په کابل کې د ژباړې په تړاو لویه علمي غونډه جوړه شوه

جاوېد صدیقي – افغان لیکوال

په کابل کې د ژباړې دویمه لویه علمي غونډه جوړه شوه. دغه علمي – څېړنیزه غونډه د چهارشنبې په ورځ چې د زمري یا اسد میاشتې ۱۸مه نېټه کېږي، د کابل پوهنتون د ترکي ژبې د ادبیاتو پوهنځي د غونډو په تالار کې د افغان لیکوال ژبو او ژباړې انستېتیوت له خوا د “ژباړه یو هېر شوی لومړیتوب” تر سرلیک لاندې جوه شوه.

په غونډه کې د ولسمشر پر مطبوعاتي سلاکار ښاغلي ډاکتر محمد نبي مصداق، د سیمه‌ییزو مطالعاتو د مرکز مشر او د علومو اکاډمۍ د علمي شورا په غړي ښاغلي څېړندوی رفېع‌الله نیازي، د قومونو او قبایلو چارو وزارت په مرستیال وزیر ښاغلي عبدالغفور لېوال، ژباړن او ديپلومات ښاغلي ډاکتر لطیف بهاند، ژباړن او لیکوال ښاغلي محمد زبیر شفیقي، د ملي ثبات د ټولنې په مشر ښاغلي ضیاالحق امرخېل سربېره د علومو اکاډمۍ ګڼ شمېر علمي غړو، د پوهنتون استادانو، لیکوالانو، ژباړنانو، فرهنګي او ادبي شخصیتونو ګډون کړی و.

د غونډې په پيل کې د افغان لیکوال انستېتیوت رییس ښاغلي رحمت‌الله جمالزي د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او دغه ناسته يې د ژباړې د معياري کېدو لپاره يوه هڅه وبلله او همدا راز د همدغه مرکز له لوري نوی راچاپ کړی لارښود کتاب د “د عملي ژباړې لارښود” يې هم د غونډې ګډونوالو ته ور وپېژانده. دغه کتاب چې د ژباړې لپاره یو تدریسي کتاب دی او په لومړي ځل د نصاب لپاره وړاندې شوی دی، د ژباړې په اړه بشپړ معلومات، د ژباړې پېژندنه، موخه، ارزښت، اصول او ستونزې په تفصیلي توګه بیانوي.

ورپسې د قومونو او قبایلو چارو مرستیال وزیر او لیکوال څېړنوال عبدالغفور لېوال خبرې وکړې او ژباړه یې د یوې ژبې اړینه پدیده وبلله. ښاغلي لېوال زیاته کړه، چې ژباړه یوازې د فرهنګ او تمدن د آشنایۍ وسیله نه بلکې د هویت د لېږد وسیله ده.

نوموړي  زیاته کړه چې په افغانستان کې په پښتو ژبه کې ژباړه یوه جدي اړتیا ده.

عبدالغفور لېوال زیاته کړه، چې په هېواد کې ژباړه په یوه حرفه نه ده بدله شوې، ځکه په ژباړه پانګونه نه ده شوې او له مالي پلوه د ژباړنانو ملاتړ نه دی شوی. ده زياته کړه، څو پورې چې په افغانستان کې ژباړه د يوې حرفې او پېشې په توګه مطرح نه شي، د ژباړې فن وده نه شي کولى.

د هغه په وينا، مخکې به په علمي او اکاډميکو مؤسسو کې ژباړه د يوه استاد يا علمي غړي په ترفيع کې حسابېده، خو اوسمهال له بده مرغه دغه کار نه کېږي.

دى وايي، موږ بايد هغه خدايي خدمتګار ژباړن وستايو چې ژباړې کوي چې په دې سره به د هغوى حق ادا شوى وي او هم به اوسنى نسل ژباړې ته هڅول شوى وي.

