امان الله خان، مولانا عبدالصبور او زموږ ټولنه

زاهد جلالي

الله تعالی ستر دی، نو کبرجن انسان نه خوښوي. په اسلامي ادبياتو کې عموما انسان د انسانيت له چوکاټه پورته کول او لويي ورته منصوبول غندل شوي. د دې لامل دا دی چې الله تعالی انسان ډېر پرمختللی مخلوق جوړ کړی، خو همدومره کمزوری هم دی. يو نړيوال بکسر ممکن د يوې تبې له کبله له ګرځېدو پاتې شي. د انسان هر څه ډېر محدود دي. علم، قوت، بصیرت، هوښياري، روغتيا او نور ټول ښه صفتونه په انسان کې محدود دي. ما ډېر ستر پوهان ليدلي چې په وړو مسايلو کې بند شوي دي او د نړۍ ځينې مفکرين هم په الزايمر اخته شوي او د فکر له هغې سترې مرتبې دومره راټيټ شوي چې خپل اولاد پېژندلو ځواک يې هم له لاسه ورکړی.

د دې حکمت به دا وي چې الله تعالی انسان ته ښکاره کړي چې انسان له دومره عقل سره دومره محدود او کمزوری دی. دغه کمزوري يوه غربي ليکوال په يوه ليکنه کې ښه شرحه کړې. وايي هغه مهال پوه شوم چې ستر نه يم چې ښځې مې راته کړه چې زه خو پر تا غلطه شوم، ګومان مې وکړ چې ستر يې، خو ته هېڅ نه يې… دغه ليکوال ښې نکتې ته پام شوی. هغه انسان چې ظاهرا ستر ښکاري، هغه تشناب ته ضرورت لري، جنسي اړيکو ته اړتيا لري، په ګرمۍ کې خولې کېږي او بوی ترې پورته کېږي.. په دغه وخت کې دغه ستر انسان د نورو انسانانو په څېر عادي و حيواني وي… انسان چې څومره ستر شي، انسان دی. اصلا انسان ستر کېږي نه. د انسان لوړتوب يوازې الله ته د هغه په نږدېوالې کې دی.

د دې اوږدې مقدمې موخه دا ده چې په دنيا کې ټول انسانان د انسانيت له چوکاټه نه شي پورته کېدای او له نبي پرته نور څوک معصوم هم نه دي. پر دې اساس، هر انسان نيکۍ او بدۍ کوي. په تېره بيا هغه څوک چې د تاريخ برخه وي، د هغه ژوند بايد په ډېر انتقادي شکل ولوستل شي. قرآن چې تل د تاريخ او ماضي يادونه کوي، نو د عبرت او درس اخيستل ترې مراد وي.
امان الله خان هم لومړی د انسان په توګه او بيا په افغانستان کې د يوه واکمن په توګه بايد ولوستل شي. د هغه کارنامې بايد د عبرت اخيستو په موخه ولوستل شي. آن امان الله په خپله له خپل ژوند سره دغه ډول چلن کړی. هغه په خپلو ځينو کړنو د ژوند په وروستۍ برخه کې پښېمانه شوی و. نو کله چې امان الله خان ته هم د نورو انسانانو په نظر وکتل شي، يوه تاريخي څېره وبلل شي او د عبرت په موخه ولوستل شي، هغه مطالعه پايله ورکوي او د راتلونکي له پاره ګټوره کېدای شي.

مولانا صبور کلونه وړاندې د امان الله خان پر شخصيت او کړنو خپل نظر څرګند کړی او د هغه له ځينو کارونو سره يې مخالفت څرګند کړی و. هغه څه چې مولانا صاحب ورسره مخالفت څرګند کړی و، د امان الله خان د ناکامۍ او په پايله کې يې د هېواد د پرېښودو لامل شو. دا اصلا د افغانستان د وروسته پاتې کېدو عوامل دی چې هر افغان بايد پرې وژاړي او په راتلونکي يې د بيا تکرارېدو مخه ونيسي.

