امریکا د سرېښو په ډنډ کې! زما دغه لیکنه تر امریکایانو پورې ورسوئ !‎

لیکوال : امین وردګ

د امریکا مشرانو ، کشرانو ؛ ښځو او نرو ته ! په هغه چا د سلام وي؛ څوک چې : قابل د هدایت دي .

زه یو افغان یم ، زما خبرې ښې په غور سره واورئ !

که څه هم چې : تاسو به کېدای شي د افغانانو تاریخ مطالعه کړی وي ؛ مګرموږ پوهېږو چې ؛ خپلې تکنالوژۍ ، اقتصادي پياوړتیا او نړيوالې ملتیا مغروره کړئ او زموږ په ګران هېواد (افغانستان) مو هجوم راوړ؛ داسې مو انګېرلې وه چې ګني : دغه وړوکی ، په وچه کې بندي او له اقتصادي پلوه (تر ټولو) پاتې هېواد به زموږ یوه نوړۍ هم نشي .

اصل کې خو خبره دا وه چې : تاسو خو زموږ مقاومت بيخي له پامه غورځولی ؤ او داسې اټکل به مو کولو چې ؛ په افغانستان کې به تر ټولو غښتلي خلک هغه رهبران وي ؛ چا چې : ستاسو قاتله (روسۍ امپراتوري)دړې وړې کړه ؛ نو ځکه خو مو لومړی په هغوی لاسونه راکش کړل او د غلامۍ زنارونه مو په غاړو کې ور واچوو ل؛ خبر نه وئ چې: روسان مجاهدینو مات کړل او مجاهدین هغو خلکو ته ویل کیږی؛ څوک چې هېڅکله هم جهاد ته شاه نه اړوي .

پوهېږم چې : تاسو له هغوی نه وېره لرله ؛ ځکه چې : له تاسو قوي (ستاسو) دښمن یې درته را څملولی ؤ او تاسو همدا ګمان کولو چې : افغاني زمریان به ګواکي یوازې همدغه قسم وهلي رهبران وي .

مګر ستاسو سیاسي اشتباه او غلطي همدغه وه چې : داسې چاته مو ارزښت وکړ ؛ چا چې : ستاسو د غلامۍ هارونو ته غاړې کږې کړې ! تاسو بايددغه نکته نه وای هېره کړې چې : اتلان هېڅکله هم چا ته (د غلام په توګه) غاړه نه ټيټوي ؛ خیر خو… داحرکت ستاسو سیاسي نیمګړتیا بللی شو.

پوهېږم چې : په سیمه کې ستاسو اهداف بې شمېره وو او دي! نو زه نه غواړم په هغو بحث وکړم ؛ بلکې راځم غوڅ مطلب ته .

تاسو (خپل موقف او حیثیت ته په کتو سره) ډېره ستره اشتباه وکړه چې : زموږ ګران هېواد مو اشغال کړ او دلته مو هېڅ ډول وحشت درېغ نه کړ.

تاسود شلمې پېړۍ په آخري لسيزه کې د نړۍ تر ټولو ستر ځواک یادېدلئ ، نو مناسبه نه وه چې : دومره ستر ځواک ، په دومره عصري تکنالوژۍ سره سبمال پوځ او د دې ټولو سره سره ؛ د نړيوالو ابر قدرتونو سره په ګډه او د اشر په توګه ؛ په دومره غریب ملک باندې بريد وکړي چې : یوه مرمۍ هم نشي جوړولای .

تاسو په داسې ملک بريد وکړ چې : لویان او ماشومان یې تش په نس لا نه وو ماړه .

تاسو په داسې ملک بريد وکړ چې : کور په کور يې سره جګړې وې او هېڅ ګروه له هغې بلې سره نه وه جوړه .

تاسو په داسې ملک بريد وکړ چې : نه یې پوځ لرلو او نه وسله .

خو بر عکس تاسو! له یوې خوا مو اشر ورته وکړ او له بلې خوا مو د نړۍ تر ټولو ځواکمنې وسلې هم ورته راولېږدولې ؛ مګر دا دی ! بیا هم د ماتې په درشل ودرېدلئ الحمدلله.

