د شیطان پېژند ګلوي (څوارلسمه برخه)

لیکوال : دکتور کفایت الله وردګ

یادګېرنه : په تېرو برخو کې د انسان او شیطان د دښمني په اړه خبرې په تېره برخه کې مو پدې خبرې کولې چې شیطان د انسان د بې لارې کولو لپاره څه کولی شي؟ هلته تېر شول چې خلکو ته ځینې عملونه ښائسته ور ښکاره کولی شي ، خلکو ته دوکه ورکولی شي ، خلکو ته درواغ وایي او په درواغو څوک تېر ایستلی شي … د تېرې برخې په تعقیب پدې او راتلونکې برخه کې به دا خبره سره و څېړو چې شیطان په ځینې غیبو هم خبرېدلی شي ….

په غيبو خبرېدل

دې خبرې ته مخکې هم یوه اشاره تېره شوه چې دا هم د شیطان د دښمني یو صورت دی چې هغه له نجومیانو او کاهنانو سره مرسته کوي چې نور خلک دوکه کړي شیطانان هغه خبرو ته غوږ ونیسي چې ملائک یې چې د دنیا ځینې فیصله شوې خبرې کوي هغه واوري په دنیا کې یې څه کاهنانو ته ووایي دا کاهنان چې خلکو ته هغه خبرې کوي نو سل ورسره له ځانه وتړي خلک یې چې هغه یوه خبره وویني چې رښتیا شوه نو دا سل درواغ یې هم ورسره ومني او په هغه باندې دوکه شي پداسې حال کې چې هغه کس د هېڅ اهمیت قابل نه وي دوی ورته عزت ورکړي او هغه ته په بې جوړې احترام قايل شي دلته مو ددې خبرې د تفصیل لپاره لږ حصاروم.

ددې خبرې تفصیل دادی چې د رسول الله صلی الله علیه و سلم تر بعثت هم لا مخکې به شیطانانو د اسمان خبرې را پټولې الله جل جلاله په قرآن کریم کې د جنیاتو یو قول را نقل کوي چې هغوی ویل : وَأَنَّا كُنَّا نَقْعُدُ مِنْهَا مَقَاعِدَ لِلسَّمْعِ فَمَنْ يَسْتَمِعِ الْآَنَ يَجِدْ لَهُ شِهَابًا رَصَدًا (9) . سورة الجن

ترجمه : او بېشکه وو مونږ چې کیناستلو پخوا له لېږلو ددې پیغمبر له دې آسمانه په ځایونو د کېناستلو کې د پاره د آورېدلو نو هغه څوک چې آورېدل غواړي اوس مومي به د پاره د ځان د اور لمبه منتظره (چې سوزوي ئې) .

امام قرطبی رحمه الله ددې آیت په تفسیر کې زیاتوي : پېریان به په داسې ځای کې کېناستل چې د اسمان خبرې به یې آورېدلې او دا به شیطانان وو له پېریانو څخه او دا کار به یې ددې لپاره کاوه چې له ملائکو څخه د اسمان خبرې واوري او بیا یې نجومیانو ته ووايی .

لکه حضرت عائشه رضی الله عنها چې فرمايي دې له رسول الله صلی الله علیه و سلم څخه واورېدل چې فرمايل يې :

إن الملائكة تنزل في العنان وهو السحاب، فتذكر الأمر قضي في السماء فتسترق الشياطين السمع فتسمعه، فتوحيه إلى الكهان فيكذبون معها مائة كذبة من عند أنفسهم . متفق علیه

ترجمه : بېشکه ملائک په وريځو کې را ښکته کيږي او د هغه کارونو خبرې کوي چې په اسمان کې يې فيصله شوې وي شيطانان ورته غوږ ونيسي نو ځينې خبرې واوري هغه په دنيا کې نجوميانو ته را ورسوي هغوی يوه خبره دا وکوي او سل ورسره له ځانه درواغ وتړي (خلک چې د دوی دا يوه خبره وګوري چې رښتيا شوه نو د هغوی درواغ هم ومني) .

همدارنګه یو بل حدیث دی حضرت ابو هریره رضی الله عنه فرمایی رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایل :
إذا قضى الله الأمر في السماء، ضربت الملائكة بأجنحتها خضعانا لقوله، كأنه سلسلة على صفوان، فإذا فزع عن قلوبهم قالوا:ماذا قال ربكم؟ قالوا للذي قال: الحق، وهو العلي الكبير، فيسمعها مسترق السمع، ومسترق السمع هكذا بعضه فوق بعض – ووصف سفيان بكفه فحرفها، وبدد بين أصابعه – فيسمع الكلمة فيلقيها إلى من تحته، ثم يلقيها الآخر إلى من تحته، حتى يلقيها على لسان الساحر أو الكاهن، فربما أدرك الشهاب قبل أن يلقيها، وربما ألقاها قبل أن يدركه، فيكذب معها مائة كذبة، فيقال: أليس قد قال لنا: يوم كذا، كذا وكذا! فيصدق بتلك الكلمة التي سمع من السماء. صحیح البخاري

