدل که د جګړې طرفینو ته آسانه خو ولسي وګړو ته ډیره سخته او د هغوئ پراقتصادي او معیشتي چارو یې اغیز ډیر منفي دی، ځکه د جګړې د ښکیلو لوریو ترمنځ د جګړې له امله په زرګونو کسان په سیمه کې د خپل کوراو کلي پریښودوته مجبوریږي او په ځینو مواردو کې یې کلي، کورونه او ښارونه د توپونو او بمونو هدف ګرزي چې په ځاني مرګ ژوبلې سر بیره ورته ډیر مالي تلفات هم اوړي.



یوه تبصره

  1. الحمد الله لویه خدایه شکر دی نور دې هم رحمت غواړم !

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.