کله چې تاسو په افغانستان بريد کولو ؛ نو په نړۍ کې هېڅ داسې هېواد نه شو پاتې چې : تاسو ته یې ((مه !)) ویلي وای ، هر ملک ته به مو چې محض اشاره وکړه ؛ هغه به له مخې ليرې کېدلو/ یا به يې لاسونه او آن پښې هم درته پورته کړې ، پاکستان چې تر ټولو موږ ته نژدې او خواخوږی ملک یادېدلو ، هغه مو هم د ځان داسې کلک ملګری کړ چې : زموږ په هېواد به مو لومړني بريدونه ؛ د همدغه هېواد له هیوايي ډګرونو څخه کول ، ایران ـ چې تاسو یې خپل دښمن بولئ ـ هم ستاسو اشغال و نه غندلو ، لاندې او باندې ټولې سیمې ستاسو په ولکه کې شوې او له ډاره به چا سوڼ هم نشو وهلی ، پیسې مو دومره ډېرې وې چې : حسابلی مو نشوای ، په افغانستان کې هم (پرته له طالبانو) ټولې نظامي ډلې ـ ټپلې درسره و درېدلې ، لنډه دا چې ستاسو هېڅ کمی نه ؤ او نه هېڅ تهدید تاسو ته پاتې شو ، آن تر دې چې : بین المللي ټولنه مو هم ((نقده)) واخيسته او ستاسو هېڅ (بشرضد) جنایت به يې نه غندلو او نه به یې خوا قدرې پرې بدووله ؛ تر دې چې : تاسو دلته ممنوعه وسلې هم وکارولې ، د مقدساتو توهین مو وکړ ، تورسرې او ماشومان مو (ښه په لویه پيمانې سره) په شهادت و رسوول ، په بندخونو کې مو له بندیانو سره داسې جنایتونه وکړل چې : بشر ترې شرميږي .

خو اوس پوښتنه دا درنه کوم چې : ولې مات شوئ ؟

ولې اوس تصمیم نشئ نيولی ؟

ولې د تېښتې لارې لټوئ ؟

ولې اوس ځانونو ته د پزې خټې جوړوئ ؟

ولې اوس خپل متحدین درنه واوښتل ؟

ولې اوس خلک پسخند درباندې وهي ؟

ولې وړو وړو خلکو هم اوس جرئت وکړ تر څو ؛ په تاسو ملنډې ووهلی شي ؟

ولې روس او چین هم د ګواښ جوګه شول ؟

ولې پاکستان لاره درته بنده کړه ؟

ولې مو اوس په سنا کې استراتيژي نه جوړيږي ؟

ولې اوس یو پر بل نه سره ګډېږئ ؟

ولې شمالي کوریا درته (سر درد) شوه او تاسو ته طعنې درکوي ؟

له ایران نه ولې وډار شوئ ؟

آخر ولې ؟ علت یې څه دی ؟

یوه مهمه پوښتنه بله هم درنه کوم : که تاسو زموږ په څېر بې وسلې ، بې پیسو ، بې کوره ، بې وسه ، بې ځایه ، بې کاره ، بې دفاع ، بې اتفاقه ، کمزوري ، (ځای ورکي) او عاجز وای ، بیا مو له دومره لویو قدرتونو سره اووه لس (۱۷) کاله مسلسله جګړه کړې وای ؛ آیا کولی مو شوی ؟

نو ولې يې موږ کوو ؟ او تاسو ستړي شوئ ؟

پوه شئ چې ؛ دلته یو څه شته !

زما د په الله قسم وي چې : هغه افغانان به هېڅکله هم (د الله په مرسته) مات نشئ کړی؛ کوم چې :ایمان ، وجدان او افغانیت ولري !

دا نکته یاد لرئ !

اوس خو مو وليدل چې : ټوله نړۍ را وکوچېدلئ او په اوولسو(۱۷) کالونو کې مو ((باد ووت)) او اوس د تښتې لارې لټوئ !

تاسو له موږ سره دومره ظلم وکړ چې : شیطان لا د آدم له اولادې سره نه دی کړی ، تاسو په دا دومره اوږده جګړه کې موږ (اصلي آزادي غوښتونکو افغانانو) ته یوازې د یوې رادیو یا تلويزیون اجازه هم را نکړه چې : خپل نظرونه او غوښتنې تر خلکر رسوولې وای ، په لومړي سر کې خو به مو بيخي د بل چا خبرې لا نه آورېدلې ، خو چې لږ خوږ شوئ ، بیا به مو ایله دومره وویل چې “ترهګر وايي” هغه به هم؛ موږ یو څه ویلي وو ، تاسو به بل شی خپاره کړل ، ملت ته مو موږ داسې ور ښکاره کولو چې : فقط ته وا موږ سړيخواره یو ، دولتي چارواکي مو ټول په ډالرو واخيستل ، نوي نسلونه مو داسې راته تربیه کړل چې : د دوی پوهوول به کالونو وخت ونيسي ؛ مګر بیا درته وایم چې : نو ولې مات شوئ ؟

