راځئ چې فکر وکړو … (څلورمه برخه)

لیکوال : محمد نذیر (ذبیح)

راځئ چې فکر وکړو …

کله چې مسلمانان چېرته کمزوري شي زمونږ خو به زړه ورباندې نه ښه کیږي؟

د مسلمانانو په مرګ او ژوبله خو به نه خوشحالیږو؟

آیا زمونږ زړونه خو به د کفارو په کامیابي سره نه ښه کیږي؟

مونږ خو په نېکانو بندګانو پورې مسخرې نه کوو؟

مونږ خو په دینې احکامو او مسئلو پورې ټوقې نه کوو؟

مونږ خو به په خبرو کې درواغ نه وایو؟

مونږ خو به په امانت کې خیانت نه کوو؟

زمونږ چې له چا سره جګړه شي ښکنځلې خو ډېرې نه کوو؟

مونږ چې له چا سره وعده وکوو وعده خلافي خو نه کوو؟

که چېرته داسې وي نو ډېره د ا فسوس خبره ده چې په مونږ کې د نفاق علامې را غلي دي باید کلمه ووایو او د زړه له کومي توبه وباسو ځکه چې دا ټولې نښې او علامې دنفاق دي په لنډه توګه یې دلیلونه درسره شریکوم .
د نفاق یو څوعلامې :

۱. درواغ ویل

په خبرو کې درواغ ویل د نفاق علامه ده رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث کې چې د منافق علامې بیانوي فرمایي : و اذا حدث کذب (یعني کله چې خبرې کوي درواغ وايي) .

۲. تعهد ماتول

له چا سره تړون کول او بیا ورڅخه وروسته کېدل هم د نفاق نښه ده رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث کې چې د منافق علامې بیانوي فرمایي وإذا عاهد غدر (او کله چې له چا سره څه تړون وکړي نو غدر پکې کوي)

۳. په جګړه کې ښکنځلې کول

د منافق بله نښه داده چې هغه ښکنځلې ډېرې کوي رسول الله صلی الله علیه وسلم د منافق په اړه فرمایي وإذا خاصم فجر (او کله چې هغه جګړه کوي نو ښکنځلې کوي) .

۴. د وعدې مخالفت

د منافق بله نښه داده چې کله وعده وکوي نو عمل پرې نه کوي د وعدې مخالفت کوي رسول الله صلی الله علیه وسلم د منافق په اړه فرمایي : وإذا وعـــــــد أخلف (کله چې له چا سره وعده وکوي مخالفت یې کوي) .

۵. په عباداتو کې سستي

د نفاق بله نښه داده چې هغه په عباداتو کې سست وي الله تعالی د منافقانو په اړه فرمايي : وَإِذَا قَامُوا إِلَى الصَّلَاةِ قَامُوا كُسَالَى . سورة النساء

ترجمه : کله چې دوی مانځه ته پاڅیږي نو پا څیږي سست (مړ ژواندي) .

۶. په عبادت کې ریا کول

د نفاق بله نښه خپل عبادت خلکو ته ور ښکاره کول او ریاء کول دي : الله تعالی د منافقینو په اړه فرمایي : يُرَاءُونَ النَّاسَ . سورة النساء

ترجمه : دوی خلکو ته ور ښکارونه کوي .

۷. ذکر لږ کوي

رښتینی مؤمن هر وخت د الله تعال په ذکر مصروف وي هغه کس چې د الله ذکر ډېر نه کوي دا هم د منافقت نښه ده الله تعالی د منافقینو په اړه فرمايي : وَلَا يَذْكُرُونَ اللَّهَ إِلَّا قَلِيلًا . سورة النساء

ترجمه : او دوی نه یادوي الله مګر ډېر لږ .

۸. په نېکانو مؤمنانو پورې مسخرې کول

رښتینې مؤمنان د هغه مؤمنانو قدر کوي چې نېکان وي او منافقین په هغوی پورې مسخرې کوي نو په نېکانو پورې مسخرې کول هم د منافقانو نښه ده الله تعالی د منافقانو په اړه فرمایي : الَّذِينَ يَلْمِزُونَ الْمُطَّوِّعِينَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ . سورة التوبة

ترجمه : هغه کسان دي چې دوس مسخرې کوي په اطاعت کوونکو کسانو پورې له مؤمنانو څخه .

۹. په اسلامي احکامو او مقدساتو پورې ټوکې کول

الله تعالی د مونږ وساتي اکثر خلک په دیني شیانو پورې ټوکې کوی د علماء کرامو د فتوا مطابق هر هغه کس چې په دیني مقدساتو او احکامو ږیره ، سنت پټکی، سنت جامې ، مسواک او ټول هغه شیانو پورې ټوکې کوي چې سنت کېدل ، فرض کېدل یا واجب کېدلی یې ثابت وي ټوکې کوي له ا سلام نه ورباندې وزي الله تعالی د منافقینو په اړه فرمایي :

وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ لَيَقُولُنَّ إِنَّمَا كُنَّا نَخُوضُ وَنَلْعَبُ قُلْ أَبِاللَّهِ وَآَيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنْتُمْ تَسْتَهْزِئُونَ (65) لَا تَعْتَذِرُوا قَدْ كَفَرْتُمْ بَعْدَ إِيمَانِكُمْ. سورة التوبة

ترجمه : (کله چې دوی په اسلامي مقدساتو پورې ټوکې کوي بیا) که له دوی څخه پوښتنه وکړې (چې تاسې څه سره ویل؟) نو دوی به ووايي مونږ خو ټوکې کولې او ساعت تیری مو کاوه نو ته ورته ووایه : آیا تاسې ټوکې په الله د هغه په آیتونو او د هغه په رسول پورې کوئ؟ اوس عذرونه مه کوئ تاسې له ایمان څخه وروسته کافران شوي یاست .

۱۰ . د مسلمانانو په کامیابي خفه کېدل او د کفارو په کامیابي خوشحال کېدل
د نفاق بله نښه داده چې کله مسلمانان کامیاب شي نو دی ورباندې خفه شي او کله چې په هر ډول وي ، په هر لوري کې وي کفار کامیاب شي نو دی ورباندې خوشحال شی ، تندی یې ورباندې وغوړیږي دا هم د نفاق نښه ده ……….. !!!

الله تعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دمنافقینو په اړه فرمایي : إِنْ تُصِبْكَ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ وَإِنْ تُصِبْكَ مُصِيبَةٌ يَقُولُوا قَدْ أَخَذْنَا أَمْرَنَا مِنْ قَبْلُ وَيَتَوَلَّوْا وَهُمْ فَرِحُونَ (50) . سورة التوبة

ترجمه : که تاته ښېګڼه رسیږي نو دوی ځوریږي او که په تا باندې څه کړاو راځي نو دوی وايي ښه وشول ، مونږ د مخه خپل کار برابر کړی وو دوی مخ اړوي خوشحاله خوشحاله ګرځي.

نو راځئ چې له خپل ځان سره په خپل ځان فیصله وکړو که چېرته دا نښې په موږ کې وي نو دا د نفاق نښې دي باید ورڅخه توبه وباسو کلمه ووایو او له کومه وخته چې په مونږ کې دا عادت شیطان ایښی وو د هغه وخت بښنه وغواړو . له توجه مو یوه نړۍ مننه .



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.