څه موده وړاندې دغه ويډيو د ځينو کسانو له لورې خپره شوه او غوغا پرې جوړه شوه. ټولنه په کې په مخالف او موافقو ډلو ووېشل شوه. ځينو په همدې غوغا کې خپلې قلبي ناروغۍ ښکاره کړې او له فرصته په استفادې يې دين او ملا ته ښکنځلې او سپکاوی وکړ. اوس يو وار بيا مولانا صاحب خلک له بداخلاقۍ منعه کړي؛ نو هغه ته په سپکاوي کې خلک سره په مسابقې دي. اصلا زما مخاطبین دغه مرضي کسان نه دي، ځکه د نشنلېزم او الټرانشلنېزم غوښتنه همدا ده. په الټرانشنلېستي ټولنو کې يو څو څېرې د خدايانو حيثيت لري. دغو ته داسې درنښت کېږي لکه خدای ته چې کېږي او د دوی پر شخصيت هېڅ ډول انتقادي نظر نه شي زغمل کېدای.

د داسې نشنلېزم ښه بېلګه ترکيه ده. د ترکيې الټرانشنلېستانو ته کمال اتاتورک کاملا د خدای حيثيت لري. د هغه افراطي احترام کېږي او پر شخصيت يې هېڅ ډول نيوکه نه شي زغمل کېدای. کله چې د نوم يادېږي نو خلک د احترام له پاره له خپل ځای څخه ودرېږي. نشنلېزم همدومره لنډه او بې معنا مفکوره ده چې يوه ټوټه ځمکه په کې د دنيا پر سر جنت شمېرل کېږي او يو څو څېرې په کې د بتانو او خدايانو حيثيت لري.

اسلام دغه ډول پرېوتي افکار له لومړۍ ورځې ځپلي او غندلي دي او د شخصيت پالنې بتان په کې د «لا اله الا الله» په ويلو نړېږي. نو ټولو شخصيتونو ته د درس او عبرت په سترګه کتل کېږي او د هر چا ښه ستايل کېږي او بد يې بد ګڼل کېږي. امان الله خان هم پر همدغه تله تلل په کار دي.

د افسوس ځای دا دی چې ځينې مغرض او د قلبي مرضونو څښتنان په دغه ډول پېښو کې هم د خپلې موخې له پاره استفاده کول غواړي. په دغه ډول پېښو کې دوی له فرصته په استفادي دين او ملا ته سپکاوی کوي او له دغې لارې ځان ډېر ملي او وطنپال ترسيموي. ځينې ساده ګان او د سطحي فکر خاوندان که څه هم په زړه مخلص وي، د دغو په ظاهرا ښايسته او په داخل کې شيطاني موخو ښکار کېږي.

زه مولانا صبور شخصا پېژنم. هغه زموږ د ټولنې يو مخلص، درون، با وقاره او معزز سپين ږيری عالم دی. د هغه په مقابل کې دغه ډول سپکاوی اصلا د زغملو نه دی. په دغه ډول پېښو کې سړی په خپله ټولنه افسوس وکړي او په علمي کچې يې وژاړي. زموږ د ټولنې لوستې طبقه دومره سطحي و سرسري و ماشومانه ده چې په ډېرو ساده مسايلو غولېږي او داسې الفاظ کاروي چې سړی يې په لوستو شرمېږي.

پر دې بايد هر څوک پوه شي چې الله تعالی به د هرې خبرې او هرې کړنې پوښتنه کوي. دغه راز په يوه چا بدګوماني او سپکاوی هغه څه دي چې الله تعالی يې بې پوښتنې او بې جزا نه پرېږدي.

وما علينا الا البلاغ
زاهد جلالي



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

6 تبصرې

  1. (( …ښځې مې راته کړه چې زه خو پر تا غلطه شوم، ګومان مې وکړ چې ستر يې، خو ته هېڅ نه يې… دغه ليکوال ښې نکتې ته پام شوی.))
    چې ټکی ولرو بیا ؛ نو ټکي ته نکته (نقطه) لیکل تېروتنه ده !

