laier nose

ښځینه دروغ وپېژنئ!

ژباړه: حامدالله ستون

زه نه غواړم دروغ و وایم، مګر ډېری وخت د ځینو پېښو او موضوعاتو د وسوسې په مقابل کې تلسیمېږم. په واقعیت کې دا کړنه د دې سبب ګرځي، چې خپل نقش ته رنګ ورکړم او خپل ارزښت وځلوم. کله کله دروغ وایم، تر څو له یوې ستړې کوونکې شېبې او ناوړه احساس څخه وتښتم. واقعیت دا دی، چې یوازې زه نه یم. په حقیقت کې زیاتره ښځې ډېری وخت دروغ وایي. ایا دروغ وراثت لري؟ ۳۹ کلنه کندیس اسپنسر چې د دوه ماشومانو مور ده، وايي:« ځینې وخت دا سوچ کوم، چې دروغ زمونږ په کورنۍ کې په ارثي ډول نورو نسلونو ته پاتې کیږي. ما په لومړي ځل دروغ له خپلې مور څخه زده کړل. ورو ورو پوه شوم، چې دروغ پېښې او حادثې تر واقعیت ښکلې ځلوي.»

مګر مونږ باید دروغ د خپل مور او پلار په غاړه واچوو؟ د کلمبیا په بریتېش پوهنتون کې د ارواه پوهنې پروفیسور ان کامرون وايي: «واقعیت دا دی، چې دروغ یو دود دی او کومه پېښه نه ده، چې د ورځې یو ځل پېښه شي. په حقیقت کې هر انسان د ورځې په اوږدو کې څو ځلې دروغ وايي. دا ډول وضعیت یوازې د یو علت په سبب نه دی.» ډاکټر کامرون وايي: «کله چې خپلو ماشومانو ته وایو، چې د هرې ډالۍ په مقابل کې (حتی هغه ډالۍ چې خوښه یې هم نه وي) له مقابل کس څخه مننه وکړي؛ په واقعیت کې یو ډول دروغ ور زده کوو. یا کله چې خپل کوم چاغ ملګری وینو او ماشوم مو رانه پوښتنه کوي، چې هغه چاغ دی او کنه؟ او مونږ وایو، چې نه، په حقیقت کې دا عادت په هغوی کې هم ایجادوو.

دروغ مونږ ته هېڅ ګټه نه لري، خو ایا دروغ ویل وضعیت ته ښه والی وربښي؟ ډاکټر کامرون دې پوښتنې ته ځواب ورکوي او وايي: «بلکل نه! حقیقت داسې نه دی. ډېر وخت د دې لپاره دروغ وایو، چې خپله ستونزه مو حل کړو، مګر تر دې به مو لویه ستونزه جوړه کړې وي.»

په دې مطلب کې د ښځینه دروغو څو عمده دلایل وړاندې کوو او د هر یوه دلیل په برخه کې او کومې ستونزې چې ښايي را منځ ته کړي، خبرې کوو.

له یوه کس سره د مرستې لپاره دروغ ویل:

کتي هره ورځ خپل زوی ښوونځي ته ناوخته رسوي. مګر د دې پر ځای چې د ښوونځي د مدیر دفتر ته ورشي او موضوع ورته روښانه کړي، هڅه کوي، چې زوی یې ټولګي ته د ننه کړي. فکر کوي، چې په دې ډول به یې د زوی د انضباطۍ نمرې نه کمیږي. د ارواه پوهنې متخصص جنیفر هاپ وايي: «په دې پېښه کې به د کتي زوی ته صدمه ورسیږي. ماشوم به هر ځل دا Stress (فشار) وزغمي، تر څو ښوونکی په دې پوه نه شي، چې هغه ناوخته ټولګي ته د ننه شوی دی. خو له بلې خوا یو بل زده کوونکی هلک په دومره عمر کې دی، چې په دې پوهیږي، چې کوم کار هغه ماشوم او مور یې تر سره کوي، ښه کار نه دی او دا د دې لامل ګرځي، چې په خپل ځان کې له اخلاقي انحرافونو سره مخ شي. د مور دا ډول دروغ او حرکات به یې هرو مرو زوی ته صدمه ورسوي.

سم کار

هرو مرو دا تکراري حرکت یو لامل لري، چې کتی یې باید د یوه بالغ انسان په حیث حل کړي او دې ته پاملرنه وکړي، چې ولې هغه او زوی یې هره ورځ ښوونځي ته ناوخته رسیږي. د لامل تر پیدا کولو وروسته باید د لامل د لرې کولو لپاره یوه لار ومومي.