ترجمه : کله چې الله جل جلاله په اسمان کې د کوم کار فیصله کوي ټولې فرښتې خپل وزرونه ورته له عاجزي نه ښکته کړي دوی ته داسې یو ډول اواز ور آورېدل کیږي لکه ځنځیر چې په ښویه تیږه کش کول کیږي چې د هغوی له زړونو څخه رعب لاړ شي نو بیا سره وایي الله جل جلاله څه وويل؟ نور ورته وایی هغه څه چې ویې ویل حق دي الله جل جلاله ډېر لوی دی (پدې مینځ کې دوی ځینې هغه خبرې کوي چې په اسمانونو کې یې فیصله شوې وي) نو دا خبرې هغه شیطان واوري چې د همدې خبرو د آورېدلو لپاره ناست وي او شیطانان ددې خبرو د آورېدو لپاره یو د بل د پاسه کیني ترڅو دومره اوږده سلسله ترې جوړه کړي سفیان راوي ددې حدیث ددې سلسلې شکل په لاس سره جوړ کړو چې لاس یې ونیولو او ګوتې یې سره خپرې کړې نو د دوی د پاسه چې څوک وي هغه دا خبره واوري هغه یې خپل لاندې ته وکوي او په همدې توګه یې هر یو خپل لاندې ته رسوي او آخري شیطان دا خبرې د ساحرانو او کاهنانو په ژبه خلکو ته وکوي کله کله مخکې لدې چې خبره ښکته زمکې ته راوړي نو د اور لمبه ورته ورسیږي او کله کله هغه لمبه ورته وروسته ددې ورسیږي چې ده هغه خبره ښکته ته رسولې وي نو په زمکه کې نجومی کاهن او ساحر له هغې سره سل درواغ وتړي نو بیا دده (هغه درواغ هم منل کیږي ځکه چې) بیا ویل کیږي ولې ده په فلانۍ ورځ مونږ ته داسې داسې خبره نه وه کړې؟ بیا هماغسې وشول نو دده د درواغو تصدیق د هغه خبرې له امله کیږی چې ده ته له اسمانه رسېدلې وه .

نو په دې توګه لکه تاسې چې ولیدل پېریان به د اسمان د خبرو د آورېدو لپاره کېناستل او په دنیا کې به چې کوم نجومیان او کاهنان وو هغوي ته به یې خپلې آورېدلې خبرې را رسولې او دوی به ورسره څه نور درواغ هم جمع کول او بیا به یې خلکو ته کولې الله جل جلاله د پېریانو یو قول مونږ ته را نقل کوي چې همدې کېناستلو ته پکې اشاره شوې ده الله جل جلاله فرمايي : وَأَنَّا كُنَّا نَقْعُدُ مِنْهَا مَقَاعِدَ لِلسَّمْعِ فَمَنْ يَسْتَمِعِ الْآَنَ يَجِدْ لَهُ شِهَابًا رَصَدًا (9) . سورة الجن

ترجمه : او بېشکه وو مونږ چې کیناستلو پخوا له لېږلو ددې پیغمبر له دې آسمانه په ځایونو د کېناستلو کې د پاره د آورېدلو نو هغه څوک چې آورېدل غواړي اوس مومي به د پاره د ځان د اور لمبه منتظره (چې سوزوي ئې) .

خو دا خبرې هغه وخت وې چې لا رسول الله صلی الله علیه و سلم تشریف نه وو راوړی اوس د رسول الله صلی الله علیه و سلم تر راتلو وروسته هم دا سلسله اوس شته او کنه پدې اړه د علماوو اختلاف دی دوه مشهور قولونه پکې دي :

یوه ډله علماء فرمايی چې دا سلسله چې شیطان به اسماني خبرو ته غوږ کېښودلو او هغه به یې په زمکه کې نجومیانو او کاهنانو ته کولې دا سلسله د رسول الله صلی الله علیه و سلم تر راتلو وروسته بنده شوې ده .

یوه ډله علماء فرمايی داسلسله تر اوسه پورې شته اوس هم په زمکه کې داسې خلک شته چې هغوی ته خپل شیطانان د اسمان خبرې راوړي او دوی یې خپلو خلکو ، مینه والو او مریدانو ته کوي .

بیا پدې کې هم اختلاف دی چې آیا تر رسول الله صلی الله علیه و سلم وړاندې به هم شیطانان په اور سره ویشتل کېدل او کنه ؟

یوه ډله علماء فرمايی : نه مخکې له رسول الله صلی الله علیه و سلم به پېریان په اورونو سره نه ویشتل کېدل امام نسفي رحمه الله دا قول جمهورو ته منسوب کړی دی هغه فرمایی : والجمهور على أن ذلك لم يكن قبل مبعث محمد صلى الله عليه وسلم. تفسیر نسفی

ترجمه : جمهور علما‌ء په دې دي چې دا ویشتل د شیطانانو په اورونو سره مخکې له رسول الله صلی الله علیه و سلم نه وو .

امام قرطبي رحمه الله فرمايي : امام کلبی او څه نورو علماوو ویلي دي چې د حضرت عیسی علیه السلام او رسول الله صلی الله علیه و سلم په مینځ کې (چې د فترت دوره ورته وایی) پدې وخت کې اسمانونه له پېریانو څخه په اورونو سره نه ساتل کېدل کله چې رسول الله صلی الله علیه و سلم مبعوث شو نو د هغه د بعثت برکت وو چې اسمانونه له دوی نه په اورونو او ملائکو سره وساتل شول او دوی اسمان ته له نېږدې کېدلو څخه منع شول او همدا رایه د امام عطیه العوفی ده هغه دا قول له ابن عباس رضی الله عنه څخه نقل کوي حضرن نافع بن جبیر رحمه الله فرمایی : شیطانان د فترت په دور کې د اسمانی خبرو د آورېدلو لپاره کېناستل او نه به ویشتل کېدل کله چې رسول الله صلی الله علیه و سلم مبعوث شو نو د هغوی ویشتل شروع شول . ترجمه له تفسیر قرطبي څخه … نور بیا ان شاء الله



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.