جان مکین په افغانستان کې له امریکايي عسکرو سره

جان مکین د افغانستان په اړه د خپلې ستراتیژۍ طرحه خپره کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰زمری، ۱۳۹۶): د امریکا په سنا مجلس کې د پوځي خدماتو کمیټې مشر (جان مکین) خپله هغه ستراتیژي خپره کړې چې د ټرمپ ادارې ته يې د افغانستان د جګړې د ګټلو په هیله وړاندې کړې.

نوموړي ویلي چې د اوباما ستراتیژي مازې له شکسته د ځان ساتلو هدف درلود او په اوس وخت کې د امریکا د ملي منافعو د خوندیتوب لپاره نوې ستراتیژي ډیره ضروري ده.

خو په عین حال کې يې زیاته کړې چې «دا حقیقت باید ومنو چې مونږ په افغانستان کې د شکست په حال کې یو». د هغه په اند د دغه حالت د بدلولو لپاره باید وخت ضایع نه شي او د نوې ستراتیژۍ په جوړولو عجله وشي.

د جان مکین لخوا په طرح شوې ستراتیژۍ کې ټوله تکیه او تمرکز په افغان حکومت او عسکرو دی، چې د هغوی له فزیکي شتون څخه په استفادې امریکا په افغانستان کې خپل اهداف خوندي کړي.

یاد سناتور غوښتنه کړې چې افغان حکومت د طالبانو په لاس له سقوط څخه وژغورل شي او تر اعظمي ممکنه حده پورې تقویه شي ترڅو طالبانو ته ماتې ورکړي.

سناتور جان مکین افغانستان ته د اضافي عسکرو په لیږلو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د دغو اضافي عسکرو د زور په مټ په افغانستان کې د سولې پروسې ته لار برابریدای شي.

نوموړي همدا راز غوښتنه کړې چې امریکا دې له افغان حکومت سره نور اوږمهاله او دایمي تړونونه هم امضا کړي ترڅو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو دایمي شتون یقیني شي.

د جان مکین په ستراتیژۍ کې راغلي چې په افغانستان کې د امریکايي منافعو د خوندیتوب لپاره باید د افغان عسکرو رونیز او مشورتي ټیمونه په کار واچول شي او همدا راز کله چې افغان عسکر د طالبانو په خلاف ځمکني عملیات کوي نو امریکايي الوتکې به یې د مرستې لپاره په سر ګرځي.

دغې ستراتیژۍ له افغان حکومت سره د اداري فساد په مخنیوي، مالي شفافیت او د قانون په حاکمیت کې هم د مرستې وړاندیز کړی او همدا راز یې په پاکستان باندې د ډیپلوماتیکو، نظامي او اقتصادي فشارونو غوښتنه کړې.

یادې ستراتیژۍ یو ځل بیا ټینګار کړی چې امریکا دې په مختلفو برخو کې له افغان ځواکونو سره کومک وکړي ترڅو په خپلو پښو ودریږي او د دې جوګه شي چې په تنها ځان جګړه پرمخ بوځي.

د جان مکین له ستراتیژۍ څخه داسې ښکاري چې نوموړی هم په دې قانع دی چې امریکايي ځواکونه د افغان عسکرو له مرستې پرته په افغانستان کې د شپه تېر ځای نه لري، له همدې کبله یې د ستراتیژۍ په طرحه کې د امید دواړه سترګې افغان عسکرو ته دي او د هغوی په تقویه کولو او روزلو ټینګار کوي.

د یادونې وړ ده چې د ټرمپ سپینه ماڼۍ په افغانستان کې د خپلې راتلونکې ستراتیژۍ په اړه په دوه غبرګو ډلو ویشل شوې؛ یوه ډله د اضافي عسکرو پلوي کوي او بله یې مخالفه ده.

وړمه ورځ طالبانو د خپل رسمي دریځ په څرګندلو سره ویلي و چې که امریکا رښتیا هم له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو اعلان وکړي، طالبان یې هرکلی کوي او تیار دي چې په اړوندو موضوعاتو ورسره خبرې وکړي.



یوه تبصره

  1. مکن خبیث د امریکا د هغو لویانو او اسفل سافلین ځناورو له ډلی دی چه د ( نیو ورلډ اردر ) د نړیوال حکومت ( یعنی د نړی مستعمره کولو ( د زمکی د خدایی تر لاسه کولو هلی ځلی آو اوتی بوتی وایی ، مګر دا خبیث دومره ناتوانه دی چه دخپل ځان د روغتیا ( د مغزو تومر ) مخه نه شی نیولی له اتیا وو پورته عمر لری ، نن دی که صبا دا ارمان به ګور ته له ځانه سره وړی ، د حریص کاسه چپه لاس یی تش خوله یی سپیره .
    هیڅ شرم او حیا نه لری ، وایی شدی مستی د هر چا خوشیږی خو د پیشو پسی خڼی راوتلی ، د افغانستان د مظلوم اولس ځورولو او وژلو ته د امریکا ملی ګټی وایی لکه څوک چه میکن ته ووایی چه میرمن به دی زه اخلم زه پکی ملی ګټی لرم ، دا خبیث دا سی نه چه د افغانستان او یا د نړی د مظلوم بشریت دشمن بلکه د امریکا او د اروپا د مظلوم اولس چه د قانون په زور یی استثماروی زیات دشمن دی ،
    لکه مستعمرو کی چه یی طبقاتی نظام راوستی یعنی د ګوتو په شمار غلامان یی میلونر او بیلونر جوړ کړی او د بین الملل مافیه سره یی په تعاملاتو کی اچولی او د هغه مستعمرو نهه نوی مظلوم اولسونه یی د قفر او غریبیو سره مخ کړی عین یی کار یی په امریکا او اروپا کی هم کړی صرف دومره توپیر چه مستعمرو کی یی د ډالرو ، مرمیو او میدیا په مت او هغو هیوادو کی چه حکومتی تسلط ورباندی لری د قانون په زور استثماروی او غلامان یی ساتلی دی .
    دا خبیث هڅه لری چه هم زمونږ مظلوم او غریب اولس په هماغه غریبو عسکرو او پولیسو ووژنی چه د غریبی او نابوهی له امله یی په کمو معاشو عسکری او پولیسی منلی او هم د امریکا او اروبا غریبان عسکر چه د بیکاری او غریبی له امله عسکری ته په کمو معاشو استخدامیږی او د نور مظلوم بشریت غریبان په هغو غریبانو وژنی او دغه خبیثان ټول په همدغه بیلونران شوی چه نه د خپلو هیوادو او نه د مستعمره هیوادو په غریبانو په وژنه پروا لری د دوی لویه خبره دا جه دامریکا ملی ګټی یعنی ددغه یوی طبقی د جیب ګټو ته ملی ګټی وایی .

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.