تاسو د ارام کولو حق لرئ

دانا د دې لپاره چې د اونۍ په پای کې دې ته اړ نه شي، چې د خپلې یوازینۍ او بوډۍ مور کور ته لاړه شي، کله کله هغې ته په دروغو وایي، چې دا اړ ده، تر څو د دې اونۍ تر پایه د کار په ځای کې پاتې شي. تر یوې ستړې اونۍ وروسته هغه دا خوښوي، چې رخصتي یې په کور کې د ټلویزیون مخې ته تېره کړي، نه دا چې د مور په کور کې یې له هغې سره خبرې او مرسته وکړي.

ستونزه څه ده؟

ډاکټر هاپ وايي: هر ځلې چې دانا دا کار ترسره کوي، هرو مرو به ښه حس نه لري. هغه چې هر کله خپله بوډۍ مور را یادوي، د وجدان په عذاب به اخته کیږي. ځکه چې فکر کوي، چې مور یې پرې حق لري او په دې کار سره د ګناه مرتکب شوې ده.

سم کار

تر ټولو غوره کار دا دی، چې دانا د خپلې مور د لیدنې لپاره یو منظم پروګرام ولري او هر کله چې نه غواړي، د مور لیدلو ته یې لاړه شي، هغې ته رښتیا و وايي. په دې ډول به د مور ـــ اولاد اړیکه سالمه پاتې شي. که چېرې اړینه وي، چې ارام وکړي او یوه رخصتي د خپلې مور لیدلو ته لاړه نه شي، نه باید خپل ځان ته عذاب ورکړي، ځکه چې دا ډول اړتیاوې هر انسان لري.

غواړئ چې راښکون ولرئ؟

نورو ته د ځان د منلو لپاره دروغ ویل: کندیس چې کله شنبې ورځ کار ته ځي، د پنجشنبې او جمعې له پېښو سره ښکرور دروغ یو ځای کوي، تر څو وکولای شي، د خپلو همکارانو نظر ځان ته جلب کړي. کندیس وايي: تل دا سوچ کوم، چې که چېرې د ستاینې لپاره په زړه پورې موضوعات ونه لرم، د خپلو ملګرو او همکارانو حوصله به راته حتمه شي. د دې پېښو په تعریفولو او د مهیجو پېښو جوړول، چې یوازې زما په خیال کې را ګرځېدلي دي، ډېر داسې احساسوم، چې د یوې ډلې غړې یم او هغوی ته د منلو وړ یم.

ستونزه څه ده؟

په تورنټو کې د ارتباطي مهارتونو سپیشلست جولي وارډ وايي: ډېری انسانان دا وېره لري، چې که چېرې خپل ځان په واقعي ډول نور ته وښيي، نورو ته به د منلو وړ نه وي او راښکون به نه لري. مګر ستونزه دا ده، چې که چېرې همدا دروغ را څرګند شي، نو له ډېرو سختو غبرګونونو سره به مخ شي. حتی که چېرې مو دروغ رښتیا هم نه شي، نو تاسو ته کومه ګټه نه لري او حتی په واقعیت کې به مو تاوان هم کړی وي. ځکه چې دا دروغ د دې سبب ګرځي، چې تاسو داسې حس ولرئ، چې اوس چې تاسو کوم څوک یاست، ښه نه یاست او په دې ډول به په خپل نفس باور له لاسه ورکړئ.

سم کار

څنګه چې یاست، هماغسې ځان څرګند کړئ. ډاکټر وارډ وايي: ډاډه اوسئ، که چېرې په هره اړیکه کې چې تاسو څنګه یاست، هماغسې ځان وښایئ، کولای شئ تل پاتې او ژرې اړیکې تجربه کړئ. ډاډه اوسئ، چې دروغ هر ډول اړیکې په لنډ او اوږده مهال کې له منځه وړي.

د ځان د ساتنې لپاره دروغ ویل

یو ماشوم خپل ماشومتوب تر څارنې لاندې تېراوه، ځکه چې مور او پلار یې له هغه څخه د یوه ناروغ غوندې ساتنه کوله. د همدې لپاره هغه له کم عمر نه د رټلو څخه د ساتنې په وجه دروغ پیل کړل. اوس هغه د یوه لوی شرکت د انتشاراتو مسئول دی او هر کله چې په کار کې کومه تېروتنه وکړي، هڅه کوي، چې خپله تېروتنه پټه کړي او یا یې د بل چا په غاړه اچوي.

