ټرمپ: د افغانستان لانجمنې جګړې په اړه پرېکړې ته نژدې شوي یو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰زمری، ۱۳۹۶): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، چې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر او پاتې کېدو په اړه پرېکړې کې لږې ورځې پاتې دي او ژر به دغه پرېکړه وکړي. ټرمپ په نيو جرسي ايالت کې يوې غونډې ته وويل، چې دا يوه درنه او ستونزمنه پرېکړه ده او «ماته يوه ستره لانجه په میراث کې راپاتې ده.»

د ولسمشريزو انتخاباتو په سياليو کې ټرمپ د افغانستان يادونه ډېره نه وه کړې او د ټاکنو شعار يې «تر ټولو لومړی امریکا» و او ژمنه يې کړې وه، چې له امریکا د باندې به د امريکايي پوځيانو حضور ته د پای ټکی کېږدي. د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال، افغانستان کې د امریکايي پوځيانو شمېر تر يو لکو پورې ورسېد، چې وروسته يې کم کړ او زياته يې کړه، چې په جګړې کې خپل فعاليت تر ټولو ټيټې کچې ته راولي، خو ټرمپ له دې جګړې د نهيلۍ تر کچې رسېدلی، تر ډېره په دې اړه پټه خوله و، خو تېره مياشت کې يوه غونډه کې جنرالانو ته سپکې سپورې وويلې او زیاته يې کړه، چې موږ په افغانستان کې دغه جګړه نه شو ګټلی.

د ټرمپ له څرګندونو درې ورځې وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس ټيلرسن هم ويلي و، چې ولسمشر ټرمپ خپلو سلاکارانو ته د افغانستان په اړه درانه او سخت سوالونه سپارلي او ټينګار يې کړی و، چې افغانستان کې به د امريکايي پوځيانو حالت د اوس په څېر پاتې نه شي.

امریکايي چارواکي وايي، چې ډونلډ ټرمپ ځکه تر اوسه د افغانستان په اړه خپله پاليسي نه ده اعلان کړې، چې نوموړی د افغانستان د جګړې په اړه شکونه لري او د جګړې په ګټلو بې باوره شوی دی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.