د خلکو په ذهنونو کې مو دا ور واچول چې : ستاسو په وړاندې پاکستاني ملېشیان او پوځيان جګړې کوي؛ هلئ، ورشئ! هغه نو افغانان دي ! هر اشغالګر ته د سر په کاسه کې اوبه ورکوي؛ نو به ځکه اردو او پوليسو ته ځینې ځوانان ښه جذبه ورننوتل ، خبر به نه وو چې؛ پاکستاني پوځي قدم هم نه دی را اخیستی ؛ یوازې هغه مهال به راغلي وي چې : تاسو به ورته وویل ! افغان دولت به مو هم ورسره ملګری کړ ، بیا به مو د (ګډو عملیاتو) تر نوم لاندې خپل وحشتونه کول.

دومره ستر دروغ !

آيا تاسو تر آخره کوم پاکستانی ونيولو ؟

سمه ده ! دا منم چې : ځينو به پاکستاني شناختي کارتونه لرل ، مګر هغوی افغانان دي ، یوازې د امنیتي ستونزو له امله یې پاکستاني شناختي کارتونه جوړ کړي ؛ چې : هغه هم ستاسو(امریکایانو) له لاسه .

نو اوس خبره دا ده چې : نور باید تاسو موږ و منئ او په قانوني توګه مو ومنئ ! زموږ هېواد خوشې کړئ .

له موږ سره (ستاسو) په خپل قانون خبرې وکړئ !

ستاسو په قانون کې چې ؛ څوک خپل هېواد ؛ د آته څلوېښتو (۴۸) نظامي قدرتونو له اشغال څخه وژغوري او په دغې لاره کې بې ساري قربانۍ هم ورکړي ؛ هغوی ته تاسو کوم لقب کاروئ؟ او څه ډول چلند ورسره پکار دی؟

که تاسو ريښتیا ځوانمردي لرۍ ؛ نو ولې د یوه ځوانمرد په توګه له موږ سره چلند نه کوئ ؟

تاسو به تر څو سپينو ته تور او تورو ته سپين وایاست ؟

په افغانستان کې مفسدترين ځوانان تاسو په امنیتي پوستو کې اچولي ، بیا مو د هلکانو د ساتلو اجازه هم ورکړې او هلکانو ته یې هم تاسو معاشونه ورکوئ ،په دولت کې مو هر ډول قاتل ، غاصب او غله ته میاشتني معاشونه ټاکلي ، د نېټ په نړۍ کې مو (زموږ د تباهۍ لپاره) داسې لوڅ فلمونه ځای پر ځای کړي چې : انسانیت ترې شرميږي ، آیا تاسو هغه کسان نه وینئ چې : هره ورځ په زرګونو فلمونه ډکوي؟

آیا تاسو د هغوی له نايټ کلبونو څخه قانوني ټکسونه ؛ نه اخلئ ؟

تاسو آن زموږ مساجد هم بدرنګ کړل !

هغه پیسې مو پکې ولګولې چې : په خپلو ملکونو کې يې نه لګوئ! چې : ګواکي دا مردارې دي !

هغه پیسې مو (د مرستې په نوم) زموږ په مسجدونو باندې ولګوولې چې : د سکس فلمونو د نايټ کلبونوڅخه مو د ټکس په توګه اخیستې او دا کار قصداً کوئ ! ځکه چې : غواړئ زموږ مقدس اماکن هم را خراب کړئ ؛ تر څو الله پاک زموږ عبادات رد کړي او توبې مو قبولې نشي!