ستونزه څه ده؟

له مونږ څخه ډېری د دې لپاره دورغ وايو، چې له یوې صدمې یا له یوه نامناسب وضعیت څخه په امان پاتې شو. د مک ګېل پوهنتون یوه څېړونکې وکټوریا تالوار وايي: «دا ډول دروغ تل یو انسان د خپګان لور ته ټېل وهي. ځکه چې هر وخت د دروغو د افشا کېدو وېره موجوده وي. دا ډول دروغ معمولاً عادت ګرځي او په زیاتوالي یې ښايي تاسو خپل مقام له لاسه ورکړئ. حتی کېدای شي خپله دنده یا اړیکه د انزوا‌ء په حالت کې ووینئ.

سم کار

کوم کار چې ترسره کوئ، مسئولیت یې ومنئ. رښتیا وايئ او کومه تېروتنه چې کوئ، بښنه وغواړئ. ښايي په لومړیو کې دا کار لږ څه ویروونکی وځلیږي، مګر ډاډه اوسئ، چې رښتینولي او صداقت به مو له ښه راغلاست سره مخ کړي.

دروغ ویل ښه دي، که قضیه؟

ویکي ډېره کټه خرچه ده. مګر د هغې خاوند ماریو ډېر حساب نیوونکی او کنجوس دی. د همدې لپاره چې کله ویکي د ځان لپاره کوم ګران بیه څيز اخلي، خپل خاوند ته دروغ وايي. کله وایي، چې ګاډی یې خراب شوی و او کله وایي، چې کومې ملګرې ته یې پیسې پور ورکړې دي.

ستونزه څه ده؟

ډاکټر وار وايي: کومه صدمه چې خبرې اترې یا یو بحث اړیکي ته رسوي، د دروغو له صدمې څخه کمه ده. که چېرې دا احساس کوئ، چې باید د ژوند ملګري ته مو دروغ و وایئ، لامل یې دا دی، چې یا په هغو باندې پوره ډاډ نه لرئ او یا یې په ځان. دا ډول حالت د یوې اړیکې د له منځه تلو سبب ګرځي. د ژوند ملګري ته مو چې کوم دروغ وایئ، په اصل کې د ځان او د هغه تر منځ یوه خښته ږدئ او په کرا کرار ګورئ، چې تر منځ مو یو دېوال درېدلی دی.

سم کار

تر ټولو غوره کار دا دی، چې د ژوند ملګري ته مو و وایاست، چې د هغه د پیسو په مقابل کې مو چلند او لید متفاوت دی. باید هغه ته و وایئ، چې که چېرې دې مسئلې ته ژوره کتنه ونه شۍ، ستونزه به را منځ ته شي. حتی که چېرې اړینه وي، د ستونزې د حل لپاره یوه مخینه لرونکي مشاور ته ورشئ.

خیالي کوژدن

له تکراري پوښتنو څخه تېښته: یو کال کیږي، چې کاتلین له خپل خاوند څخه جدا شوې ده. د هغې ملګرو څو څو ځلې هڅه کړې ده، چې هغې ته یو نوی کوژدن ور وپېژني او تل د نوي واده لپاره هغه تشویقوي. کاتلین په اوس مهال کې د بل واده لپاره هېڅ تمایل نه لري. د همدې لپاره ټولو ته په دروغو وايي، چې یو غوره رویبار لري، چې د هغه لپاره د ځواب ورکولو په فکر کې ده. په واقعیت کې هغې د نورو لپاره یو خیالي شخصیت جوړ کړی دی.

ستونزه څه ده؟

ډاکټر وارډ وايي: کاتلین د دې لپاره دروغ وايي، تر څو نور خلک په دې موضوع باندې خبرې ونه کړي. ایا غوره نه ده، چې په ډېرې اسانۍ سره نورو ته و وايي، چې دا په څه حالت کې ده؟ په دې ډول به هم د هغې ملګري د دې روحي وضعیت ته پاملرنه وکړي او هم به هېڅ وخت د دې احتمال نه وي، چې د هغې په دروغو باندې پوه شي.

سم کار

کاتلین د غوره ملګرو د موندلو لپاره له یوه ښه فرصت څخه ګټه نه اخلي، له خپلو ملګرو سره د دې موضوع په غوړولو کې هغه کولای شي، چې هغې ته وښیي، چې کوم ملګري په واقعیت کې د هغې شرایط درک کولی شي. حتی امکان لري، چې وغواړي، هېڅ د شخصي ژوند په اړه له چا سره خبرې ونه کړي او د همدې لپاره به یې رښتیني ملګري د هغې حالت درک کړای شي او هغې ته به درناوی ولري.