    انګریزانو ، روسانو او امریکایانو د نړۍ ډېرو هېوادونو ته له افرادو اشخاص جوړکړي بیا یې واکمن او ولسمشر کړي؛ د خپلواکۍ ورځې یې ورته ټاکلي او نمانځلي دي.

    د افغانستان مشرانو د شاه شجاع او دوست محمد خان په څېرو کې سیاسي سړیتوب بایلود، امیرشېرعلي خان د سید جمال الدین په ویستو
    بېرته تر لاسه کړ؛ خو عبدالرحمن خان بیا بایلود او نورې مذهبي کورنۍ سیاسي چتر ته راننوتې. دا لوبه تر امان الله خانه روانه وساتل شوه؛ امان الله خان ته د نویو مذهبي کورنیو د خوندي کولو پر شرط د خپلواکۍ ورځ نه یوازې وټاکل شوه، بلکې ګډه ونمانځل هم شوه. معلوم الحاله خپلواکي او معلوم الحاله مذهبي کورنۍ تر طالبانو راوغزیده؛ خو دوه برخې شوه: حکومتونو ومنله او ولسونو رد کړه! په دې ټولو ۲۱۷ کلونو کې حکومتي انسان او ولسي انسان موازي راغلی؛ خو پر حکومتي هغه د نیکۍ له مخې غالبه دی! اوس پوښتنه دا ده، چې حکومتونو ولې د ښکېلاک ملاتړ غوره ګڼلی؟

  2. ګران زاهد جلا لزی صاحب او هغه ملګرو او وروڼو ته سلام او احترام تقدیمه وم څوک چي د مو لاهم صبور طرفداران او خواخوږي دي
    ګرانه جلالزی صاحب ستاسي د علمي مقدمي سره هیڅ څوک هیڅ مسلمان افغان یو فیصد مخالفت نسي کوه لای زه در سره سل سلنه موافق یم چي بیله انبیا علیهم الصلوات نور هیڅ بني نوع بشر د تنقید او اعتراض څخه مستثنی نه دی …. خو دا نقد د چا لخوا په کوم هدف او غرض؟
    خبره دلته د امان الله خان غازي پر نقد نده خبره اصلا د یو بل معلوم الحاله جاسوس بچه سقاو د دتقدیره وولو ستایلو او امان الله خان ته د بیدین او مرتد خطاب کولو ده …‌زه دا منم چي غازي امان الله خان اشتباه ګاني کړي دي خو نه د بچه سقاو په اندازه چي چي د شهر ارا په برج کي زخمي کیږي او دهغه وخت د انګلیسیان په سفارت کي په پټه د درو میاشتو دپاره تر تداوي نیول کیږي تر جوړیدو وروسته برته د نظام او دولت ضد جبهي ته دلا ډیرو امکاناتو پیسو او وسلو سره استه ول کیږي

