ننګرهار: د امریکايي الوتکو په بمبار ۱۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰زمری، ۱۳۹۶): د ننګرهار په هسکه مېنه کې د امریکایي الوتکو په بمبار ۱۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي چې په هغو کې اته کسان د یوې کورنۍ او څلور کسان د بلې کورنۍ غړي وه.

د هسکې مینې ولسوال سازولي شینواري رسنیو ته ویلي چې تېره ورځ د ولسوالۍ د «پاپین» په سیمه کې بهرنیو ځواکونو د افغان ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې برخه اخیستې وه، کله چې پيښه را منځته شوه.

د نوموړي به وینا د بهرنیو ځواکونو الوتکو یو سوزکی ډوله موتر په نښه کړ چې له امله یې د یوې کورنۍ ۸ تنه غړي ووژل شول. او زیاته یې کړه چې د لومړي بمبار سیمې ته څېرمه یې هم پر پلي ملکي وګړو بمبار وکړ چې له امله یې هلته هم ۸ تنه ملکیان ووژل شول چې په هغو کې هم ۴ کسان د یوې کورنۍ غړي وه.

سازولي شینواري رسنیو ته ویلي چې په وژل شویو کسانو کې ماشومان او ښځي هم وې، خو د پيژندلو وتلې وې، ځکه یې په بوریو کې غوښې را ټولي کړي او خښي يې کړې.

د نوموړي د څرګندونو پخلی د سیمې اوسیدونکو او ژورنالیستانو هم کړی، خو تر اوسه یې په اړه په کابل کې دولتي چارواکو او د بهرنیانو د بشپړ ملاتړ ماموریت څه نه دي ویلي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.