طالبان: ميرزاولنګ کې دولتي عمليات له ناکامۍ سره مخ دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ زمری، ۱۳۹۶): د سرپل امنيتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د ميرزاولنګ په سيمه يې د بېرته نيولو لپاره د البرزلس په نامه عمليات پيل کړي، خو طالبان وايي چې دا عمليات يې له ناکامۍ سره مخ کړي دي.

په دغه ولايت کې د د دويمې لوا قومندان عبدالغفار احسان چې د يادو عملياتو مشري په غاړه لري، د پرمختګ خبر ورکوي او وايي چې تر دې دمه يې له طالبانو درې پوستې نيولي دي.

د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني هم د البرزلس په نوم د عملياتو د پيل خبر ورکړی خو نوموړي ويلي، چې دغه عمليات ډېر په سستۍ روان دي او په خبره يې چې وسله والو طالبانو د غرونو په لوړو څوکو سنګرونه نيولي او عملياتي قوه په چټکۍ سره پرمختګ نه شي کولی.

سيمه ييزو چارواکو په دغو عملياتو کې له دولته د هوايي ځواک او بمباريو غوښتنه هم کړې ده.

له بله پلوه وسله والو طالبانو ويلي، چې د ميرزاولنګ په سیمه کې يې دولتي عمليات له ناکامۍ سره مخ کړي دي.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکي، چې پرون له سهار راهيسې دولتي ځواکونو په ياده سيمې کې د دوی د پلويانو په وړاندې عمليات پيل کړل، چې تر ماښامه يې دوام وکړ، خو په وينا يې چې په پرلپسې ډول له ناکامۍ سره مخ شول.

نوموړی سربيره پر دې چې د دولتي عملياتو د ناکامۍ خبره کوي وايي، چې له يادې سيمې تر نيولو وروسته يې د صیاد په یوکیلومترۍ کې جګړه پيل کړې او تر دې دمه يې د بلندغور،یمچي سیمه کې يو شمير پوستې او مرکزونه له دولتي ځواکونو نيولي، چې ګڼو عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي سرچينې وايي، چې په دغو عملياتو کې ښکېلې غاړې يوبل ته د مخابرې له لارې د جګړې او مبارزې خبرې کوي او زياتوي چې وسله وال طالبان د خپلې سيمې د ساتنې لپاره کلک مقاومت کوي.

څو ورځې وړاندې راپورونه ورکول شول، چې په ياده سيمه کې له ديرشو زيات عام خلک د داعش او طالب وسله والو له لوري وژل شوي دي، خو طالبانو دغه راپورونه رد کړي او ويلي يې دي چې چارواکي غواړی خپله ماتې په دا ډول افواهاتو پټه کړي.

اوس يوځل بيا، دولتي چارواکو او ځينو ادارو ويلي، چې په ميرزاولنګ کې د ملکي کسانو د وژل کېدو د پېښې د څېړنې لپاره يې سيمې ته پلاوي ليګلي دي.

خو د طالبانو وياند يوسف احمدي په تازه ټويټر کې څرګنده کړې، چې (دسرپل میرزاولنګ سیمه دامهال له مجاهدینوسره ده تراوسه ورته دګوډاګۍادارې له لوري دحالاتودسمې پلټنې دپاره کوم څوک نه راغلي دي اونه راتلای شي).

شاوخوا يوه نيمه اوونۍ وړاندې د ميرزاولنګ ستراتيژيکه او مهمه سيمه وسله والو طالبانو له دولتي ځواکونو د سختې جګړې په پايله کې ونيوله، چې په ترڅ کې يې لسګونه تنه عسکرو ته هم مرګ ژوبله واوښته.



د لیکوال او لاندي تبصره کوونکو له نظر سره د نن ټکی اسیا د ادارې توافق شرط نه دی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.