نظــر

بل پاڅون!

ښايي د دولت په وړاندې د دوولس کلنې مبارزې بې شانه کلکوالى او په خپل دريځ ټينګار د کرزي بلواکه ډلګۍ او ددوى باداران نور دلېونتوب حد ته رسولي وي، ځکه خو په خپلو دروغجنو تبليغاتو پرلپسې بوخت دي او داسې تبليغوي چې ګواکې وطن ګل ګلزار دى، ا و هرچېرته خيروخيريت دى.

دوى هڅه کوي د طالبانو د توهينولو په خاطر د خپلو غلامو رسنيو له لارې داسې تبليغ کړي، چې ګواکې ولس له طالبانو دومره تنګ راغلى، چې آن دهغوى پرضد يې ټوپک اخېستى!!
ماتل داويلي دي او دايو ټولنيزمنل شوى دود هم دى، چې د دښمن دښمن ستا دوست دى، نو د کرزي ډيموکرات او سيکولر رژيم د طالب دښمن دى او هغه څوک چې دوى يې پاڅون کوونکي بولي هم د طالب دښمن، نوبيا ولې دواړه ډلې غواړې جلا جلا ديو دښمن پر ضد کاروکړي، ا و ولې داسې تبليغوي او دخلکو په سترګوکې خاورې ورشيندي چې ګواکې همدا پاڅون کوونکي د دولت برخه نه ده او دوى په خپل سره له طالب سره د ډېرې کرکې په خاطر دې ډګر ته راوتي؟
 د دوى دې دروغو کلونه وخت ونيو مګر تراوسه يې هغه ساده کليوال هم پردې قانع نه کړل، چې خلک دې له طالب سره چې د دوى د عزت ساتونکى دى،وجنګېږي.
دهمدې دروغو په لړکې څو ورخې وړاندې د لوګر په چلتن کې څو اربکيان د پاڅون پر نامه وبلل شول،چې دوه ورځې وړاندې يې خپل دروغ بېرته رسواکړل او ښکاره يې وويل چې له موږ اربکيانو سره دولت بايد مرسته وکړي. يعني، پاڅون مساوي اربک مساوي د کرزي بلواکه رژيم.
خو دا په دروغو کې رالوى بياهم له دروغو لاس په سر نه شول او څو ورځې وړاندې د ننګرهار په حصارک کې د طالبانو پر ضد د پاڅون خبر ورکړ، له نېکه مرغه دې دروغو يې نو لمن ښه پر سر ور واړوله.
د ننګرهار حصارک ته له کونړه راغلي ځوانان د کار په لټه وه، چې د يادې ولسوالۍ ولسوال په خپل دام کې ښکېل کړل ټوپکې يې پرې ووېشلې او ورته يې وويل چې تاسې بايد رسنيو او خلکو ته وواياست چې موږ دحصارک يو او د طالبانو پرضد مو پاڅون کړى، مګر له نېکه مرغه پر دې حساسو ځوانانو د دوى منتر ونه چليد او نېغ په سيمه کې له مجاهدينو سره په اړيکه کې شول، او خپل ټول حال او دپاڅون جوړونې ډرامې ټول رازونه يې طالبانو ته وويل.
د دې ټولو کسانو پوره نوملړ او کره مستند راپور طالبانو په خپله ويبپاڼه کې خپور کړى دى، زه حيران هغو رسنيو ته يم چې د پيسولپاره حقايق تحريفوي هغوى به د دې خبر په اورېدو چې دوى پاڅون کوونکي بللي وو او پرلپسې يې د افرينۍ چکچکې ورته کولې، څه احساس کوي؟؟؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x