تاسو څه فکر کوئ چې ګواکي : افغانان به نه پوهيږي ؟

خو دا راته ووايئ چې : ولې بیا هم مات شوئ ؟

آیا ستاسو لپاره به د شرم خبره نه وي چې : دغه جګړه تر دې وروسته هم په حرامیانو اوږدوئ ؟

هو ! همغه چې: تاسو په امنیتي کمپنیو ننباسلې ؛ موږ يې پېژنو چې : ټول د رنډيخانو زيږېدونکي (اروموني) دي او تاسو په خپل دولتي پوځ کې ځای نه ورکوئ او هلته يې ساتل خیانت بولئ ؛ ځکه یې بایللو جګړو ته لېږئ چې :

هغه بې موره بې پلاره دي ، که ووژل شي هم يې څوک غمخور نشته چې؛ بیا یې پوښتنه وکړي او نه به د چا غږ پورته کيږي ، تاسو که نران یئ ! خپل بچي مو را ولېږئ چې : سره معلومه یې کړو ! که داسې نه کوئ ؛ نو دغه مرادرخواره هم مه راته رالېږئ او که ټينګار کوئ چې درلېږو یې ؛ نو بیا د دوی انجام ته هم په تمه اوسئ ! خو موږ یې په امريکایانو سره پېژنو او په یو ډول نه ـ یو ډول یې ستاسو بچي بولو ؛ نو که مو راولېږل؛ څو کاله به دلته وحشتونه وکړي ؛ خو دوی به هم (ستاسو غوندې) وکوغيږي ان شاءالله ، ستاسو رمباړې په ډېرو ويډيوګانو کې ثبت دي ؛ چې : کېدای شي تاسو به هم آورېدلې وي ؟ مګر موږ چې له هرې خوا کمزوري هم یو ، بیا مو هم الحمدلله یوه چیغه (په جګړو کې) و نه کړه ، که مو کړې وي ؛ راويې ښيئ ؟ او نه به یې وکړو ان شاءالله.

په پای کې دا غږ درباندې کوم چې : موږ سوله غواړو او سوله د دواړو خواوو په ګټه ده ، زموږ خو هېواد دی ! قسم په الله چې په هر افغان کې خو لږ ایمان او وجدان هم وي ؛ که تاسو دلته پرېږدي ، نو مانا داچې : موږ نه ستړي کيږو ، خو تاسو نازولي خلک یئ ! په خپلو اولادونو مو رحم وکړئ او نورې وينې يې دلته مه راباندې تویوئ .

موږ سوله غواړو ، زموږ ملک خوشې کړئ !

که تاسو دلته نظامي حضور ولرئ ؛ نو سوله – موله هم نشته ، اول وتل ، بیا معاهده!

که داسې نه وي نو ؛ جګړه به د مهدي (رحمة الله) تر وخته همداسې روانه وي ان شاءالله او تاسو به پکې وژل کېږئ ؛ ځکه چې اصلي افغان ته د غلامۍ له (زينار) نه چاړه ښه ده چې : په مرۍ یې ولګيږي.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

2 تبصرې

  1. الحاج استاذ بیانزی

    وردګ صاحب ، الله ج دی اجرونه درکړی ، زما او دمسلمانو افغانانو د زړه خبری او حقایق دی لیکلی ، تر اوسه می داسی ښکلی لیکنه نه وه تر سترګو شوی ، هغه هم د دغه مظلوم مسلمان او مجاهد اولس په ژبه او د هغو سره د وحشت او مظالمو تمثیل او د هغو حالات مو د قال ژبی ته ژباړلی وو . باور وکړه زه به هڅه او وسه وکړم چه ستاسی دغه لیکنه او څه به ورسره ستاسی په اجازه په هیواد ، سیمه او نړی د حالاتو ارزونی او څیړنی یو ځای او تر څو چه مو په وسه وی د حق او باطل پلوو نړیوالو ته ورسوو چه زمونږ ګران هیواد ، اسلامی نړي او مظلوم بشریت کی د حریصو یهودانو او انګریزانو له خوا څه نه تیریږی . ډیره مننه کوم الله ج دی جنت الفردوس په برخه کړه ، کشکی ایمیل دی ولرم تر دی زیاتی به د زړه خوالی درسره شریکی کړم او یا به دا ډول لیکنو کی سره لاس اړونه ولرو مننه

  2. امین وردک صاحب کور دی ودان ښکلی لیکنه دی کړی استاد بیانزی صاحب تفصیلی شرهه دتا په لیکنه کړی هماغه بس دی دمونږ لپاره هم او کوم څه چی بیانزی صاحب ورسره اضافه کول غواړی دالیکنه به نوره هم خوندوره کړی ځکه چی نوموړی ورور خو هم مخلص عالم دفکر او قلم خاوند دی الله ج دبیانزی صاحب ته هم اجرونه ورکړی

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.