د غونډې په دوام د ولسمشر مطبوعاتي سلاکار ډاکتر محمد نبي مصداق هم په پښتو ژبه کې د مسلکي او علمي مرکزونو د نه شتون یادونه وکړه او زیاته یې کړه، د ژباړې مرکزونه په ټولو هېوادونو کې شته او د خپلو حکومتونو له خوا هڅول کېږي هم، هغوى دا تشخيصوي چې کوم کتابونه بايد وژباړل شي او د دې تر څنګ قاموسونه او دايرة المعارفونه ليکي. نوموړي د خپلو خبرو په دوام افغان لیکوال د دغې تشې د ډکولو لپاره ښه پیل وباله.

د ده په خبره، دا چې زموږ په هېواد کې ژباړه لومړني ګامونه اخلي، نو هغه کتابونه بايد وژباړل شي چې ورته ډېره اړتيا ده.

د غونډې په لړ کې د سیمه‌ییزو مطالعاتو د مرکز مشر او د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غړي څېړندوی رفېع‌الله نیازي د ژباړې په تړاو بشپړه علمي څېړنیزه وینا وکړه. د علومو اکاډمي د سيمه‌ييزو مطالعاتو د مرکز رييس څېړندوى رفېع‌الله نيازي وويل، سره له دې چې په اوس وخت کې د ژباړې په برخه کې ځينې فردي هڅې کېږي، خو د حکومت په کچه ورته کار کم کېږي، هيله ده حکومت دې برخې ته توجه وکړي. نوموړي افغان لیکوال ادارې ته د مبارکۍ ترڅنګ د علومو اکاډمۍ له خوا د ژباړې په برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

ژباړن او لیکوال ډاکتر لطیف بهاند د ژباړې په ستونزو بشپړې خبرې وکړې او ژباړه یې د ټولنې کلکه اړتیا وبلله. نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه: “زه خپل ټول کتابونه افغان لیکوال انستېتیوت ته ډالۍ کوم او د ژباړې په برخه کې د دوی نوښت ستایم”.  همدا راز ده وړاندیز وکړ، چې د پښتو ژبې ځينې مهم اثار دې نړيوالو ژبو ته وژباړل شي.

ورپسې ژباړن او لیکوال ښاغلي محمد زبیر شفیقي په ژباړه علمي خبرې وکړې، نوموړې ژباړه یو علم وبلله، چې زده کولو ته یې کلکه اړتیا ده. د ويسا ورځپاڼې مدير مسوول زبير شفيقي د ژباړو اوسنى بهير وستايه، خو ويې ويل، هغه اثار دې وژباړل شي چې د اوسني نسل د فکري ودې، مسلکي پوهې او سياسي شعور په وده کې مرسته کولى شي.

د غونډې په پای کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژباړې او لیکوالۍ استاد ښاغلي اسدالله وحيدي د مسلکي ژباړې د زده‌کړې په تړاو ټینګار وکړ. نوموړي وویل، دا مهال په ژباړو کې پراخې ستونزې دي او دا ډول ژباړې له ژبې سره د ګټې په ځای تاوان پېښوي. نوموړي  ټینګار وکړ، چې یو ژباړن باید د ژباړې اصول او فن زده کړي.

د افغان لیکوال په اړه:

افغان لیکوال انستېتیوت، چې د افغان لیکوال د ژبو او ژباړې مرکز روزنیزه څانګه ده، په لوړ معيار د ژبو او ژباړې فن په برخه کې روزنيز پروګرامونه وړاندې کوي. افغان لیکوال د ژباړې په برخه کې اوږده او علمي مخینه لري.

برېښنالیک: [email protected] | [email protected]

د اړیکې شمېرې: 0۲۰۲۵۶۴۰۳۵ – 0706315537

وېب‌پاڼه: www.afghanwriter.af

2 تبصرې

  1. دا چاپلوسه د هر چا زامن نه یو دین لر ي نه یوه خبره ! د طالبانو په وخت کې یو شمیر ددوی څخه له طالبانو سره څرخېدل خو اوس ددې فاسد مذدور دولت په چوکاټ کې د سې ای اې غلا مان دي ! دا انسانان يو واحد نظر نلري
    په خپلو ګټو پسې ګرځي او له حق څخه سترګې پټوي !
    زه یې د ژباړنې مخالفت نکوم خو زه ددې مخالف یم چې دوی لکه دشیطان زامن دوه مخونه لري !۱