د دروغ ویلو عادت

ښايي د دروغ ویلو تر ټولو مهم لامل دا وي، چې په هر ځل ویلو سره نور هم اسانه کیږي. د یورک پوهنتون ارواه پوه پروفیسور ډن اریلي وايي: «دروغ ویل هم یو عمل دی. لومړی ځل دروغ ستونزمن وي، دویم ځل اسانه او له هغو وروسته ساده کیږي.» د ډاکټر اریلي د څېړنو په سلسله کې هغه دوه ډلو ښځو ته لاسي بکسونه ورکړل، چې یو ډول یې اورېجنل وو، مګر تقلبي مارک پرې لګېدلی و او بل ډول یې تقلبي وو، چې اورېجنل مارک یې درلود. ښځو ته و ویل شول، چې له همدې بکسونو سره محفل ته راشي. کومې ډلې ته چې اورېجنل ورکړل شوي وو، هغو ته یې ویلي وو، چې د دوی بکسونه تقلبي دي او کومې ډلې ته چې تقلبي بکسونه ورکړل شوي وو، هغو ته یې ویلي وو، چې بکسونه یې اورېجنل دي. وروسته پته ولګېده، چې کومو ته چې اورېجنل د تقلبي په نامه ورکړل شوي وو، بیخي لږو ښځو په لاسونو کې نیولو وو، نظر هغو بکسونو ته، چې تقلبي وو او د اورېجنل په نامه ورکړل شوي وو.

تر ټولو مهمه مسئله دا ده، چې دروغ چې کوم څه له منځه وړي، هغه باور دی. په واقعیت کې هر دروغ چې وایاست او هر دروغ چې اورئ، د باور لږ څه برخه مو نسبت مقابل لور ته یا د مقابل لور څخه نسبت تاسو ته کموي. ډاکټر کامرون وایي: له نورو سره زمونږ هر چلند او هره خبر یا باور ته زیان رسوي او یا یې قوي کوي. د یوه واقعیت په دروغ ګڼلو یا د یوه دروغ په جوړولو سره مو خپل باور له منځه وړو. په هر حال داسې دروغ ویونکی نشته، چې دروغ یې افشا نه شي. دا مو تل په یاد ولرئ، چې په خپل منځیو اړیکو کې به مو اصلي پوښتنه دا وي، چې څه ډول خپل صداقت او باور پوخ کړو، نه دا چې څه ډول مو باور او رښتینولي له منځه ویوسم. د دې لپاره چې یو څه زیات رښتیني و اوسئ، لاندې شمېرو ته غور وکړئ.

۱ــ ځان ته مو رښتیني اوسئ: د دروغ ویلو لپاره ستاسو د تمایل رېښه ښايي له ځان څخه مو د ساتنې په وجه وي. مګر دا په یاد ولرئ، کوم سپر چې په دروغو سره جوړیږي، له تاسو څخه هېڅ ساتنه نه شي کولای.

۲ــ لوی او کوچنۍ قانون: کوچني دروغ د راتلونکو لویو دروغو سبب ګرځي. له کوم دلیل پرته همدا کوچني دروغ هم مه وایاست، تر څو په راتلونکي کې د لویو دروغو له ستونزې سره مخ نه شئ.

۳ــ وګورئ، چې په کومه موضوع کې زیات دروغ وایاست: د زیاتو پیسو په لګولو کې زیات دروغ وایاست، یا د هغو خیالي پېښو په اړه، چې تاسو ته پېښې شوې دي؛ که چېرې د دې ځانګړې موضوع په برخه کې دروغ ونه وایاست، څه پيښیږي؟ په واقعیت کې ولې دا موضوع دومره مهمه ده، چې تاسو د هغې په وجه دروغ وایاست؟

۴ــ د حل غوره لار له قضیې څخه تېښته نه ده. که چېرې د دې لپاره دروغ وایاست، تر څو له یوې لانجې ځان خلاص کړئ، په دې پوه شئ، چې دا ډول دروغ به مو یو قدم له هغه کس څخه شاته کړي، چې تاسو ورسره په اړیکه کې یاست او په پای کې ستاسو د اړیکې د له منځه تلو سبب ګرځي.

۵ــ دروغ ویل د نامهربانۍ په معنی نه دي. تاسو کولای شئ، چې هم رښتیني اوسئ او هم مهربان. د دروغو مهرباني نه ستاسو لپاره په درد خوري او نه د نورو لپاره.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.