ملا اختر محمد منصور

طالبان: اختر محمد منصور د افغانستان په یوه کلیواله سیمه کې اوسېده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰زمری، ۱۳۹۶): د طالبانو د تحریک لخوا په یوه نوي خپاره شوي کتاب کې له دې رازه پرده پورته شوې چې ددې خوځښت دوهم مشر ملا اختر محمد منصور وړاندې له دې چې د امریکایانو لخوا په نښه شي د افغانستان د جنوب لویدیځ په یوه کلیواله سیمه کې اوسیده.

( د سپین کاروان سرلاري) د هغه کتاب نوم دی چې په دې وروستیو کې د طالبانو د فرهنګي کمیسیون لخوا په ۵۲۲ مخونو کې چاپ شوی او ددې ډلې د پنځوس تنو مخکښو څیرو، سیاسي شخصیتونو او نظامي قومندانانو ژوندلیکونه په کې راټول شوي دي.

د کتاب په ۵۰ مخ کې د ملا اختر محمد منصور د ژوندلیک په لړ کې دا خبره هم راغلې چې نوموړي د امریکایي ډرون الوتکې لخوا له ویشتل کیدو مخکې د افغانستان دهلمند او نیمروز ولایاتو ترمنځ په یوه کلیواله سیمه کې ژوند کاوه.

په کتاب کې د منصور صاحب د یوه ملګري ملا اغاجان له قوله راغلي ( په دې سیمه کې شهید منصور صاحب له ۸ کسو مجاهدینو سره اوسیده، دوی د عامو مجاهدینو په شان مسلح ګرځیدل اود سیمې مجاهدینو او عامو خلکو ته یې ځانونه د یوه محلي ډلګی مشر ملګري معرفي کړي وو تر څو د اوسیدو ځای یې افشا نه شي. دوی د اړتیا په وخت شاوخوا نورو سیمو ته هم سفر کاوه)

ملا اغاجان چې په دې وخت کې له ملا اختر محمد منصور سره نږدې اوسیدلی وایي(په دې مرحله کې منصور صاحب د احتیاط په خاطر له مجاهدینو سره مخامخ لیده کاته نه کول. بلکې د ځانګړو استازو په توسط یې هغوی ته احکام صادرول دغه راز به کله یوې داسې سیمې ته له خپلو ملګرو سره نږدې شو چې انټرنټ به کار کاوه بیا به یې د ایمیل او نورو طریقو نه په استفاده له مسؤلینو سره رابطه کوله او د وظایفو په باره کې یې ورسره سلا مشوره کوله. په دې میشت ځای کې په جهادي او ورځنیو رسمي وظائفو سربیره نوموړي ډیر وخت مطالعه کوله او یا به له ملګرو سره په موټر کې ګرځیده او د جهاد او اولس حالت به یې ځان ته معلوماوه)

ملا اغاجان د خپل ژوند ددې مرحلې په اړه زیاته کړې( دا مې د ژوند تر ټولو خوږه خاطره وه. ځکه د اسلامي امارت زعیم د خپل وطن په سپیرو کوډلو کې داسې ساده ژوند درلود لکه یو عام دسنګر مجاهد)

د ملا اختر محمد منصور د میشت ځای په اړه دا خبره په داسې حال کې رابرسیره کیږي چې له دې وړاندې رسنیو او د طالبانو مخالفینو دعوه کوله چې د طالبانو مشران ټول په پاکستان یا ایران کې اوسي. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې وړمه ورځ د ملا اختر محمد منصور په اړه یو ځل بیا راپور نشر کړ او ویي لیکل چې نوموړی د امریکایي ډرون لخوا له ویشتل کیدو مخکې پوه شوی و چې په نښه کیږي نو ځکه یې له خپلې کورنۍ سره وداعي ټیلفون کړی و.

ملا اختر محمد منصور د طالبانو د اسلامي تحریک دوهم مشر و چې د ۱۳۹۵ لمریز کال د جوزا په لومړۍ نیټه یې د امریکایي ډرون الوتکې د برید په پایله کې ژوند له لاسه ورکړ.



2 تبصرې

  1. هرو مرو به ایران دا کار کړی وی ځکه چی دایران له پولی پاکستان ته اوړی خو ایران به پری فوه وه او پاکستان ته به یی خبر ورکړی وی اصلی مجرم ایران ده

  2. مولوی شهباز

    فه سیاسی او دیپلوماتیکه تو ګه او هم دسخطی سکورټی او هم دداسی سخطو شرایطو په درشل کی باید منصور سفر نه وی کړی او خپل استازی یی لیږلی وی طالبان تر اوسه یو پر بل دا لورینه او اعتماد نلری چی بهر ملک ته بل وهستوی لکه نادیده کورنی همیش یی هر یو غواړی چی بل ور سخه تعلق کی مخکی نشی او بی اعتمادی دومره پکښی ډیره ده که کلونه هم سره یو ځای تیر کړی په بل یی رواداری دیو داسی کار نه وی چی یا خو له چا سره وپیږنی او یا له چا سره بلد شی خصوصا دا دقندهار اغاګانو کی ډیر رواج ده چی خپل اغای یی مخکی وی که هغه ښه سړی وی او که بد سړی دا معتصم اغا ده دا طیب اغا ده دا اکبر اغا ده دفلان اغا ده او دا فلان اغا هر مشر باید خپل استازی ولری او هغه یو خارجی دیپلو ماتیک کار پسی ولیږی۰۰۰۰۰۰

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.