    زه ستا څخه د یو مسلمان افغان په صفت پوښتنه کوم چي بچه سقاو ته په کومه سترګه ګوري؟ که ته لطفا یو ځلي د تاریخ ورقي پورته کښته کړي نو یو فیصد به درته شک او شنبهه پاته نسي چي سقاو د انګلیس دلاس آله وه تر څو نظام په زنګ کړي دسقاو همدومره ضرفیت وو چي نظام په ونړوي انګریزانو بچه سقاو څخه د کلنګګ کار واخست او کلنګ کار خو نړول دی نه لیکل … لیکل خو په قلم کیږی نو چي کله ددي جاهل او ناخبره جاسوس نور انګریزانو ته کار نه وو هغه وو په داسي فجیع او فضیح شکل يي مردارکړ چي ټولو افغانانو یي انجام وو لیدی
    د مو لاهم صبور سره اصلي مخالفت پر همدي موضوع دی چي برعکس بچه سقاو خادم دین رسول الله بولي او د انګریزانو د سر دښمن ته ته د بیدین او مرتد خطاب کوي
    تاته د بچه سقاو نني مریدان او پیروان نه دی معلوم چي څه څوک دي او څه کوي په څه اخته دی زه مطمئین یم د یو تحلیګر افغان په صفت به په تیره بیا د ۱۹۹۲ را وروسته پیښو او وقائیعو ته په کتو د جعیت اسلامي د رباني په مشري شورای نظار د مسعود کي جي بي معلوم الحاله جاسوس په مشری او د پدرام وارو همفکره ملګري لکه طاهر بدخشي او ببرک کارمل سیتمي همفکره پرچمي ملګري په یوه خوله د سیکیولریزم او نني غربي اشغال په خدمت کي ولاړ دی او د مسلمان ملت پر ضد يي‌ملا تړلي ده ملت يي یرغمال کړی دی او د وینو تجارت يي شروع کړی دی…‌همدي منحوثي د قدرت وږي تنګ نظره حریصي کړۍ چي خپل مرشد بچه سقاو بولي او معاصر رهبر خاین مسعود بولي (مولاهم صبور ) هم پر عین نقش قدم روان دی د عین ادبیاتو او منطق نه په کار اخیستلو سره چوچه سقاو اغتشاشګر ته خادم دین رسول الله او د هیواد د ازادی دی ستر مجاهد ته د مرتد او بیدینه خطاب کوي چي د صبور داخبره په هیڅ صورت منلو وړنده… صبور به خاماخا تو هینیږي سپکیږي او بي پته کیږي چي هیڅ څوک دد داسي معلوم الحاله جاسوس څخه دفاع نسي کوه لای
    زه ستا نه یوه پوښتنه کوم ایا د افغانستان د تیر او روان جریان په وړاندي به امان الله خان لوی مجرم وي که خاین مسعود، دوستم، رباني، سیاف،‌مجددی، اسماعیل خان، یا دشورای نظار نور مهم کدري غړي چي د غربي اشغال دپاره يي زمینه مساعده کړه د بون په غونډه کي يي صلیبي اشغال ګرو ته پراخ جواز ورکړ چي غتي غتي بمونه واجوی
    دغه خاین دپردویو مزدور صبور یوه ورځ هم د مسعود، امرالله صالح، فهیم، قانوني عطامحمد نور صیاف و امثالهم په اړه یوه جمله ویلي ده کنه؟ کي ویلي وی خو تاسي يي‌ دده په سپیناوي کي د ملت سره شریکه کړی
    په والله با الله ما په خپله همدغه صبور د ولي مسعود سره په بنیاد مسعود دفتر کي لیدلی دی او همدي کارونو او زهر شنیدلو او د غربي استعماري نقشو او توطئیو نه د جامعي منحرف کوولو دپاره منظمه تنخا اخلي
    تاسي د صبور توهین دعلم، ملا او مذهبي قشر توهین مه ګني لږ ستر ګي خلاصي کړي داسي نه سي لکه د تیر په څیر د اسلامي نهضت دپاکو سپیڅلو لارویانو د وینو او احساساتو نه سؤ استفاده و شي لکه دغو ۷ جهاري مزدورو رهبرانو چي وکړه چي ټوله په یوه خوله د غربي استعمار په خدمت کي په مشابقه اخته دي … هغه یوه چي ځانته مجاهد وایه هغه هم په ډیر مرموز ډول بل آخره په همدي نظام او سیستم کي د سولي تر عنوان لاندي په همدي غربي ماشین کی نصب سو…
    فا اعتبرو یا اولی الابصار
    فطرت

  3. د زهد جلال [زاهد جلالی ] په دی کی نه دی چی یو څوک خپل احمقانه تازخی قضاوت دیوه افغان دښمنه «ملا» په دفاع کی داسلام د سپیڅلی دین داحکامو تر شا پټ کړی. اتا ترک دغه ډول «ملایان» په عام محضر کی په دار ځړول.

  4. یره که بچه سقاو غلط وای نو نوم به یې انګریزانو ورته لوی تاکلی او په همدې کچه مشهور کړی وای، دا چې تر ننه په بچه سقاو یا غل باندې مشهور دی همدا یې د خپلواکی، افغانیت او خودجوشی نښه ده.