  2. الحاج استاذ بیانزی

    پتنګ صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنۍ !
    ستاسی خبری سمی او به ځای دی ، مګر تر ټولو ښه او تر ټولو بد خلک د ګوتو په شمار وی ، د دوی ترمنځ خلک څوک د حق او څوک د باطل پلویان وی یعنی دغه د ګوتو به شمار د حق پلویان د حق او هغه د باطل پلویان هم د باطل مصدر او ټول جسم جوړوی . د باطل اړخ هم د مالی ، هم د نظامی، هم د سیاسی او هم د میدیا او تبلیغاتو له مخی د حق د پلویانو د مادی امکاناتو سره د مقایسی وړ هم نه وی نو بین البین خلک ځکه د باطل اړخ ته د ډار یا تطمیع کولو له مخی جذبیږی او دباطل پلوو شمیر په سوونو او رزونو د حق له پلویانو زیاتوی ، د حق پلویان بیا د معنویاتو له مخی د باطل له اړخ سره هم دمقایسی وړ نه دی یعنی یو کس یی د باطل داړخ د سوونو او زرونو سره د مقابلی جرات او توان لری د همدی امله به دغه الهی ازموینه کی د حق اړخ ( دمادیاتو له مخی ) هیڅ او د باطل اړخ هر څه لرونکی او کاروونکی مګر د باطل اړخ ( دمعنویاتو له مخی ) هیڅ هم نه لری نو داوبو د ځږ به شان په جسامت لوی مګر په عمل کی هیڅ هم نه تر لاسه کوی د کار په اخره کی بری د حق د پلویانو وی
    الله ج د حق پلویانو ته د باطل پلویانو په مقابل جنګ کی د بریالیتوب وسله او وسیله په دی مبارک ایت کی ورکوی چه [ انتم الاعلون ان کنتم مومنین ] که ایمان لری بریالی یاست . ایمان مادی نه بلکه هغه معنوی وسله او وسیله ده چه ټول مادیات یی په مقابل کی له پښو غورځیږی ښه مثال یی همدغه طالبان چه په چپړو کی په تشه خیټه او پشی ابله په مالونو ، اولادونو او ځآنونو قربانی ورکوی د ټولی کفری نړی د غلامانو او بادارانو سره څه زیات یوه نیمه لسیزه نه یوآخی مقاومت بلکه د ټولی کفری نړی بادارانو ته د سر په کوپړیو کی اوبه ورکوی او د ماتو په درشلو کی یی درولی دی تر دی به د دی وخت لویه مغجزه چیری وی ، دغه د هغه ایت تصدیق نه کوی چه فرمایی زه ډیر ځله کم شمیره او ناتوانو ته په زیات شمیرو او پیاوړو خلکو بریالیتوب ورکوم.
    الهی ازموینه ده ، او حتی د معنویاتو د ( حق اړخ ) خلک هم باید تل الله ج ته سر په سجده او دعا ګانو وی اخره خاتمه دهر چا د نیکمرغیو ( د الله ج رحم ) پوری تړلی ده یعنی مونږ په دی ونه نازیږو چه مونږ تر نورو ښه او په ښه اړخ کی قرار لرو دغه اړخ انتخاب هم دالله ج رحم او کرم دی او په دی اړخ کی د تل پاتی کیدو دعا ګانی باید وکړو ، هر څوک جه هر څه کوی هماغه د خپلو کړنو مطابق څه به تر لاسه کوی الله ج نه د چا یوه ذره ښه او نه یی بد ضاایع کوی هر چاسره د ذری ذری حساب کوی او که دوی ( لکه هغه چه تاسی یاد کړی ) د خلکو او الله ج د خطا ایستلو هڅی لری چه د ورځی به دالر ترلاسه کوم او د شپی په تهجدو به یی جبرانوم ، ساده خلک به تیر باسی مګر د الله ج د تیرویستلو په اړه ځانونه تبیر باسی الله ج د دوی په اړه فرمایی ثم علینا ایابهم و حسابهم ، دوی مونږ پیدا کوو او د دوی د څومخیو حساب ورسره کوو یعنی مجازات ورکوو دوی ځانونه په تهجدو نشی ژغورلی مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.