نړۍ

پاکستاني حکومت د طالبانو پر ضد د هوايي بریدونو د نه کولو اعلان وکړ

نن ټکی آسیا: د پاکستان د کورنیو چارو وزارت چارواکو د طالبانو د یو میاشتني اوربند په ځواب کې د خپلو هوایي بریدونو د درولو اعلان وکړ.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودهري نثارعلي خان د پاکستاني طالبانو د یو میاشتني اوربند هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې دوی به هم خپل هوايي بریدونه تم کړي.

په عین حال کې نوموړي دا هم وویل،چې د اوربند په جریان کې د دوی د ځواکونو  د ځان د دفاع حق خوندي دی.

پاته دې نه وي،چې د حکومت او طالبانو د وروستیو څرګندونو او اقداماتو په پایله کې د مذاکراتو لپاره د ټاکل شویو پلاویو له لورې د خبرو اترو لړۍ په ټپه ولاړه وه.اوس اټکل دا دی چې د اوربند په دې اعلانونو سره به د مذاکراتو پروسه یو ځل بیا جدي پیل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x