
کندهار: سرتيري بريد ديارلس عسکر ووژل
طالبان وايي چې تېره غرمه شاوخوايوولس بجې د دوى يوه ملګري له واسکټ نه په ګټې د اوومې حوزې اړوند د باغ پل په سيمه کې په افغان ځواکونو سرتېرى بريد کړى دى.چې په پايله کې يې ديارلس عسکر مړه او پنځه نور سخت ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال کې دى چې په هېواد کې د راروانو ټاکنو لپاره د هېواد په لويو ښارونو کې د کلکو امنيتي تدابيرو خبر ورکړل شوى دى.