    د سقاو د زړی څپلۍ د خاین مسعود تر پکول شرف لري، زمونږ پښتوزبان نشنلستان (تر پوتدې خره) یې بې توپیره په یوه تول تلي.

  5. دا د صبور مولوی صاحب وینا نه بلکه یو تاریخی واقعیت او حقیقت دی، چه امان الله د ترکی، امین ببرک کارمل او یا دنن کرزی او غنی په شان غلامانو او ملحدینو تسلسل دی.
    ملحد او د روسانو غلام امان الله د پاچاهی د تر لاسه کولو د پاره د روسی بادارانو په پلان او قومانده لمړی خپل محترم پلار باندی کودتا وکړه او هغه یی د نادرخان او د هغه د ورونو به واسطه د لغمان په کله ګوش کی ووژلو ، امان الله بی له دی چه د خپل پلار مړی او د خخولو مراسمو ته ولاړ شی هغه یی ونه لید د دی د پاره چه د بل ولیعهد ( نصرالله خان ) مخه یی نیولی وی د روسانو په هر اړخیز ملاتړ کابل کی د وچ زور پاچاهی اعلان کړه ، روسانو ورته مخکی له مخکی د ویشو ځلمیانو کمونستی ګوند جوړ کړی وو او هغوی ته یی د روسی سفارت د بیا تاسیسولو د پاره د خیالی خپلواکی شعارونه ور په خوله کړی وو ، د روسانو اصل هدف د روسی سفارت تاسیس او انګریزانو سفارت لیری کول وو .
    امان الله انګریزانو نه بلکه د ترکی ، امین ، ببرک او نجیب یا اوسنی غنی په شان د هغه غیر اسلامی او غیرافغانی کړنو نه یواځی پاچاهی ورله نسکوره بلکه له هیواده خپلو پښو وزغورلو. هو دا سمه ده چه نادرخان هم د انګریزانو او هم د روسانو جاسوس وو د هغه د پلان برخه هم دا وه چه له امان الله خان وروسته پاچاهی تر لاسه کړی یعنی نادرخان هم غیر اسلامی او غیر افغانی کړنو ته تشویوقوو .
    د امان الله اولنی غیر اسلامی کار چه تر سره کړو داتا ترک په شانحکومتی مامورین یی د میرمنو څخه د پوړنو په لیری کولو مجبور کړل ، دوهم کار یی تعلیمی نصاب کی یی اسلامی برخه کمه یا لیری کړه دریم لوی کار چه یی وکړو ډیری ښکلی افغانی پیغلی یی بی له محرمه اروپایی وحشیانو ته په وچ زور ولیږلی او …… طبیعی ده چه ملایان د انبیاوو ورثه او د اسلامی شریعت ساتونکی او پیاده کونکی دی هغوی یی په ْضد پاڅون وکړو چه له امله یی امان الله پښی په سر ورواړولی.
    د سقاو د زوی حبیب الله خان په اړه رشتونی معلومات کم دی ، دا چه هغه څومره اسلامی او افغانی وړتیا لرله والله اعلم ولی دومره ویلای شو چه تر امان الله ښه وو ، کمزوری یی دا وه چه به نادرخان یی باور وکړو کشکی دا کار یی نه وو کړی که هغه سلسله پاتی وی په مونږ به د روسانو ، انګریزانو او روسانو وحشت بیا او بیا نه رامنځته کیدلو چه نیمه پیړی مو په جهنم کی تیره کړی ، دا ټول د اتاترک به شان ملحد امان الله د عمل لاسته راوړنی دی.
    کله چه روسان یا انګریزان لوی غلامان روزی ، سرمایه ګذاری پری کوی په حنګ کی یی ورسره الحادی ایزمونه جوړوی او د هغوی په واسطه د امان الله او اتاترک په شان ملحدینو د پاره کمپاین او تبیلغات کیږی او له خاین او ملحد روشنفکر ، غازی او قهرمان جوړوی مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.