افغانستان

طالبان: په تېره ميلادي مياشت کې له افغان دولت نه دوه سوه شپږ تنه کارکوونکي رابېل شوي دي

طالبانو په خپله رسمي ويبپاڼه کې د دعوت او ارشاد د کمېسيون په مياشتني راپور کې ويلي دي چې د کابل له ادارې نه دوه سوه شپږ تنه کارکوونکي له دوى سره يوځاى شوي دي، دا کارکوونکي چې د افغان دولت په بېلابېلو پوستونو کې يې کارکاوه، طالبانو له څلوردېرشو ولايتونو نه د دوى نوملړ ترتيب اوخپور کړى دى.

د تسليم شويو کسانو په نوملړکې ډېرد داسې سيمو کسان ياد شوي دي، چې افغان دولت له هغو سيمو نه د خپلو برياوو راپورونه تبليغوي.د طالبانو په ياد نوملړ کې داسې هم شوي چې په يوه ورځ ديارلس تنه هم تسليم شوي دي، لکه د فبروري په ديارلسمه د بلخ په شورتيپه کې، د جنايي امر په ګډون دهغه دوولس نور همکاران طالبانو ته تسليم شوي دي.

دا په داسې حال کې دى چې د ژمي په موسم کې عموماً افغان دولت د طالبانو د پرلپسې وژنو او تسليمۍ راپورونه خپروي، چې کله هم رسنيو ته د ومره مستند او مدلل په ګوتو نه دي ورغلي، لکه طالبانو چې خپل راپورونه خپاره کړي دي.

يا ده دې وي چې طالبانو د روان ميلادي کال په لومړۍ کې مياشت کې هم د نږدې همدومرو تسليم  شويو مستند راپور خپور کړى وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x